ښاغلي احمد رشيد د واشنګټن پوسټ په ورخپانه کي د سپتمبر پر ۶ مه د افغانستان د رواني انتخاباتي رسوايي او بحران په باب يوه مفصله مقاله ليکلې ده چي دلته يې نسبتا پوره ترجمه ګورئ. ښاغلي احمد رشيد پاکستانی ژورنالیسټ او لیکوال دی چي نه يوازي په سيمه کي بلکي په ټوله نړۍ کي يو منل سوی سياسي تحلیلګر دی. هغه د افغانستان او سيمي په باب څو مشهوره کتابونه ليکي دي چي د «طالبان» په نامه کتاب يې بين المللي شهرت پیدا کړی دی.
د ۱۹۷۹ د شوروي تر اشغال پخوا، افغانستان يو باثباته خو غریب ملک وو، او له خپلو ګاونډیانو سره يې په سوله کي ژوند کاوه. د ۱۹۷۰ په کلونو کي چي ما تل افغانستان ته سفرونه کول ، هلته يو پاچا او يو واقعي حکومت چلېده. زما په ګومان هله افغانستان يو حداقل او يا کوچنی حکومت لاره. نه د هند او پاکستان په شان چي له انګریزانو څخه ورته غټ او قوي حکومتونه پاتي ول.
د حکومت همدا کوچنيوالی د يوه غريب او بېوزلي افغانستان لپاره مناسب او برابر وو. د افغانستان نفوس کم، طبيعي منابعې يې لږ، او د داسي مختلفو اقوامو کور دی چي د غرونو او راغونو په وجه يو له بل سره چندان اړيکي نلري، اوهر يو پخپله دره او کلي کي منزوي ژوند کوي. په تاريخي لحاظ، د افغانستان مرکزي حکومت دونه قوي وو چي امنیت يې ساتلای سوای، خو دونه غښتلی نوو چي د اقوامو خودمختاري او ازادۍ ته دي چلنج ورکړي.
هله افغانستان د عصري کېدو خیال نه لاره، او نه يې هم د يو سيمه ایز طاقت د کېدو شوق لاره. د افغانستان اقتصاد بدوي وو، خو لوږې او قحطۍ څوک نه وژل. که څه هم کرهڼه موسمي او بدوي وه، خو هر چا يو کار او روزګار درلود. يوه وړه مينځنۍ طبقه موجوده وه، خو د خان او مسکين تر مينځ توپير زيات نه وو. هله نه ږېره ورو اسلامي افراطيانو نخرې کولې، نه هم حکومت د مخدره موادو په قاچاق کي لتاړ وو، او نه هم د نارکو سټېټ له سپکاوي ډک نوم پرې پروت وو.
په ۲۰۰۲ کي ما ښه ډېر وخت په واشنګټن کي تېر کړ، او هلته مي د بش حکومت دېته هڅوی چي په افغانستان کي حداقل او یا کوچنی حکومت جوړ کړي کوم چي دیرش کلن جنګونو کاملا تباه کړی وو.
اوس موږ ټول پوهېږو چي څه وسول. د بش ادارې د افغانستان کار نیمکله پرېښود، او هرڅه يې (سي اې ې) او جنګسالارانو ته خوشي کړل، او د عراق د اشغال په شوق وخوځېد.
سمدستي القاعدې او طالبانو درک کړل چي ښاغلی بش د افغانستان په باب جدي ندی. هغوی بېرته افغانستان ته راشوه سول. طالب ياغيان د ۲۰۰۳ په دوبي کي دلته او هلته راښکاره سول، د هېواد پراخي سيمي يې تر خپل کنټرول لاندي کړې، او د مخدره موادو د قاچاقو په پیسو يې خپل ملګري مسلح کړل، او دونه قوي سول چي اوس د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز حالات «جدي او مخ پر خرابېدو» بولي.
دمګړی، د افغانستان لپاره د يوه حداقل او کوچنی حکومت جوړول هر کال له ۱۰ څخه تر ۱۵ بیلونو ډالرو پوري لګښت لري، سربېره پردې په زرهاوو نورو غربي عسکرو ته هم اړتيا سته چي عامه غربيان يې مخالف دي. په افغانستان کي امريکايي قومندان، جنرال مک کریسټل، به د نورو عسکرو غوښتنه وکړي، خو د هغه ټولي غوښتني به پوره نه سي.
نن سبا، په واشنګټن کي دامريکايي مقاماتو تر مينځ د افغانستان په باب جنګ او ناندرې رواني دي. ځيني د اوباما پلان ته د شک په سترګه ګوري. امريکایان په زیاتېدونکې توګه د افغانستان جنګ عبث ګڼي، اوبلخوا د ناټو ملګري د شا تر دروازې خپ خپ وځي.
په واشنګټن کي، ځيني سياسي مبصرين لکه جورج ويل ټينګار کوي چي افغانان د زدکړي ذهني استعداد نلري. مانا دا چي هغوي نه غواړي يو عصري دولت جوړ کړي. نور مبصرين لکه د برتانيې پخوانی دپلومات روري سټيوارډ استدلال کوي چي افغانان بايد يوازي پرېښودل سي چي خپل مشکل پخپله فيصله کړي. مګر همدا نقادان د بش ناکاميو ته سمه توجه نه کوي. د بش بدو پاليسيو نننۍ ستونزي راپيدا کړي دي. تر ټولوبده لا دا چي دوي هيڅ د حل لاره نه ښيي.
اوس نو، څه بايد اوسي؟ لمړی، عامه امریکایانو او اروپایانو ته بايد حقيقت او رشتيا وویل: هغه داچي پدې تېرو اتو کلونو کي امريکا او ناټو په افغانستان کي ناکامه سويدي، او د يوه حداقل او کوچيني حکومت د جوړولو يوه برخه يې لا هم نده تکميل کړې. د مثال په توګه، د بیلونهاوو ډالرو سره سره، کابل يوازي سږ کال څه منظم برق پیدا کړ. د کرهڼي لپاره په میلونهاوو ډالره د کشميري بزو پر تربيې او د مځکني توت د رواجولو پر عبثو او د خندا وړ پر پروژو باندي لګېدلي دي.
د امريکا او اروپا حکومتونه مجبوره دي چي خپلو خلکو ته ووايي چي القاعده او ټروريسټي تهدیدونه لا ډېر سوي دي او القاعده افريقا او اروپا ته غزېدلې ده.
دوهم، په افغانستان کي د حداقل حکومت جوړول بايد په بېړه پیل سي. جمهورريس اوباما پدې ښه پوهېږي. اقلا د ښاغلي اوباما پلان – البته د کاغذ پر مخ- پر کرهڼي، د نويو کارونو پر خلقولو، او د عدالت پر ټینګولو باندي ټینګار کوي. مګر ايا هغه ته به دونه وخت ورکړه سي چي خپل پلان عملي کړی؟
د اوباما حکومت دوه يا درې کالو ته اړتيا لري چي خپل پلان عملي کړي. نو بنا، د جمهورریس لمړۍ دنده دا ده چي امريکایان او کانګرس پدې قانع کړي چي هغه ته کافي وخت ورکړي.
درېیم، ياغيان به تر هغه وخت پوري مات نه سي، تر څو هغوي د پټېدو او سېب مطمین ځايونه لري. په ۲۰۰۱ کي پراري طالبانو ته په پاکستان کي هرکلی وويل سو. د پاکستان منطق دا دی چي طالبان په افغانستان کي د هند دزياتېدونکي نفوذ په مقابل کي کاروي.
بش هيڅکله پر پرویز مشرف باندي فشار را نه وست چي طالبان راایسار کاندي. نن سبا، اسلام اباد د ملکي حکومت او پوځيانو تر مينځ په نوسان کي دی. خو ملکي حکومت ورځ په ورځ کمزوری او بې اعتباره کېږي، او د اردو قدرت شېبه په شېبه ډېرېږي. که څه هم د پاکستان پوځ، لږ او ډېر، د طالبانو پر خلاف جنګ روان کړی دی، خو تر اوسه پوري يې په ستراتيژيکي لحاظ د طالبانو او القاعدې پر خلاف جدي تصميم ندی نیولی.
څلرم، د يوه حداقل او کوچيني حکومت د جوړولو لپاره افغان ملګري حياتي اهميت لري. له بده مرغه، بش دا مهمه مسله هم هېره کړې وه. بش یوازي حامدکرزی ساتی، او هيڅ ډول سختي پوښتني يې ترې نه کولې. په عين زمان کي، د حامد کرزي حکومت په اداري فساد او مخدره موادو کي ډوبېدی.
د اګسټ ۲۰ مي په انتخاباتو کي ښکاره تقلب او بېساري ټګي برګي افغانستان يو بل سیاسي او قانوني بحران ته ور ټېله کړ چي اوس نه متحده ایالات او نه هم ملګري ملتونه کوم جواب او یا حل ورته لري. په انتخاباتو کي جعل کاري هله بېخي ډاډه سوه چي څو مياشتي مخکي حامد کرزي د هغو جنګسالارانو، د مخدره موادو قاچاقبرانو، او محلي جنايتکارانو سره ایتلافونه وکړل کومو چي باور درلود چي د حامد کرزي په بايلات کي به خپل ټول نامشروع قدرت او د لوټ او تالان فرصت له لاسه ورکړي.
د دغه سیاسي کثافت سره سره، دا به ډېره مشکله وي چي يو با اعتباره افغاني انډول او ملګری پیدا کړو، مګر دا کار بايد وسي. امريکایان مجبوره دي چي حامد کرزی دېته اړباسي چي په حکومت کي ټول مهم سياسي رقيبان شامل کړي. پرته له يوه افغاني انډول او ملګري څخه متحده ایالات حتما په اشغالګر قوت بدلېږي. ښکاره خبره ده چي افغانان به د اشغالګرو په مقابل کي وجنګېږي.
خو د اوباما حکومت لدې باتلاقه څخه سالم راوتلای سي پدې شرط چي خپل توقعات او اهداف ښه ډېر راکښته کړي. اوباما مجبوره دي چي بد خلک او جنګسالاران په نښه کړي، سيمه ایز توافق او همکاري ایجاد کړي، امريکایان پخپل څنګ کي وساتي، او افغانوته هغه څه برابر کړي چي هغوی يې کول غواړي، او هغه داچي افغانان د نورو بني ادمانو په شان د يوه ارام او ښه ژوند چانس او فرصت غواړی.
متحده ایالات د يوه حداقل او کوچني حکومت له جوړولو څخه پرته بله هيڅ چاره نلري . بل هيڅ شی به القاعده او طالبان په سيمه او نړۍ کي له تباه کاريو او ټروریزم څخه را ونه ګرځوي.