نن انشاء الله دوشنبه د سپتمبر د میاشتی پر اوومه د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ لوبډلې د امریکا د متحده ایالاتو د ټیم سره په کاناډا کي لوبه کوی . دا لوبه د ګینګ د سهار پر لسو بجو د ګنګ د ښار کی د میپلیف په کرونډ کي چي د دفرین او کنګ په څلور لارو کی موقعیت لری تر سره کیږی.
Maple Leaf (North-West Ground) King City, Ontario
At Dufferin Street # King Street
North of Dufferin Street
دافغانستان د کرکیت لوبډلی تر اوسه درې لوبی ګټلی دی چي په تیره اوونی کی یی د سیرلیون، هانګاکانګ او وینتونو څخه وړی دی.
دافغانستان د کرکیت ملی لوبډله د ۲۰۱۰ نړیوالو کرکیټ لوبو د اتلوالی دپاره د کانادا ټورنتو ښار ته رارسیدلی دی او دا لوبی د سپتمبر د میاشتی تر ۱۳ پوری د کاناډا په ښارونو کی تر سره کیږی .
دافغانستان د کرکیټ د ملی لوبډلی غړی چي کاناډا ته راغلي دي :
- ښاغلي سید شاه امین زی ـ کوچ
- ښاغلي افسر خان
- ښاغلي ذکی الله ذکی
- ښاغلي نورالحق
- ښاغلي عزت الله خان
- ښاغلي ایمل وفا
- ښاغلي اصغر حسین
- ښاغلي اقبال ملکی
- ښاغلي جاوید احمدی
- ښاغلي ایوب احمدزی
- ښاغلي شیر شیرزی
- ښاغلي زارد علی
- ښاغلي نوید
- او نور
په کاناډا کي افغانی لوبډله د لاندو هیوادونو سره لوبی کوی :
چهارشنبه ــ ۲ سپتمبر ــ د سیریلیون د ټیم سره – ګټلی
پنجشنبه ــ ۳ سپتمبر ــ د ایرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو ـ بایللی
Maple Leaf (North-West Ground)
King City, Ontario
جمعـــــــه ــ ۴ سپتمبر ــ د هانګ کانګ د ټیم سره د ټورنټو په ښار کي د سهار پر لسو بجو ـ ګټلی
Sunnybrook Park
West off Leslie St through Wilket Creek Park
Toronto, Ontario
شنبــــــــه ــ ۵ سپتمبر ــ د وانیوتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو ــ ګټلی
دوشنبــه ــ ۷ سپتمبر ــ د امریکا د متحده ایالاتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
سه شنبه ــ ۸ سپتمبر ــ د یوګنډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
پنجشنبه ــ ۱۰ سپتمبر ــ د نیدرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
جمعـــــه ــ ۱۱ سپتمبر ــ د پاپو نوی ګینو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
یکشنبه ــ ۱۳ سپتمبر ــ د کاناډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
افغان رساله د افغانستان د کرکیت ملی لوبډلی راتګ کاناډا ته ښه راغلاست وایی او د لوی خدای(ج) له دربارڅخه دوی ته د بریاوو هیله کوی .
نور معلومات به وروسته پر لیکه سي .