کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د لاسپوڅو برخليک

د لاسپوڅو برخليک

ازادي تربا د شا هيه لا تيری کړي
چې د بل تر حکم لا ندې شي زندان شي
( ستر خو شال بابا)

ښاغلو لو ستو نکونن غواړم چې يو څو سپينې خبرې وکړم او تر خه واقعيتو نه بيان کړم او هغه دا چې له کو مې ور ځې نه چې دبن د کر غيړنې امر ېکا يي غو نډې په نتيجه کې کرزی پردې ولس با ندې وتپل شو نو د هما غه پيله يې د پښتنو د ځپلو، سپکو لو او بر با دو لو ته ملا و تړ له او د شمال د کر غيړنې او هيواد پلورو نکې ډلې د خو شا لو لو له پاره چې هره شېبه د ګران هيواد دبر بادۍ او تجز يې خو بو نه ويني د هيڅ ډول مر ستې نه غاړه نه ده غړولې٠ کرزی له پيله تش په نا مه جمهور رئيس و ٠

د غه تش په نا مه پښتون د لو مړۍ ورځې نه کوم قدرت ا و واک په لاس کې نه درلوداو نه يې اوس هم لری، بلکې ټول واک که هغه په پو ځي بر خه کې و که په ملکي اواستخباراتي بر خه کې و ديوې لنډ غرې او جنايتکارې ډلې په لاس کې و او دی چې هغه هم زيا تره پنجشير يان دي٠ دبيلګې په تو ګه دملي دفاع په وزارت کې فهيم ددفاع وزېر و او تر او سه هم په سلو کې اويا ټو لې غټې چو کۍ په همدو پو رې اړه لري٠ په استخباراتي بر خه کې هم همداسې در واخله٠ امر الله صالح د ملي امنيت رئېس دی او په سلو کې ٩٠ ټولې اسخباراتي غټې چو کۍ دهمدې پنجشيري متعصبي ډلې په لاس کې دی چې هره شېبه دې ته چمتو دي چې د وږو ليو انو په څېر د پښتنو وينې وڅښي٠ دوی پښتنو ته دسيسي جوړوي په يوه او بل نا مه يې نيسي، ځوروي يې او شکنجې ورکوي٠ ځکه مستنطق هم ددوی دی،شکنجه ور کوونکي هم همدوی دي او د وسيه جوړونکي او د زندان خا وندا ن هم همدوی دي٠

په بهر نيوچارو وزارت کې چې عبد الله وزېر شو نو ددغه وزارت په سلو کې اتيالوړې لوړې چو کۍ همدې کر غيړ نې ډلې تر لا سه کړي٠ ټول سفا رتو نه، قو نسلګرۍ تر او سه د همدوی په لاس کې دي چې د ډالري معا شو نو پر ته په رشو تو نو او اختلا سو نو هم اخته دي او سر بېره پردې نور غير اخلاقي رذايل هم تر سره کوي٠ پښتانه د هر څه نه بې بر خې دي په داسې حال کې چې د هېواد په سلو کې ٦٥ نفوس ددوی دی٠ نن دوی وژل کيږي، ددوی سېمې بمبار يږي،دوی د هيواد په دننه او له هيواده بهر مها جر تو نو ته مجبو ريږي، دوی د سواد له نعمته بې بر خې کيږي٠ په مقا بل کې ټول د عيش او نوش امکا نات د يوې داسې ډلې په ولکه کې دي چې هم ر شو تو نه خوري ، هم اختلاس کوي او هم ظلمو نه٠ پښتانه د هره پلوه په قصدي او عمدي تو ګه ورو سته پا تي سا تل کيږي، ددوی په ژبه او کلتور با ندې په ښکاره ډول ملنډې وهل کيږي، دوی په خپلې ژبې د زده کړې نه بې بر خې دي او په خپلو سيمو کې ټول دفتري کارونه ددوی په ژ به نه دي ، خو سره له دې هم پښتنو با ندې د تعصب ټا په لګول کيږي٠

ايا همدا پښتانه نه وو چې دافغان- انګرېز په درو ګو نو جګړو کې يې تر بل هر چا زياته قر با ني ورکړې ده، ايا همدوی نه وو چې دروسي ښکيلاکګر ځواک په وړاندې تر بل هر چانه په مېړانې جنګيدلي او ددوی سيمې تر بل هر چا زياتې ورانې او ويجاړې شوي دي ٠ ايا دوی نه وو چې تر نورو په پر تله يې زيا ت شهيدان ور کړي دي ٠ خو نن ددې ټو لو قر با نيو ثمره او مېوه همدا شوه چې بيا هم ووژل شي،سپک شي او زند انونه پرې ډک شي٠ په پښتنو کې يو متل دی چې وايې چې خان يې په يا ران يې، زه کر زي ته وايم چې تا خو به د خپلو پلر ونو او نيکو نو د تجر بو نه ګټه ا خيستلې وای٠ مير ويس نېکه د خپل قوم په زور با ندې ګر ګين او ګر ګينيانو ته څه ډول غا ښ ما تونکي ګو زار ونه ور کړل، سترهوتکي محمود پر اصفهان د پښتنو پر مټ او ځواک با ندې واکمني جوړه کړه او ستر احمد شاه با باخو د ډيلی د تخت په نيو لو کې د همدې پښتنو پر مټ با ندې څو مره د مر هټه وو غټ ځواک مات کړ او لا يې هم په دې اکتفا نه کو له او ويل به يې : چې دهند سو به او فتحه مې روزي شي ***نو ايران ته به په توغ او نغا ره ځم ايا نا در خان دخپل قوم په زورغل سقاو مات نکړ٠

خو ته کر زی چې پر چو کۍ مين يې د خپل قوم او ولس سره دې غټه جفا کړې ده، لو مړی خو دې د خپلې سيمې کند هار سره خيا نت او جفا کړې ده، خپل قوم او ولس دې په همد غو لنډ غرو ټکولی دی٠ ددې له پاره چې دوی خو شاله شي نود خپل ولس پر سو ګند خو ړلو د ښمنا نو دې تکيه کړېده.که کر زيه تا پر خپلو پښتنو تکيه کړې وای نونن به پياوړی وای، نن به نه د عبد الله او دهغې جنا يتکارې ډلې نه بير يد لای ،نه به د فهيم، دوستم او خليلي غو ندې جنګي جنا يتکا رانو ته به دې زارۍ کو لای چې ستا ملا تړ وکړي او نه به هم ريچارډ هو لبروک رټلی، خو خبره داده چې ته دبل لاسپو څی يې نو ځکه دې بر خليک او سر نو شت خراب وينم ٠