د وږي۱۵مه
په دايكندي كې د سنګ تخت ولسوالۍ دچاووش ښځينه ليسې په ۳۴۵ ته زده كونكو باندې نن د وږي په ۱۵مه غنم وويشل شول.
دغه غنم چې د نړيوالو خوراكي پروګرام W.F.P لخوا د ياد شوي ښوونځي پر زده كوونكو وويشل شول ټول ۲۷۰ بوجۍ وو چې په هره بوجۍ يې ۷ منه ده.
په عين وخت كې د دغه ولايت د ګيتي او اشترلي ولسواليو په ګڼ شمير ښوونځيو كې د مينه په نامه هغه د يونيسف مؤسسې په مالي مرسته او ملي تلويزيون په همكارۍ هغه برنامه چې پكې زده كوونكو ته د كارتوني فيلمونو په وړاندې كولو د روغتيا، زده كړې او د ماشومانو د حقوقو په اړه معلومات وركول كيږي ترسره شوې ده او په يو شمير نورو كې يې ترسره كيدل دوام لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه