کور / تازه خبرونه / چخانسور : د نشه يي توكو د زيانونو په اړه غونډه وشوه

چخانسور : د نشه يي توكو د زيانونو په اړه غونډه وشوه

د وږي۱۴مه

په نيمروز كې د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواكو د اړونده ښوونځيو له مديرانو، سپينږيرو او علماؤو سره له پوهنې رياست سره د نيشه يي توكو په وړاندې د همكاريو په اړه غونډه وكړه .

دغه غونډه چې يوه برخه يې په ټولنه باندې د نيشه يي توكو ناوړه اغيزو او د دغه توكو زيانونو ته ځانګړې شوې وه د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس عبدالخليل رحماني د دغې غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل څو د نيشه يي توكو په مخنيوي كې خپله ملي او اسلامي دنده ادا كړي او په دې برخه كې د پوهنې وزارت له روان بهير سره ملتيا وكړي.

د يادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت د ټول هيواد په كچه د نيشه يي توكو د مخنيوي او له منځه وړلو په برخه كې د عامه پوهاوي پروګرامونه پرمخ وړي چې د ډيرى خلكو په خبره د پوهنې وزارت دغه كار خورا ښې پايلې درلودلي دي .