کور / تازه خبرونه / هرات : یو ډله انسان تښتونکي ونیول شول

هرات : یو ډله انسان تښتونکي ونیول شول

امنیتې چارواکو په هرات ولایت کې دو تنه وسله وال انسان تښتونکې و نیول او تښتول شوی تاجر یی ترینه خوشی کړ.

داردسکن ولسوال نثار احمد پوپل وای:( دغه تاجر، څو ورځې وړاندې دکرخ ولسوالی په لاره کی تښتول شوې وو.)

انسان تښتونکو د دغه تاجر دکورنی نه دده دخوشی کولو په بدل کې دپیسو غوښتنه کری وو.

ښاغلی پوپل زیاته وی چی دغه تاجر تیر شپه ددوی د څو ورځنیو پلټونو په پاې کی د دارسکن ولسوالی په یو غرنی سیمه کی دانسان تښتونکو له منګلونه خوشی شوو.

دی واې ددغه عملیاتو په لړ کی دو مسلح انسان تښټونکی هم نیول شوی دی .

په دی ورستیو کې په هرات ولایت کی دانسان تښتولو پیښې زیاتې او دخلکو داندیښی لامل شوی دې.