کور / تازه خبرونه / فراه : ځانمرګي برید ۳ تنه ووژل

فراه : ځانمرګي برید ۳ تنه ووژل

ځانمرګی برید په فراه ولایت د انګار په نوم د يوې امنيتي كمپنۍ دری کار کونکی ووژل.

دغه ځانمرګی برید تیر ورځ ددی ولایت په دلارام ولسوالی کی دغه کمپنۍ پر روان کاروان باندی تر سره شوی دی.

د لويديځ زون د پوليسو قومندان پاسوال اكرام الدين یاور وای( په دغه بريد كې د زمري په نوم د دغې كمپنۍ مشر خپل ددو ساتنکو سره مړ شوی دی.)

خو دطالبانو یو ویاند قاري يوسف احمدي ویلی په دغه بريد كې يې پيځه افغان او بهرني سرتېري وژلي او اووه كسه یی ټپيان کړې دي.

انګار هغه امنېتی کمپنۍ ده چی په فراه ولایت کی ميشتو ايتلافي ځواكونو ته د لوژيستيكي كاروانونو د رسولو چاري تنظيموي.