افغانانو په خپل تاريخ كې دوه ځله برتانويانو ته ماتې وركړې او له خپل هېواد څخه يې شرمېدلو وتو ته اړ ويستلي دي. افغانان هغه ملت دى چې د چا تر يوغ لاندې اوسېدل ورته په هېڅ صورت كې د منلو وړ نه دي او په داسې حالاتو كې تر خپلې وسې پورې هڅې او كوښښ كوي. افغان ولس همداراز په ډېرو نژدې كلونو كې، چې د ټولو افغانانو د ياد خبره ده په همداسې يوه شرمېدلي ډول روسانو ته ماتې وركړه او هغوى يې په داسې ډول له خپل ملك څخه وشړل، چې ټولې نړۍ ورته وخندل، د روس سرې لښكرې چې دوى به ويل چې دا سرې لښكرې به هېڅ ډول ماته ونه خوري او نه يې ماته خوړلې، خو افغانانو داسې ماتې وركړه چې د شوروي هغه لوى هېواد يې ټوټې ټوټې كړ، او د خپل هېواد په ګډون يې ډېرو هېوادو ته خپلواكي ترې واخيسته. نن ورځ يو ځل بيا امريكا، انګرېزان او نور هېوادونه زور وهي څو افغانستان تر خپل امر او خپل يوغ لاندې راولي خو دوى ټول تېروتلي دي، ځكه چې برتانويان دې خپل نيكه ډاكټر برايډن چې په نيم ژواندي حالت تر جلال آباد پورې ورسېد ور په ياد كړي، په دې خو موږ پوره باور لرو چې د افغانانو تاريخ دوى ته تر خپل تاريخ هم ښه مالوم دى. ځكه چې دوى په كې تاريخي ماتې خوړلې. نو نن بيا ولې په كابل كې د برتانيې سفير وايي چې برتانويان به تر يو نسل پورې په افغانستان كې پاتې شي.؟ آيا تېرې ماتې يې هېرې شوې دي؟ په كابل كې د دوى سفير تېره ورځ وويل، تمه کېږي چې برتانويان به لږ تر لږه د يوه نسل لپاره په افغانستان کې پاتې وي خو هيله من دي چې سرتېري به يې له پنځو کلونو څخه د ډېر وخت لپاره په جګړو کې ښکېل نه وي.
د برتاينې سفير مارک سيدويل زياته كړې، برتانوي ځواکونه چې د جولاى له پيل څخه يې اته دېرش تنه په افغانستان کې وژل شوي دوى به ښوونيز او څېړونکى رول ولري، خو د جګړي له لومړيو ليکو به لرې کړاى شي.
د دوى له دې خبرو څخه مالومېږي چې برتانيه هيله لري چې بايد تر ډېره پورې په افغانستان كې جګړه توده وساتل شي ځكه هغه وايي چې برتانوي سرتېري به د جګړې له لومړۍ ليكې څخه لرې كړاى شي. همدارنګه نوموړي، چې له کابل څخه يې لندن کې د بهرنيو چارو وزارت ته په وېډيويي کنفرانس کې خبرې کولې ويلي، چې دوى په دې تمه دي چې د امريکايانو په ډېرېدو سره به په راتلونکو څو کلونو کې امنيت پياوړتيا ومومي.
هغې په خپلو خبرو كې زياته کړې زه هيله من يم، چې تر پنځو كلونو پورې به افغان ځواکونه د دې جوګه شي چې د جګړو په لومړيو ليکو کې ودرېږي.
خو هغه دا هم ويلي چې مونږ به دلته برتا نوي پوځيان ولرو، چې د هغه په وينا سرتېرو ته به روزنه ورکوي او پروګرامونه به يې څاري.
نوموړي زياته كړې يې ده چې اوس مونږ له افغانستان څخه د وتلو په فکر کې نه يو.
خو برېتانيا بايد په دې پوه شي چې دا نهه زره يوسلو پنځوس تنه سرتېري به يې د افغانستان د جګړو خوراك شي، ځكه چې هسې هم زموږ دښتې او بيابانونه د دوى د مړو له ككريو سره بلد دي نو زموږ دښتې او بيابانونه به يې هم په آسانۍ سره د مړو ككريو ته هركلى ووايي. هغه پښتو متل دى چې په (زور كلي نه كلي كېږي) نو هېڅوك هم نه شي كولاى چې په زور په خلكو باندې حكومت وكړي. هغه هم داسې حكومت چې يو ملت خپل هر څه ورسره له لاسه وركړي. د يو ملت امنيت، اقتصاد، بيارغونه دا هر له منځه ورسره لاړ شي. دوى او نور بهرني ځواكونه افغانانو ته خپل كوم ښه نيت وړاندې كوي، دوى خو په هلمند كې د بې وزلو هلمندوالو كورونه په بلدوزرو ورانوي، په پكتيا كې د دې په پلمه چې ګواكي په روغتون كې د طالب جنګيالي درملنه شوې، په روغتون باندې حمله كوي، او تر ډزو لاندې يې نيسي. د ټپي طالب د درملنې په پلمه د چك وردګ روغتون د ودانۍ كړكۍ ماتوي. نو دوى د خپلې كومې ښې تګلارې له مخې غواړي چې په افغانستان كې د يوه نسل لپاره پاتې شي. دا به دوى ته ناممكنه وي، ځكه چې دوى دې لومړى د خپلو پلرونو تاريخ ولولي بيا دې په دې اړه تصميم ونيسي.