د پكتيكا ولايت له پوهنې رياست سره د كمپيوټرو مرسته وشوه.
د پکتیکا ولایت : د سويډن مؤسسې د تعليم او تربيې څانګې نن د وږي په ۱۴ مه د پكتيكا ولايت له پوهنې رياست سره د پنځو پايو كمپيوټرونو او جنراتورونو مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د سويډن مؤسسې له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د سويډن مؤسسې د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.
دغه پنځه پايې كمپيوټر چې په پرينټر سربيره ، پنځه عدده جنراتورونه، پنځه پايي ميزونه اوپنځه د لابراتوار كيتونه هم ورسره دي، د پوهنې رياست ته تسليم شول .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه