کور / تازه خبرونه / کندهار : CHA د تدريسي لارو چارو سیمينار جوړ کړ

کندهار : CHA د تدريسي لارو چارو سیمينار جوړ کړ

د وږي۱۴مه

د كندهار ښار اړونده ښوونځيو ۶۰ تنه ښوونكو ته د تدريسي لارو چارو په اړه هغه سیمينار پيل شو چې ۱۵ورځې به دوام وكړي.

په دغه سیمينار كې چې مالي لګښت يې C.H.A يا انساني مرستو د انسجام د ادارې له لوري وركول كيږي، ګډونوالوته به يې د نصاب جوړونې او درسي پلان د جوړولو په اړه معلومات وركول كيږي.

په عين وخت كې د دغه ولايت د پوهنې رئيس نن د وږي په ۱۴مه د دغه ولايت د پوهنې رياست له كاركونكو او پوهنې له مديرانو سره د ښوونې د بهبود په اړه غونډه وكړه او هغوى يې خپلو مسؤليتونو ته ځير كړل.

د پوهنې مسؤولينو او كاركوونكو رئيس ته ډاډ وركړ چې په دغه ولايت كې د نوي تعليمي كال له پيليدو سره سم به د پوهنې د كيفيت لوړولو لپاره هر راز هلې ځلې كوي.