کور / تازه خبرونه / لوګر : د استخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

لوګر : د استخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

د لوگر ولایت : د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د پنج شنبې په ورځ دروان کال دوږى دمياشتی په ۱۲ نيټه، د لوګر ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی د ۱۱۲ تنو د ښوونكو روزنى دترينرانوځخه د نوموړی ولايت د پوهنى رياست په تالار كي آْزموينه واخيستل شوه.

ياده دی وی چى د نوموړو کسانو د جملى به ۷۰ تنه د آزموينی د نتيجی نه وروسته د لوګر ولايت په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شي .

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلائ شو.