کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې بیا هم تر دیره له انتخاباتو سره تړلي مسایل او امنیتي ستونزې راخستي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه په امریکا د شوې یوې نظر پوښتنې نتایج خپاره کړي او لیکلي دي، چې په سلو کې پنځه اویا امریکایان په افغانستان کې د جنګ له دوام سره مخالف دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکا دموجوده ستراتیژۍ د بدلون په اړه شوې څیړنې ته په اشارې لیکلي دي، چې افغانان پدې ستراتیژۍ کې د بیړني بدلون غوښتنه کوي.

ورخپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د جنرال مککریسټال لخوا وړاندې شوې سپارښتنې باید یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي بلکه د هغو د عملي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د امریکا اوسني دریځ ته کتنه کړې او پوښتلي دي، چې امریکا د افغانستان له انتخاباتو څه غواړي.؟

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په لغمان ولایت کې شوې ځان وژونکې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې دې حملې دا وښودله، چې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې ستراتیژۍ نوې کتنې ته اړتیا لري.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې د طالب مشرانو د نښه کولو لپاره یوازې د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ کافي ندي بلکه د ځان وژونکو د روزنې مرکزونه باید په نښه شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغان ولسمشر او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال ترمنځ لیدنې ته په اشارې لیکلي دي، چې د نشه يې توکو په خلاف د افغان حکومت مبارزه بریالۍ پر مخ درومي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه د امریکا اوسني چلند ته په اشارې د ایشا ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي، چې د ولسمشر کرزي د ناکامولو لپاره د امریکا یوازنۍ هیله د انتخاباتي شکایتونو کمسیون دې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې ددغه کمسیون له پنځو غړو څخه درۍ يې بهرنیان دي، چې مشري يې د یو امریکايي په لاس کې ده او کولې شي د انتخاباتو نتایج تر پوښتنې لاندې یوسي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون کړنو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ایا ددې کمسیون پریکړې څومره د باور وړ دي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله په غټو ټکو سره لیکلي ديو چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې خپل وخت عبس تیر کړې او نور لنډ مهاله ستراتیژۍ د منلو وړ ندي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي او څیړلي دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د لویدیځ د ځینو رسنیو په راپورونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د لویدیځ د ځینو رسنیو دریځ له غرضه ډک دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې له لویدیځو رسنیو څخه غوښتي دي، چې دداسې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، چې په افغاني ټولنه کې ستونزې ځیږوي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې هیڅ یو بهرني هیواد ته دا اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په مرګ ژوبله کې زیاتیدو ته په اشارې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په حواله لیکلي دي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو وخت رارسیدلې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو په وروستي راپور تبصره کړې، چې پکې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمیدو ته اشاره شوې خو له بزګرانو سره د نړیوالې ټولنې په مرستو، چې د ورځپاڼې په وینا ناچیزه دي انتقاد کړې.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هیواد کې په شویو انتخاباتو تبصره کړې او هغه يې بریالي بللی دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو د نتایجو د اعلانولو لپاره د خلکو انتظار ته کتنه کړې خو لیکلي دي، چې خلک باید له حوصلې کار واخلي او نتایج به پخپل وخت اعلان شي.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د اسامه بن لادن د پټیدو مسئله انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې اسامه په پاکستان کې دې خو پاکستاني چارواکي افغانستان ته ګوته نیسي.