موږ افغانانو ته د ترهګرۍ په ضد جګړې څه راوړل؟ يوازې يې له تباهي، وژنې، بمبارۍ، د توكمونو تر منځ بېلتون او اړو دوړ پرته يې بل څه نه دي راوړي، هره ورځ مو وروڼه هېوادوال د دې جګړې قرباني كېږي چې په لوړه كچه پښتانه د دې جګړې قربانيان دي. شايد چې پښتانه د سيمې يوازېنى مليت وي، چې دښمنان يې خپل غچ د تاريخ په بڼه ترې اخلي. هر كله چې پښتنو غوښتې، وده وكړي نو يو نه يو څه يې مخ ته خنډ شوي. لښكر ويستنه، د خپلواكۍ جګړه، استبدادي رژيمونه، كودتاوې، د روسانو پر وړاندې جګړه، كورنۍ جګړې، د طالبانو امارت، او اوس د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه.
له هغو لاملونو څخه تېرېږم چې پخوا د پښتنو د ودې د مخنيوي لامل شوي دي، او يوازې هغه ضربې ته اشاره كوم چې د څو محدودو كلونو په ترڅ كې يې نه يوازې پر پښتنو تاريخي ګوزار وكړ، بلكې د همدغو څو كلونو په پايله كې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه پيل شوه. او هغې ضربې ته هم ګوته نيسم چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې له پيل راهيسې پښتنو ته رسېدلې.
دا سمه ده چې د طالبانو د واكمنۍ په دوران كې د ټول هېواد معنوي او كلتوري بنسټونه ولړزېدل، كه څه هم د كورنۍ او تنظيمي جګړو په ترڅ كې يې هم كلك تاوان ليدلى وو، خو هغه مهال د هېواد مادي بنسټونو كلكه ضربه ليدلې وه. خو د طالبانو امارت د هېواد د نورو سيمو په پرتله پښتانه او پښتون مېشته سيمه داسې ورټله چې ښيي تر لسيزو پورې هم جبران نه شي.
طالبانو د پښتنو په نوم هغه څه وكړل، چې نه يوازې د نړيوالو په نظر كې چې ان د هېواد د نورو مېشتو قومونو په نظر كې يې پښتانه ترهګر، جګړه غوښتونكي او ارتجاعي معرفي كړل، د شمالي ټلوالې سره يې په جګړه كې لسګونه زره ځوانان د مرګ خولې ته ورټېله كړل، د جرګو او مركو كلتور يې له منځه يوړو او د هغې پر ځاى يې د امير او امارت كلتور حاكم كړ، سلګونه زره نجونې يې له ښوونځيو څخه منع كړې، او داسې نورې ډېرې كړنې يې نه يوازې په غير پښتون سيمې كې ترسره كړې چې د پښتنو په سيمه كې يې تر ټولو ډېرې ترسره كړې چې كلونه كلونه وخت ته اړتيا لري چې بيا ورغول شي او د نورو ولسونو ذهنيت بدل كړل شي.
د طالبانو د واكمنۍ له راپرځېدو وروسته يوه اندازه هيله پيدا شوه چې پښتانه به وكړاى شي چې د هېواد له نورو قومونو سره يو ځاى د پرمختګ پر لار يون ووهي. دا هيله هله پيدا شوه چې په پښتون مېشته سيمه كې د بيارغونې، كلتوري او فرهنګي كارونه پيل شول او په سلګونو ښوونځي بيا پرانيستل شول او ښيي له يو ميليون څخه زياې نجونې او هلكان ښوونځيو ته روان شول او يو ځل بيا پس له څه باندې يوې نيمې لسيزې په كندهار كې چې د افغانستان د پښتنو د نفوذ مركز دى، څو تنه نجونې له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې.
خو هغه څه يو وار بيا وشول او كېږي چې د “تاريخ جبر” بڼه يې غوره كړې ده. په تېرو درې- څلورو كلونو كې د هېواد په ختيځو، سويلي او سويل لويديځو سيمو كې په سلګونه ښوونځي وتړل شول چې له امله يې سلګونه زره نجونې او هلكان له ښوونځيو څخه پاتې شول، په لره پښتونخوا كې يوازې په سوات كې پنځوس زره نجونې له كالجونو څخه بې برخې شوې. چې پايله يې يوازې د پښتنو وروسته پاتې كېدل دي او نور هېڅ.
د ۲۰۰۱ زېږديز كال راهيسې په زرګونه پښتانه په لر او بر پښتونخوا كې د ترهګرو او طالبانو او همدارنګه د ترهګرۍ په وړاندې د نړېوالو ځواكونو له خوا په بريدونو كې وژل شوي دي. هم طالبان او هم بهرني ځواكونه چې هر مهال وغواړي د پښتنو په كورونو ننوزي او د هغوى عزت او ناموس ته سپكاوى كېږي، پښتانه له يوې خوا ترهګر معرفي كېږي او له بلې خوا د ترهګرو په مټ ځپل كېږي. سلګونه زره پښتانه د پولې دواړو خواوو ته كډوالۍ ته اړ شوي، پښتانه ليكولان، ژورناليستان، فرهنګيان، سندرغاړي… تر فشار لاندې دي، د صمد روحاني او جان الله هاشم زاده په څېر تكړه خبريالان وژل كېږي، د عالم زيب مجاهد، ګلزار عالم، هارون باچا… په څېر هنرمندان او سندرغاړي يا تبليغ او يا هم خپلې مېنې پرېښودلو ته اړ كېږي.
پښتنو ته يې داسې ذهنيت وركړى چې هنري او كلتوري كړنې ورته د ننګ په بيه تماميږي، او په ظاهره ورور پاڅيږي او خپله خور چې ښايي د پښتو موسيقۍ ځلانده ستورې شوى واى، وژني (ويل كېږي چې شميم ايمن او داس، د پښتو موسيقۍ نوې ځلېدونكې ستورې، د خپلو ورونو په لاس ووژل شوه.)
زموږ څلورويشت بې ګناه هېوادوال د ميوند په دښتې كې په وحشيانه ډول سره وژل وژل كېږي، تر څو زموږ ولس له هغه نوم څخه متنفر كړي چې د هېواد وياړنه او افتخار ورسره تړلى دى.
تيره اوونۍ جان الله هاشمزاده د بهرنيو استخباراتي ډلو په وينا ووژل شو، بيا د وږي په درېيمه نيټه د كندهار ښار په دويمې ناحيې كې د چاودنې له امله ۴۳ او د پنجشنبې په شپه بيا هم د كندهار ښار په دويمې ناحيې كې د يوې بلې چاودنې په پايله كې بيا هم ملكي تلفات رامنځ ته كېږي، تر دې وروسته د پولې هاخوا په تورخم كې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ كسان وژل كېږي او بيا (دوه ورځې وړاندې) د سوات په مينګوره كې د ځانمرګي بريد له امله ۱۴ تنه وژل كېږي. د ټولټاكنو پر ورځ يوازې په هلمند كې كابو ۴۰ طالبان وژل كېږي چې ښايي ټول يې پښتانه وي. كه ملكي وګړي وژل كېږي نو زياتره يې پښتانه، كه ښوونځى سوزول كېږي نو د پښتنو، كه نجونې په درو وهل كېږي نو پښتنې، كه قومي مشر وژل كېږي نو پښتون، كه كورونه پلټل كېږي نو د پښتنو، كه طالب وژل كېږي هم پښتون، كه سړك ويجاړېږي هم د پښتنو په سيمه كې…
ولې ازبك، تاجيك، چيچن، عرب… ترهګر نه وژل كېږي، ولې د نورو ښوونځي نه سوزول كېږي، ولې د نورو كورونه نه پلټل كېږي؟ ولې په لاهور، سيالكوټ، ملتان، سېبي، كراچۍ، ګجران والا، سرګوده او داسې نورو سيمو كې چاودنې او ځانمرګي بريدونه نه ترسره كېږي؟
ولې پښتون د پښتون په لاس وژني؟ ولې يې عزت او ناموس د خاورو سره يو كوي، ولې يې ليكولان، ژروناليستان، سندرغاړي، ډاكټران، ښوونكي او ان د ښوونځيو تنكي ماشومان وژني يا تېښتې ته اړ باسي؟ آيا دا ټول د پښتنو په تقدير كې ليكل شوي چې پښتانه بايد تل په جګړو، تربګنيو او وير كې وي او په يوويشتمه پيړۍ كې د څوارلسمې پېړۍ ژوند ولري؟
زما په اند پښتانه د سيمې يوازېنى مليت دى چې د پنجابي واكمنۍ پر وړاندې هم د نفوس له پلوه او هم د سيمې او اراضي له پلوه درېدى شي، بله دا چې د پښتونستان مساله تر نورو خلكو، پښتنو ته زياته د پام وړ ده. پښتانه كولاى شي چې هر مهال چې وغواړي د پښتونستان مساله مطرح كړي او خپل حق وغواړي، خو البته نه په دې حالت كې چې اوس يې پښتانه لري.
كه پښتانه همداسې د هاتي په غوږ كې ويده وي، كله چې له خوبه راپاڅېدل نور به ډېر ناوخته شوى وي چې چا سره د سيالۍ جوګه وي او خپل حق وغواړي.