د خوست ولايت له پوهنې رياست سره د کتابونو مرسته وشوه .
خوست ولایت: دآیشیا فوندیشن موسسی لخوا نن د وږي په 11 مه، د خوست ولايت له پوهنې رياست سره د ۲۴ كارتنو علمى كتابونو مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د نوموړى مؤسسې له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د آيشيا فونديشن دموسسى د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.
دغه ۲۴ كارتنه چى په هر كارتن كى ۴۰ جلده ساينسى، رياضي او فرهنګى كتابونه شامل دى چى مجموعى لګښت يى ۵۰۰ زره افغانيو ته رسيږى دآيشيا فونديشن موسسى لخوا دخوست ولايت دلكن، نادرشاه كوت، زوړ كوت او عبدالحى حبيبى ليسو وكتابخانو ته تسليم كړاى شى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه