د نشه یی توکو او جنایی جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو اداری چارواکو اندیښنه وښوده چی د افغانستان په دولتی نظام کی اداری فساد د نشه یی توکو د قاچاقوړنکو پرضد مبارزه پڅه کړیده.دنوموړی اداری مشر انتونی ماریا کاستونی دغه څرګندونی د چهارشنبی پر ورځ په کابل کی یوی خبری غونډی ته وکړی، ښاغلی کاستونی زیاته کړه چی دنشه یی توکو یوشمیر نیول شوی قاچاق وړونکی ځینی خوشی شوی او ځینی نور تښتیدلی دی.
نوموړی دافغانستان له راتلونکی اداری وغوښتل چی پدی برخه کی خپلی هڅی ګړندی کړی.
ده زیاته کړه چی په افغانستان کی د نشه یی توکو په اړه دنوموړی اداری او افغان دولت ګډه سروی چی په دوه زره نهم میلادی کال کی شوی ښیی چی دنشه یی توکو په کښت کی دوه ویشت سلمه کوالی راغلی دی.
دی خبری غونډی ته د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزیرجنرال خدای داد وویل د افغانستان په شلو ولایتونو کی دنشه یی توکو کښت صفر ته راټیټ شوی او یواځی څلور ولایتونه چی ددولت وسله وال مخالفین پکی فعال دی دنشه یی توکو بوتی ورکی په پراخه توګه کرل کیږی.
ښاغلی خدای داد وایی که چیری نړیواله ټولنه ورسره زیاته مرسته وکړی نو په روان کال کی به د نشه یی توکو څخه دپاکو شویو ولایتونو شمیرله شلو پنځه ویشتو ته اوچت کړی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه