کور / تازه خبرونه / دولت اته تنه طالبان په فراه ولايت كي نيولي دي

دولت اته تنه طالبان په فراه ولايت كي نيولي دي

دفراه ولایت امنیې چارواکې وای چی په دو جلا پیښو کې یۍ اته تنه وسله وال طالبان دتخریبې عملیاتو د ترسره کولو په وخت کی ونیول.

دوی وای دری تنه دغه کسان د سرک دغاړی دماین دخښولو او پنځه تنه نور دانفجاری ټوکو دانتقال په وخت کی په دلارام او پشت رود ولسوالیو کې نیول شول دی.

ه دغه نیول شوی کسان نه دری تنه دخپل لاسی بم دپټاو په وخت کی ژوبل شوی دی چی صحی حالت یې نازک بلل شوې دی .

دفراه ولایت په پشت رود ولسوالې کی میشت طالبان په دی ورستیو کی د تخریبی عملیاتو دترسره کولو لپاره دسرک په غاړه کی دماین شخولو ته یی مخه کری ده.

په تیر یو اونی کې تر لس دیر امنیتی سر تیرې او ولسی وګری ددغو خښ شوو ماینونو ښکار شوی دی .

خو تیر ماښام په پشت رود ولسوالی کې دری تنه طالب اروپکی دیو ماین دخښولو په وخت کی خپل د ماین په پتاو کی ژوبل شول.

دلویدیځ زون د ساوحوی پولیسو ویندوی عبدالروف احمدي وای دغه دری طالب اورپکی د ناټو او افغان ځواکنو دکاروان په مخ کې دماین دخښولو په حال کی ول چی ددوی ماین پر پټاو شو.

احمدی زیاتوی دغه کسان چی صحی حالت یی نازک دی دپولیسو له خوا په سیمه کی ونیول شول .

دسرک دغاړی دماین کارول دطالب اورپکو نوی ټاکتیک دی چی دهغو په پلمه افغان او بهرنی سرتیری په نښه کوی .

په هم دی حال کی دپولیسو ویندوی زیاتوی: ( پنځه تنه نور طالبان بیا د فراه ولایت په دلارام ولسوالی کی د نیمروز ولایت په لاره کی د پولیسو له خوا ونیول شول.)

ښاغلی احمدی وای دغه کسان دکندهار- فراه او فراه – نیمروز په لویو لارو کی د تخریبی عملیاتو په سازماندهې تورن دی .

دی وای نیول شوی کسان دهلمند ولایت اصلی اوسیدونکی دی .

طالب ارو پکو تر اوسه ددغو کسانو دنیولو په هکله رسنیو ته څه ندی ویلی .

فراه ولایت دهیواد دهغه ناامن ولایتونو په شمیر کی راځی چی طالب اورپکی پراخ شتون پکی لری او هر وخت د تخریبی بریدوتو او انسان تښتونی شاهد دی .

دوی ورځی وړاندی هم په دی ولایت کی دیو لړ نظامی علیاتو په ترڅ کی اته تنه وسله وال طالبان مړه او تپیان شوی ول .