په میدان وردګ ولایت کې دکلیو پراختیا وزرات دڅه باندې (۶۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۴۷) بېلابېلو بشپړو شوو پروژو اسناد چې دسويډن مرستندویه موسسی لخوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وی دیوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دکلیوپراختیا ریاست ته وسپارل شول.
په جوړه شوې غونډه کې دولایت مرستیال علي احمدخاشع ،سويډن مرستندویه موسسی استازو،دکلیوپراختیا ریاست مسولینو او پرمختیایي شوراګانو اسازو ګډون کړې وو، غونډې ته دولایت مرستیال دملي پیوستون پروګرام په موثرتوب او ملي توب خبرې وکړی او زیاته یې کړه چې ددغه پروګرام نه میشت ولسونه خوښ او هم یې پرمختګ متوازن دی .
ورپسې د کلیو پراختیا ریس جان محمد حکمت دسویډم مرستندویه موسسی ترسره کړې کارونه ښه وه اروزل او زیاته یې کړه چې نوموړی موسسی د ولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې د ملي پیوستون پروژې د پرمختیایي شوراګانو په خوښه او مشوره پلې کړې چې میشتو ولسونو ته دمنلو وړ دي، ښاغلي حکمت جو پرمختیایي شوراګانې هم لازیاتو مرستو او همکاریوته وهڅولې او د دوۍ ونډه یې په نوموړی پروګرام کې مخکښه وبلله .
په اخرکې د سويډن مرستندویه موسسی په استازیتوب ښاغلي ځدران دخپلو ترسره کړو کارونو ټولیز اسناد د کلیوپراخیتا ریاست ته وسپارل او د پروژو په تطبیق کې یې دلازیاتو کوښښونو ژمنه وکړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه