کور / تازه خبرونه / ملګرو ملتونو له طالبانو د سولي ورځي دنمانځلو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو له طالبانو د سولي ورځي دنمانځلو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ددفتر چارواکو له وسله والو طالبانو وغوښتل چی د سولی نړیوالی ورځی ته په درناوی دی له هر ډول جګړی ډډه وکړی.

د ملګرو ملتونو ددفتر ویاند ډاکټرنظیف الله سالارزی دغه غوښتنه د سه شنبی پر ورځ  په کابل کی د سولی ورځی لپاره د کمپاین د پرانیستی پر مهال رسنیو ته وکړه.

ښاغلی سالارزی وویل د سولی نړیواله ورځ چی د سپتمبر په یو ویشتمه نیټه په ټوله نړی کی لمانځل کیږی په افغانستان کی هم دا ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان په نوښت هر کال لمانځل کیږی چی دا ورځ له دریو کلونو راهیسی په افغانستان کی په پراخه کچه لمانځل کیږی.

نوموړی د یوی ورځی لپاره په افغانستان کی دسولی د نړیوالی ورځی د لمانځلو موخه نا امنه سیمو  ته پر اړو کسانو باندی د خوراکی توکو ویش او د پولیو واکسین تطبیق وښود.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ددفتر ویاند وویل سږ کال به هم دوی بیلابیلوجګړی ځپلو سیمو ته بشری مرستی اړو کسانو ته ورسوی .ده زیاته کړه چی سږ کال دسولی پر ورځ بیا هم دماشومانو لپاره د پولیو واکسین شامل دی.