کور / تازه خبرونه / هرات: شپږسو لپ ټآپ کمپیوټرونه زده کونکو ته وړیا وویشل شول

هرات: شپږسو لپ ټآپ کمپیوټرونه زده کونکو ته وړیا وویشل شول

تیر ورځ دهرات ولايت د بي بي شهر بانو متوسط ښونځی زدکونکو ته شپږسو دانه لپ ټاپ کمپیوټرونه وويشل شول.

د پوهنې وزارت ددغو لپ ټاپونو د ویش هدف په افغانستان کې د زده کړې د کچې د لوړولو او د ښوونې او روزنې د سیسټم د لا پرمختګ او زده کوونکو ته په خپلو ورځنیو درسونو كې د نوې ټكنالوژۍ د كارولو د زمينی برابره ول بیان کری دی .

دهرات ولایت دمعارف دریاست ویاند كامران تقوي وای ددغه کامپیوټرونو دویش لمړی پړاو پرون سهار دهرات ولایت د سپنی ادی د بی بی شهر بانو د ښونځی نه پیل شوو.

په دغه پراو کی ددغه ښونځی شپږسو زده کونکو ته لپ ټاپونه وویشل شول.

ښاغلی تقوی وویل: ( ددغه کمپیوټرونو په ویش سره نور نو زدکونکی به و مکتب ته دکتاب، کتابچی او قلم وړلوته به احتیاج نه لری . ځه که چی په دی کمپیوټرونو کې تعلیمي نصاب، د زده کوونکو لپاره د مالوماتو زیاتې سرچينې، انترنتي اسانتیاوې او نور ښوونیز پروګرامونه چمتو شوي دی.)

دا کمپیوترونه یواځې۶.۵ ولته بریښنا لګښت لري او داسې ښیښه یا سکرین لري چې کیدای شی په د لمر د وړانګو له شتون سره چارچ شی .

هرات ولایت تر کابل او ننګرهار ورسته دریم ولایت دی چی ده هر ماشوم یا زده کوونکي ته د یو لپټاپ پروګرام په کی پلی شوو.

دهرات ولایت دمعاف چارواکی وای دغه لپ ټاپ کمپیوټرونه په وړیا توګه دهرات ولایت و زدکونکو ته وویشل شول .

دغه پروژه د پوهنې وزارت تر مشري لاندې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزارت سره په ګډه همکاري او د روشن مخابراتی شرکت او د امریکا د متحده ایالتونو پراختیایی ادارې (یو- اس – آی- ډي) له پر مخ ځي.