کور / تازه خبرونه / د معمر القذافي خيمي امريكايان غوصه كړي دي

د معمر القذافي خيمي امريكايان غوصه كړي دي

د امريكا د نيو جيرسي ولايت اوسيدونكو او چارواكو ويلې چي دوي به هڅكله دليبيا ولسمشر معمر القذافي ته چي يو دكتاتور او دترهګرو پالونكي يي بولي هركلي و نه واي .

ددغه ولايت اوسيدونكي په دي هم غوصه دي چي قذافي به راتلونكي مياشت خپله دوديزه خيمه په نيو جيرسي كي د ليبيا د سفارت په بڼ كي ووهي .

د يادوني وړ ده چي د ليبيا ولسمشر قذافي د قصر يا ماڼۍ پر ځاي يواځي په يوه دو ديزه خيمه كي كيښنې او همدلته خپل ميلمانه استقبالوي او بهر ته د سفر په وخت دغه خيمه له ځان سره ليږدوي .

د ليبيا او امريكا تر منځ دپلوماتيكي اړيكي څه د پاسه .40. كالو راهيس غوڅي وي او په ليبيا د امريكا له لوري بنديزونه هم لګيدلي ول چي بيا په 2004 كي د دواړو له لوري د اړيكو د جوړيدو په موخه لومړې ګامونه واخيستل شول.

معمر القذافي په راتلونكي مياشت كي د ملګرو ملتونو د سرمشريزي غونډي كي د ګډزن لپاره امريكا ته د 40 كالو وروسته ځي .