سپوږمۍ راډيو يوه خپلواکه خبري ، او ټولنيزه راډيو ده، دغه راډيو به ډېر ژر په کابل ښار کې د ايف ام په ١٠٢،٢ څپو خپرونې پيل کړي او ترهغې درې مياشتې وروسته به خپلې خپرونې د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي .
سپوږمۍ راډيو په کابل کې څلورو کسانو ته چې دلاندينيو شرايطو درلودونکي وي، اړتيا لري .
١- د راډيو د مارکيټينګ (بازار موندنې) مسوول :
يوکس ( نارينه )
_د مارکيټينګ په برخه کې بايد دوه کلنه تجربه ولري
_د هيواد ځينو ولايتونو ته دخپلې کاري دندې په موخه دتګ جوګه وي .
_ دخپلې کاري اړتيا په کچه په پښتو دري اوانګريزي ژبو او کمپيوټر وپوهېږي .
٢- د اخبار ويانده :
يو کس ( ښځينه)
_ منځنۍ زده کړې يې بشپړې کړې وي .
_ په پښتو او دري ژبه ليکل او لوستل وکولاى شي .
_ د انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري.
٣- د ښځو ، ځوانانو ، فرهنګي او ټولنيزو خپرونو پروديوسره:
يوکس ( ښځينه)
د ژورناليزم ، ادبياتو او ښکلو هنرونو په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې ولري .
د راډيويي پروګرامونو په برخه کې د کار لږ ترلږه يو کلنه تجربه ولري.
په پښتو او دري ژبه ليکل او لوستل وکولاى شي
د انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري
٤- د سياسي بحثونو چلوونکى:
يوکس ( نارينه )
د ژورناليزم او ادبياتو په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې .
دژونديو خپرونو دکوربه توب وړتيا .
په پښتو او دري ژبه پوره تسلط
د انګلسي ژبې سره بلدتيا
د ويب پاڼې لپاره د سياسي بحثونو د متن چمتو کول .
د کار دوه کاله تجربه
په سپوږمۍ راډيو کې د نوموړو دندو لپاره مينه وال کولاى شي خپلې پېژند پاڼې په انګريزي ژبه تر لسو ورځو پورې په لاندينۍ پته را واستوي .
0786001177