کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره له انتخاباتو سره تړلي مسایل او پدې اړه په لویدیځو رسنیو کې په کیدونکو تبصرو مطالب خباره کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د ناټو او امریکايي ځواکونو د قومندان په وروستۍ څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې نړیوال ځواکونه باید د افغانانو پر خوښه تمرکز وکړي.

ورځپاڼې په دوام کې د جنرال مک کریسټال دا سپارښتنه هم راخستې، چې بهرني ځواکونو باید تر هر اقدام مخکې فکر وکړي، خپل اقدام او عمل ته د افغانانو په سترګه وګوري او که دوی افغانان وزوروي نو باید د خپلې ماتې په تمه اوسي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د څارونکو دا نظر راخستې، چې د امریکا په تکتیک کې د بدلون پرته په افغانستان کې وضع ښه کیداې نشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان به انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د لویدیځو رسنیو پر تبلیغاتو تبصره شوې او لیکل شویدي، چې لویدیځ غواړي پدې ډول پر ولسمشر کرزي خپل شرایط ومني.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې بهرنیان خبرداره کړي، چې باید خپل حد وپیژنې، ځکه د ورځپاڼې په وینا دوی حق نلري، چې د هغو انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، چې افغان ولس پکې د سر په بیه ګډون وکړ.

ورځپاڼې په دوام د برتانیې د وتلي سیاستوال پډي اشډوان دا خبردارې راخستې، که امریکا د افغانستان د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي نو دا به د انتخاباتو ټول بهیر داسې اغیزمن کړي، چې بیا به يې لویدیځ هیوادونه د جبیره کولو ځواک ونلري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو روان حالت حیړلې اود بښنې د نړیوال سازمان په حواله يې لیکلي دي، چې په افغانستان کې ملکیان له کلک ګواښ سره مخ دي.

افغانستان تایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په هیواد کې د شویو انتخاباتو په اړه د لویدیځو رسنیو په رابورونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دداسې بې بنسټه رپورټونو له لارې باید د انتخاباتو باور له منځه یو نه وړلې شي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې هم شویو انتخاباتو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې د اکثریت غوښتنې ته باید درناوې وشي.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د وسلوالو مخالفینو حالت انځور کړې او هغوی يې د شیندل کیدو په حالت کې ښودلي دي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د ورپیښو ګواښونو په پام کې ساتلو سره د امنیت برخې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې او لیکلي دي، چې افغانان باید پدې برخه کې د بهرنیانو په تمه نشي.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه د امریکا او نورو هیوادونو څرګندونو ته په اشارې ددوی په وړاندې د افغانانو یو مټي کیدو غوښتنه کړې او امریکا او نورو هیوادونو ته يې سپارښتنه کړې، چې د شویو انتخاباتو په اړه دې عامه ذهنونه نه خرابوي او د خلکو د رایو درناوې دې وکړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان په صادراتو کې د کمي عوامل څیړلي او لیکلي دي، چې د صادراتو د کچې د پرې وتلو یو اساسي علت د حکومت بې کفایتي ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې په حواله لیکلي دي، چې په راتلونکې کال کې په هیواد کې د سر شمیرنې ترسره کول امکان نلري ، ځکه ددې ادارې په وینا امنیتي حالات ددې کار اجازه نه ورکوي.