د تخار ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كوونكو ترمينح خزانى سپورتي سيالۍ ترسره شوې .
د والیبال په هغه لوبوكې چې نن دروان کال دلړم دمیاشتی په۲ مه ، د تخار ولايت مركز دنسوان نمبر اول او بى بى مريم دلیسو دزده کوونکو ترمینځ دنسوان نمبر اول په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى چى د لوبى په پايله كى ۱۵-۱۵ د ۸-۶ په مقابل كى دنسوان نمبر يك ليسى په ګټه پاي ته ورسيدی.
د یادونی وړده چی دوالیبال دغه سیالی دتخار ولایت د پوهنې رياست دبدنى روزنۍ دآمريت لخوا په لاره اچول شوى چى دا ډول سياليو موخه د زده كوونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو څخه د زده كوونكو راګرځول دى.
د يو بل خبر له مخي په غور ولايت كى دولايتى بيارغاونى تيم نن د لړم په ۲ مه د غور ولايت له پوهنې رياست سره د يوه پايه كمپيوټر مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د ولايتي بيارغاوني تيم له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د نوموړى تيم د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.
دغه كمپيوټر به دغور ولایت دزراعت لیسی مدیریت ته تسلیم شی.