مېرمن جين مک کېنزي د جنګ او سولي د انستيتوت مشره ده، او په افغانستان کي دېره ده. مېرمن جين مک کېنزي دغه راز په کابل کي د ګلوبل پوسټ نیوز خبرياله هم ده. هغه څلور کاله کېږي چي په افغانستان کي د ځوانو خبريالانو په روزولو لګيا ده. هغې د افغانستان په مختلفو سيمو کي تحقیق او سفرونه کړيدي، او د هغې ليکني د غرب په مختلفو مطبوعاتو کي خپرې سوي دي. مقاله کټ مټ ترجمه سوې ده.
د افغانستان د رايو اچول لا روان ول چي د متحده ایالاتو حکومت، ملګرو ملتونو، او اروپايي اتحاد انتخابات کاميابه اعلان کړل. سمدستي د رايه ورکونکو د جرات او شهامت ستايل پيل سول، او د انتخاباتو کارکونکو ته د هغوی د نسبي موثريت په خاطر مبارکي او افرين وویل سو.
که چيري د افغانستان انتخابات د شرم او ټګۍ بېسارې بېلګه نه وای، د بهرنيانو دا اقدام به يوازي د خندا وړ وای. خو د افغانستان انتخابات تشدد او بېساري تقلب کاملا بې اعتباره کړل، او ددغه انتخاباتو د نتايجو اعلان به د افغان ولس هيڅ خوشحاله نه کړي ځکه هغوی پدې تېرو اتو کلونو کي له اداري فساد، بډو، او بد حکومت څخه ستړي او ستومانه دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی کې ایدي دونه وارخطا او په بېړه کي وو چي د اګسټ پر ۲۰ مه يې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي د انتخاباتو ورځ ” دافغانستان لپاره ښه او نیکمرغه ورځ” وبلله. د ښاغلي کې ایدي تبصرو د انتخاباتو په باب یو بد خونده او تریخ حقيقت لا څرګند کړ، او هغه دا چي دا انتخابات اصلا د افغانانو لپاره نه ول.
په عوض کي، د انتخابات اصلي هدف په نیویارک، لندن، پاريس، او روم کي عامه خلک پدې راضي او قانع کول ول چي د هغوی عسکر او حکومتونه خپلي ويني او پيسې په يوه کوچني جنګ ځپلي اسيايي ملک کي بې ځايه او عبث نه مصرفوي.
که چيري دتېري پنجشنبې ورځ په رشتيا هم “ښه ورځ” وه، نو بده ورځ به څرنګه وي. په همدې ورځ په کابل کي د سهار تر اتو بجو پوري درې چاودني وسوې، او څو نوري چاودني وروسته د ورځي په جریان کي پسې وسوې.
هغو خبريالانو چي له جنوني سيمو څخه يې زموږ دفتر ته رپوټونه را کول، ټوله ورځ د راکټونو په خاطر د پروت او ځغستا په حالت ول. له هغوی څخه د رپوټونو د اخيستلو پر مهال موږ په کابل کي پخپل دفتر کي د راکټونو ګړزهار اورېد. د ورځي تر پايه، په هلمند کي ۱۴ راکټه او په کندهار کي ۱۷ راکټ ولګېدل.
لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل سول،خو ښايي د مړو شمار زیات وي. څونه زيات؟ موږ ته معلومه نده، ځکه د افغانستان حکومت د مرګ ژوبلي پر خبرونو باندي بندیز لګولی وو.
په انتخاباتو کي د خلکو ګډون حداقل وو. حتی په کابل کي لا زياتره د رایه اچولو مرکزونه نيم تش تور ول. د ۲۰۰۵ په پارلماني انتخاباتو کي یوازي ۳۶ فيصده خلکو برخه اخيستې وه. څه چي ما د پنجشنبې په ورځ ولېدل د خلکو ګډون تر پخوا لا ډېر کم وو. خو بيا هم د انتخاباتو مستقل کمیسیون د ۴۰ او ۵۰ فيصدو مستحقو خلکو د برخي اخيستلو لاپی شاپي وهي.
دا احصايي ټولي عمومي دي. په افغانستان کي حتی دا لا هم نده معلومه چي په ټول هېواد کي څو تنه رايه اچونکي سته. د انتخاباتو مستقل کميسيون په اطمینان سره ویلای سي چي له ۲۰۰۴ راهيسي يې ۱۷ ميلونه د رايو د راجسترېشن کارډونه وېشلي دي. خو حقيقت دا دی چي زیاتره رایه ورکونکو څو کارډه لري، او يا يې خپل پخواني کارډونه ورک کړي او اوس نوي کارډونه اخلي.
مطبوعات د پنجشنبې د ورځي په انتخاباتو کي د اوو ميلونو خلکو د ګډون ادعا کوي. په حقيقت کي د دوي د خبرو مانا دا ده چي ۷ ميلونه رايي ورکړه سوي دي. دا دوې خبري کاملا فرق سره لري. د رايه ورکولو پر وخت يوازي د راجسترېشن کارډ غوښتل کېده. دا کارډ نه امضا لري او نه هم دګوتي نښان لري. قومي او محلي مشرانو چي په اکثرو ځايونو کي يې د رايو اچولو مرکزونه اداره کول، له څو اونيو راهيسي يې د رايو کارډونه راغونډول او کاپي يې ترې برابرول، او خلکو ته يې ويل چي دا کار د هغوی لپاره مادي او مالي مرستي د راټولو په خاطر کوي.
پدې ترتيب، د خلکو کم ګډون لا ښه وو. که چیري په يوه ناحيه کي ۵۰۰ کارډه وېشل سوي ول، او د ورځ په اخر کي فقط ۱۰۰ تنو رايه ور کړې وه، د رايي د مرکز مشر باقي پاتي ۴۰۰ رايي د خپل خوښي کانديد ته ور کولې.
په سلهاوو میلون ډالره په همدې چټيياتو او عبث کار باندي مصرف سول. مګر ددې انتخاباتو اصلي تراژدۍ د بې ځايه پيسو لګول ندي، بلکي څه چي بين المللي ټولني افغانانو ته وښوده هغه دا چي ډیموکراسي هسي خوشي تظاهر او رياکاري ده. د افغانانو په مينځ کي، ددغو انتخاباتو لپاره له اوله سره هم اعتماد او علاقه ډېره کمه وه.
په اغلب ګومان به ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتو په لمړی پړاو کي تر ۵۰ فيصده زياتي رايي تر لاسه کړي، او بين المللي ټولنه به رډ رډ ور ته ګوري. په کابل کي یو دپلومات وايي، “موږ نسو کولای چي په رډو سترګو دې غلا ته وګورو. ”
مګر موږ څه چاره لرو؟ په تېرو څو اونيو کي، اروپايي اتحاد، د متحده ايالاتو سفارت، او نورو بين المللي لوبغاړو د دوهم پړاو خبري کولې. اوس، دا کار هله ممکن دی که چيري د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون ډېري رايي غلطي وګني څو د حامد کرزي رايي تر ۵۰ فيصدو راکښته کړي.
هله به ضرور انتخابات دوهم پړاو ته ور داخلېږي ، او په اغلب ګومان به ډاکټر عبدالله او حامد کرزي په اکټوبر کي سره ښکر په ښکر سي.
ښاغلي اوباما د ګانا پارلمان ته ويلي وو، ” هيڅوک نه غواړي چي په يوې داسي ټولني کي ژوند وکړي چيري چي د قانون د حاکميت پر ځای د رشوت او ظلم حاکميت وي. دا ډیموکراسي نده، دااستبداد دی، حتی که چيري په همدې نظام کي وخت نا وخت انتخابات هم په لاره واچول سي. ” البته، ښاغلي اوباما هله د افغانستان په باب خبري نه کولې، خو د هغه د پرونۍ خبري د نن ورځي د افغانستان د انتخاباتو په باب ډېر صدق کوي.