د عراق يو ستر سياسي او ديني او د عراق د لوړي اسلامي شورا او د حاكم ايتلاف مشر عبد العزيز الحكيم د سرطان د مرض له كبله پرون د چهارشنبي په ماښام د تهران په يو روغتون كي د ,۵۹. كالو په عمر و مړ ,
د مرحوم ځوي عمار الحكيم د خپل دپلار مړينه تاييد كړې او ويلي دي چي پلار ېي د۲۰۰۷ كال راهيسي دسرطان په مرض اخته وو ,
ښاغلي حكيم د صدام د رژيم كلك مخالف وو چي د ۲۰۰۳ كال را په ديخوا د عراق يوه پيا وړي سياسي څېره بلل كيده .