ډېرومحترمو لوستونکو زه نه پوهېږم چي دفراه دولایت په اړه څومره معلومات لرئ خو راځئ چي زه یوڅه مالومات درکړم .
دا اخبار اورسنۍ هم څنګه شی ده دهر څه نه پرده پورته کوي او واقعیتونه خلکو ته راڅرګندوي او یا هم د هر شي نه سترګي پټي کړي او صرف په دروغو ویلو اوتبلیغاتو بسنه کوي .
تاسي شاید ډېري لیکني د فراه د آبادۍ او دخلکو د ستونزو په اړه ددولتي چارواکواویاهم د بین المللي ټولنو د ځینو ویاندویانو له خوا اورېدلي وي چي په فراه ولایت کي ډېر کار سوی او دولت دې پرمختللي او آباد ولایت ته بشپړه پاملرنه کړې همدارنګه د پارلمان وکیل صاحبان خو بیخي ټوله ورځ بېل په لاس دودانۍ لپاره کارکوي . دولایتی شورابه درته څه و وایم هغه خو شپه او ورځ نه لري ، هو همداسی ده د الله په فضل د فراه خلک اوس بیخي په غوښه پټ دي او ټولي ستونزي یې په بشپړه توګه حل سوي د ي.
راځئ چي وګورو د فراه په ولایت کي څومره کار سوی او چا څه کړي که څه هم زه نه غواړم چي په دولتي کارونو اویاهم د اینجو ګانو په هکله کوم تشبس وکړم خو ماته داډېره په زړه پوري ده چي وپوهېږم او خلک هم په دې خبر کړم چي زما په ښکلي کلي او ولایت کي ډېر کارونه چي انتظارمو نه درلود سوي دي ؛ زموږ دکلي خلک اوس بیخي خپل پر پښو ولاړ دي هیڅ دې ته اړ نه دي چي د ایران ومملکت ته د مزدورۍ او ډوډۍ پیداکولولپاره ولاړ سي او هلته په بېلابېلو نومونو ونومول سي او ډېر ښه نسبتونه ورته ورکړل سي دبېلګي په توګه زه یې یو څو دلته لیکم (افغاني بي شعور ،افغانی کثافت …………..)او همداسي په لسګونو نورچي زما د قلم له وسه وتلې خبره ده چي زه یې دلته ولیکم خو صرف ۷۰ په سلو کي زموږ خلک اړ دي چي ایران ته ولاړ سي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولولپاره دا خبري واوري دا ددې لپاره چي زموږ دولت توانېدلی ترڅو زموږخلک د بې روزګارۍ نه وږغوري او دوی ته ډېره پاملرنه وکړي په دولت یې څه چي خلک څه اوري څه ویني څه خوري او څنګه ژوند تېروي ؛ ددوی جېبونه خو ډک دي .
ښه دا به پرېږدو نوري ډېري ستونزي وې چي دولت ورته ډېره پاملرنه کړې او د هغوی د حل لاري یې څېړلي خیر دئ که دا یوه یې ډېره جدي نه ده نیولې په نورو اړخونو کي یې خو ډېر څه کړي ، یوه بله خبره مي اوس رایاده سوه او هغه داچي ځینو اینجو ګانو چي دکمک په موخه دې ولایت ته راغلي او ډېر غټ فنډونه او ډېري پیسې یې راوړي په دې وروستیو کي یې دفراه ولایت ټولي ستونزي څېړلي او دې نتیجې ته رسېدلي چي د فراه خلک کومه ستونزه نه لري ټول په نس ماړه دي نو ځکه یې داتصمیم نیولی چي دڅارویو خدمت وکړي او څاروۍ د لوږي نه وژغوري تر کومه ځایه چي زه خبر یم دوه نیم میلونه ډالره یې پر کونجاړی ورکړي زما په آند ډېري لږي پیسې یې مصرف کړي او هغه هم ددولتي چارواکو په مشوره خو که چیري ددې دولتي چارواکو پر ځای زه وای ما خو به داسي ورته ویلي وای چي داپیسې دي پر کومي فابریکې مصرف سي چي د بې روزګارانو تعداد یو څه راټیټ سي خیر څه به یې کوو دا خو هم یو خدمت دئ چی زموږ خلکو ته کیږي او دا خو په موږ بیا هیڅ اړه نه لري خپلي پیسې یې دي پرېږده چي هر څه یې کوي یو څه که موږ ته نه راکوي زموږ چارواکو ته خو به یې ورکوي ددوی جېبونه خو به ورسره درانه وي خیر دئ که د خلکو ستونزي نه په هواریږي ددوی بچي خو به دشپې ماړه وي په ملت یې څه ؛ داپیسې خو به ددوی په نامه نه راځي اوددوی دژوندانه د ښه کولو دپاره خو هم دا پلانونه دي، څه به یې کوو سر به پري نه خوږوو خپل کاربه کوي .
زموږ ولایتي شورا خو هم په دې ښه پوهېږي آخر دوی خو د خلکو استازي دي او د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره دولت او اینجو ګانوته مشورې ورکوي دوی خو څه ورسره شریک نه دي دوی خو د خلکو څخه رایه تر لاسه کړې او ددوی لپاره کار کوي او مهمه دا چي دوی په هر څه خبر هم دي او سر هم په ګرځوي چي دا کسان څه کوي خیر دئ که دوی ځیني نور مصروفیتونه لکه دځینو کارونو لپاره واسطه کېدل په غیر قانوني توګه د مجرمینو سره د خوشي کولو کمک د خپلو خپلوانو سره په ځینو اړخونو کي مرسته کول او هم داسي نور چي ټوله ورځ په اخته وي هم لري ، سربېره په دومره مصروفیتونو بیا هم د خلکو سره کښېني او ددوی ستونزي اوري او بیا یو ښه پلان جوړوي چي دا خو هیڅ ددوی کار هم نه دئ خو دوی یې کوي آخر د خلکو استازي دي خلک ورباندي حق لري باید یې وکړي او که زه ددوی هر یوه پر ځای وای نو ما به اوس د کمپاین پر ځای د خلکو د ستونزو هوارلو دپاره ددوی سره کتلي وای او هیڅ چاته به مي کمپاین نه وای کړی خیر دا خو ښه خبره ده چي کمپاین وکړو په خلکو یې څه استازي خو باید داسي وي .
د پارلمان وکیل صاحبان خو بیا هره ورځ په وزارتونو کي وي او وزیر صاحبانو ته ګواښونه کوي دوی خو به څه د خلکو استازي نه وي چي دخلکو ستونزي په ګوته کړي خپل شخصي کارونه لري په وزیر صاحبانو یې کوي خلک پر دوی څه حق لري دوی خو به څه وعدې خلکو ته نه وي ورکړي او که بیا یې ورکړي هم وي دوی ټوله ورځ ددوی دستونزو هوارولو لپاره په وزارتونو ګرځي خیر دئ که یو څه خپل شخصي کارونه پر دوی کوي یو دوه په سلو کي خو به دخلکو ستونزي هم په ګوته کوي او که هغه هم ونه کړي په خلکو یې څه دوی خو به ددې لپاره رایه نه وي ورکړې . یو بله خبره چي اوس رایاده سوه هغه داده چي ځیني محترم وکیل صاحبان چي د خلکو په استازیتوب پارلمان ته تللي وه اوس یې نوې جبهه ددولت په ضد جوړه کړې خلکو خو دهمدغه لپاره ورته رایه ورکړې وه داوعده خودوی نه وه کړې چي صرف دولایت او د خلکو ستونزو ته به ګوري او هغه بله اغلې خو بیخي د خلکو دستونزو هوارولو ستړې سوه او ټولي ستونزي یې حل کړې اوس په خارجي سفرونو لګیا ده او ځان ته شهرت ترلاسه کوي او کېدای سي په راتلونکي کي ډېره غټه سي بیا په هغه وخت کي به د خلکو ستونزي وڅېړي اوس خو به دچا استازې نه وي او داهم دې لپاره یې د خلکو څخه رایه اخیستې وه هغې ته خو جنجال او آواز اچتول ډېره ګټه لري خو ها!
نه ددې لپاره چي د خلکو ستونزي په ګوته کړي یوازي ددې لپاره چي نړیوال یې وپېژني او ورته ډېر لوړ لوړ القاب ورکړي په خارج کي د ځینو کړیو له خو سمینارونه دایر سي او ددې د ژوند په هکله کتاب ولیکل سي زما په آند دا خوبه موږ ته ډېره ستره لاسته راوړنه وي چي یوه داسي نومیالۍ ولرو په خلکو یې څه دا خو خپله شهرت تر لاسه کولای سي په ښه هوټلونو کي ډوډۍ خوړلی سي که خلک د لوږي مري او یا هم دبې امنیتۍ څخه خپل اوج ته رسیدلي وي داخو به په دې اړه نه لري ، دې ته خو به خلکو ددې دپاره رایه نه وي ورکړې چي ددوی د حقونو لپاره په دولت کي مبارزه وکړي او د ستونزو په هوارولوکي د خلکو په څنګ کي ودریږي هغه بل خو بیاهره شېبه درخصتۍ انتظار باسي چي څه وخت خپل کور ته خارج ته ولاړ سي د خلکو سره لیدل خو به څه دده کارنه وي دی خو به د خپلو بچو سره خوشحاله وي ، پاته نور ښاغلي خو بیا د رخصتیو په موده کي په پلازمېنه کابل کي بستر غوړولی وي ، او هلته د رخصتیو څخه په فرصت خپل شخصي کارونه په وزارتونو کي مخ ته بیايي .
پای
هرات ولایت
نېټه ۱۳۸۸/۰۵/۲۸