کور / اسلامي / د روژې فضائل (۱)

د روژې فضائل (۱)

اول فصل

حضرت سلېمان رض فرمايي:

چي نبي كرم r د شعبان په اخري ورځ موږ ته نصيحت وكړى. او وې فرمايل:

اې خلكو! پر تاسو باندي يوه مياشت راروانه ده چي لويه مباركه مياشت ده. په دې كښي يوه شپه ده شب قدر چي تر زرو مياشتو بالاده. الله تعالى د دې مياشتي روژې فرض كړې دي. او د دې شپې تراويح يې د ثواب شى ګرځولې دي. څوك چي په دې مياشت په يوه نېكي د الله تعالى نزدېكت حاصل كړي هغه دا رنګه دى لكه بېله روزې چي فرض ادا كړي. او څوك چي په دې مياشتي كي يو فرض ادا كړي لكه په غير روزه كښي چي اويا فرضه ادا كړي. دا مياشت د صبر ده او د صبر بدله جنت ده. او دا مياشت د خلكو سره غمخواري كونكې مياست ده. او په دې مياستي كي د مؤمن رزق زياتېږي. څوك چي يوه روزه دار ته روزه مات وركړي د هغه ټوله ګناهونه بخښل كېږي. او د اور څخه د خلاصېدو سبب ګرځي. او د روژه داره ثواب په شان به ده ته هم ثواب وركول كېږي. خو د دې روزه داره د ثواب څخه به هيڅ شى هم نه كمېږي.

صاحبه كراموt عرض وكړې چي:

اې د الله تعالى رسوله! په موږ كښي خو هيڅ څوك دومره طاقت نه لري چي روزه ار ته دي روزه مات وركړي.

نبي كريم r وفرمايل:

-(چي كه څه هم پوره مړول هم نه وي) دا ثواب خو الله تعالى په يوه خورما او په يوه ګلاص اوبو او په يوه ګلاس شيدو وركولو سره هم وركوي. دا يوه داسي مياست ده چي د دې اوله حصه د الله تعالى رحمت دى. او منځنۍ حصه يې مغفرت دى. او اخيره حصه يې د اور څخه خلاصي ده. څوك چي په دې مياست كښي د خپل غلام كار سپك كړي الله تعالى ج د هغه مغفرت كوي. او د اور څخه يې خلاصوي او د څلورو شيانو پر ده باندي فراخي راولي. په هغه كښي دوه شيان د الله تعالى د رضا لپاره وي او دوه شيان يې دا رنګه دي چي د هه څخه تاسو نه سي خلاسېداى.او دوه شيان چي په هغه سره تاسي خپل رب راضي كړئ. هه د كلمه طيبې او د استغفار ډېر والى دى. هغه نور دوه شيان دا دي چي د جنت طلب كوي. او د اور څخه پناه غواړئ. څوك چي روزه داره اوبه كړي الله تعالى به (هغه د قيامت په ورځ) په داسي اوبو اوبه كړي چي د هغه څخه وروسته به په جنت كښي تر داخلېدو پوري نه تږى كېږي.

فائده.

محدثينو د دې په بعضي روايتونو كښي بحث كړى دى. ولي اول خو په فضائلو كښي دومره اندازه بحث قابل برداشت دى. دوهم د دې اكثره روايتونه تائيد كوي.

د دې حديث څخه يو څو خبري معلومېږي. اول د نبي كريم r اهتمام چي د شعبان په اخيري ورځ يې په خاص ډول د دې وعظ وكړې او خلك يې په دې باندي خبر كړل چي د روزې مباركي يوه لحظه هم په غفلت كښي تېره نه سي. بيا يې په دې وعظ كښي د ټولي مياستي د فضيلت بيانولو څخه وروسته يو څو ضروري خبرو ته په خصوصيت سره خلك متوجه كړل. د ټولو څخته يې تر خه شب قدر ته اشعاره وكړه. چي دا په حقيقت كښي ډېره اهمه شپه ده. په دويم فصل كښي به د دې مستقبل بحث راسي. د دې څخه وروسته يې ويلي دي چي الله تعالى د دې مياشتي روزې فرض كړې دي. او د دې قيام يعني تراويح يې سنت كړې دي. له دې څخه معلومه شوه چ د تراويح ارشاد هم په خپله د الله تعالى لخوا څخه دى. بياپه كومو روايتونو كښي چي نبي كريم r و خپل ځان ته سبت كړى دى چي ما سنت كړي دي د هغه څخه مراد تاكيد او پخوالى دى. چي نبي كريم r به د دې تاكيد ډېر كوى. له دې وجهي ټولو امامانو د دې پر سنتو كېدو باندي اتفاق كړى دى. په برهان نامي كتاب كښي ليكل سوي دي چي په مسلمانانو كښي د روافضو څخه پرته بل څوك د دې منكره نسته.

حضرت مولانا الشاه عبدالحق رحمته الله صاحب محدث دهلوي په ماثبت بالسنة نامي كتاب كښي د فقهي بعضي كتابونو څخه نقل كړي دي كه چېري د يو ښار خلك تراويح پرېږدي نو د هغه وخت باچا دي د هغوى سره جنګ وكړي. دلته په خصوصث ډول سره د يوې خبري لحاظ ساتل ضروري دي. هغه دا چي د ډېرو خلكو خيال دا دى چي په اتلوسو ورځو كښي يو قرآن كريم په مسجد كښي ختم كړئ. نو تراويح هم ورسره ختمي كړئ. د دې خبري خيال ساتل په كار دي. چي دا دوه سنته جلا جلا دي. ټوله قرآن كريم په ترايحو كښي ويل او يا اورېدل دا مستقل سنت دي. او په ټوله روژه كښي تراويح كول مستقل ځان ته سنت دي. نو د دې وروسته په دې ډول پر يوه سنت عمل وسو. او دوهم سنت پاته سو. البته كومو كسانو ته چي په روزه مباركه كښي د سفر وغيره يا په پل څه وجه پر يوه ځاى تراويح كول ورته ګران وي نو د هغوى لپاره مناسبه ده چي په يو څو ورځو كښي دي ټوله قرآن كريم په تراويح كښي ووايي چي قرآن كريم يې پر نيمي حالت پاته نه سي. بيا چي كوم ځاى كښي وخت پيدا كړي بيا دي تراويح كوي. په دي حالت كښي به يې نه قرآن كريم نيم پاته كېږي او نه به يې كاروبار ته نقصان رسېږي.

نبي كريم r د روزې او د تراويحو د ذكر كولو څخه وروسته د عامو فرائضو او د نفلي عبادتونو د اهتمام ولوري ته توجه ګرځوله چي په دې مياستي كښي د يو نفلي عبادت ثواب د نورو مياستو د فرضو سره برابر دى. او د دې مياستي د يو فرض ثواب دنورو مياستو د اويا فرضو سره برابر دى.

په دې ځاى كښي موږ خلكو ته پخپلو عبادتونو كښي لږ فكر كولو ته ضرورت دى. چي په دې مباركه مياست كښي موږ د فرضو څومره اهتمام كو. او نوافل څومره زيات كوو. په فرضو كښي زموږ د اهتمام حالت خو دا دى چي كله د پېشلمي كولو څخه وروسته سړى بيده سي نو د سهار لمونځ هم قضا وي. چي ركښېني د جماعت لمونځ خو د ډېرو څخه قضا سي. ګواكي د پېشلمي شكريه مو ادا كړل چي د الله تعالى د ټولو څخه زيات اهم فرض مو يا بالكل قضا كړي يا مو لږ تر لږه ناقصه وكړى. ځكه چي بېله جماعت لمونځ كولوته اهتمام اهل اصول والا دا ناقص وايي. او د نبي كريم r په يو ځاى كښي ارشاد مبارك دى چي:

مسجد ته د نزدې اوسېدونكو خو ګواكي بېله جماعت نه كېږي.

په مظاهر الحق نامي كتاب كښي ليكل سوي دي چي څوك بېله عذره بېله جماعت لمونځ كوي نو هغه فرض ادا كړل او ثواب يې نسته. نور لمونځونه هم دا رنګه وي. د ماښام د جماعت لمونځ خو په روژه مات كښي ولاړ سي په اول ركعت كښي د داخلېدو او يا د تكبير د نيولو څو څه پوښتنه مه كوه. او ډېر كسان دماخستن لمونځ د تراويحو د احسان په بركت د وخت تر مخه كوي. دا حال خو زموږ د لمونځو په روزه مباركه كښي دى. چي په فرائضو كي د ټولو اهمه فريضه ده. چي د يوه فرض په بدله كښي يې درې فرضه ضائع كړل. دا درې خو اكثره دي كه نه د ماسپښين لمونځ خو د غرمې په خوب كښي او د مازديګر لمونځ دروزه مات لپاره په سامان اخيستلو كي قربانول په سترګو ليدل سوي دي.

د الله تعالى ټول كتابونه په دې مياست كښي نازل سوي دي. لكه څرنګه چي قرآن كريم د لو محفوظ څخه د دنيا تر آسمانه پوري په هم دې مياست كښي نازل سوى دى او بيا هم د دې ځايه خخه د موقع مظابق لږ لږ په دروېست كاله كښي نازل سوى دى. د دې څخه پرته حضرت ابراهيم عليه سلام ته صحيفې د دې مياستي په اول يا درې يم تاريخ كښي وركړل سوى دى.او حضرت داود عليه سلام ته زبور د دې مياست د دې مياستي په اول يا درېيم تاريخ كښي وركړل سوى دى. او حضرت موسى عليه سلام ته تورة په شپږه د روزې كي وركړل سوى دى. او حضرت عيسى عليه سلام ته انجيل په دولسم يا ديارلسم كي د روزې مباركي وركړل شوى دى. د دې څخه معلومه سوه چي د دې مياستي د الله تعالى سره خاص مناسبت دى. په دې وجه د تلاوت ډېروالى په دې مياست كښي نقل سوى دى. او بزرګانو هم په دې باندي عمل كړى دى. حضرت جبرائيل عليه سلام بههر كال د روزې مباركي په مياست كښي ټوله قرآن كريم نبي r ته ور اوروى. او په بعضي روايتونو كي راغلي دي چي د نبي كريم r څخه به يې اورېدى عالمانو د دې دواړو حديثونو د يو ځاى كېدو څخه دا خبره راوايستل د قرآن كريم تلاوت (يعني ته يې اورېدل) جي په عام ډول باندي كېږي دا مستحب دى. خلاصه دا چي د تلاوت اهتمام څومره كېداى سي هغه وكړل سي. او چي كله تلاوت درڅخه پاته سي هغه ضائع كول هم مناسب نه دى. ځكه چي نبي كريم r د دې حديث په آخير كي د څلور شيانو طرف ته اشاره كړې ده. او په دې مياست كي يې د هغه د ډېروالي حكم كړى دى.۱: كليمه طيبه. ۲: استغفار. ۳: جنت حاصلول. ۴: د دوزخ څخه خلاصېدو دعا كول. نوچي څومره وخت پيدا كړئ پر دې يې مصرفول نېك بختي وبلئ. او دا هم د نبي كريم r د ارشاد مبارك قدر داني ده. په دې كي خو هيڅ تكليف نست چي كله په كاروبار اخته يې نو په خوله باندي درود شريف يا كليمه طيبه وايه چي په راتلونكي وخت كي د دې ويل ستا لپاره فائده مند سي.