ژورنالست یو بې طرفه کس دی. خو دافغانستان او پښتنو ژورنالستانو په اړه یوه ځانګړې خبره داده ، چي هغوی د خپل ملت په هر حال خوږمن دي . دوی له خپلي خاوري ، خپلو خلکو سره بې شانه خواخوږي لري، ځکه چي په دوی کي دیری د جګړو او مصیبت پر وخت رالوی سوي دي . ډیری یوازي ژورنالستان نه ، لیکوال او شاعران هم دي . وايي : یوڅوک هغه وخت شعر وایي چي د زړه له تله په یوه مسله خوږ سي.
لیکوال ، شاعران ، ژورنالستان ، قاتلان نه دي ، هغوی د پیسو لپاره د مخدره مواودو قاچاق نه کوي . هغوی د خلکو ویني نه توئیوي ، اما بیا هم وینو ، چي د څو کلونو راهسیسي په افغانستان کي ژورنالستان پرته له د ې چي چاته یې ضرر رسولی وي تر چړې لاندي یې نفس ورکړی دی .
په جنګ جګړو کي ژورنالستان وژل کیږي ، ټپي کیږي ، خو په افغانستان کي د ژورنالستانو ځورول ، وژل په لوی لاس دي . حکومتي مقامات او مخالفین په داسي حال کي ، چي دواړي لوري ، ژورنالستانو ته سخته اړتیا لري ، اما بیا هم هغه کسان ، چي د ډیرو سختو شرایطو پر مهال ، د ژمي په سړو کي ، په یخو واورو کي د دوبي په ټکنده غرمو کي ځانونه د پیښې ځا ی ته رسوي په خطر کي یې اچوي ، څو خپل خلک او نړیوال له حاله خبر کړي . خو د ډیري خواشینۍ خبره ده پر ځای د دې چي د دوی د خدمت او قرباني قدر وسي ، په ډیره بې رحمي وژل کيږي .
نن یو وتلی خبريال جان الله هاشم زاده وژل سوی دی . که خدای بخښلی جان الله د افغانستان یا پاکستان مخالفو وسلوالو وژلی وي ، نو د دواوړو لورو ، ژورنالستانو ته پکار ده چي ، د څو اونیو لپاره د وسلوالو هیڅ ډول خبر خپور نه کړي ، او که د کومي شخصي دوښمنۍ ، يا د یوبل کوم سازمان لخوا وژل سوی دی ، بیا د افغانستان او پښتونخوا مخالفو وسلوالو ته نه ښایي چي د هرې ناخوالي مسؤلیت پر خپله غاړه اخلي . ځکه دا کار به یوه ورځ نه یوه ورځ ددې سبب سي او ژورنالستان به مجبور سي چي نور دوسلوالو خبرونه خپاره نه کړي ، د هیچا خبرونه خپاره نه کړي . او حتا ډیری خبریالان له دغه کاره لاس واخلي ، خپلو ځانونو ته د نفقې برابرولو یوه بله لاره چاره پیداکړي .
خدای دي له جان الله هاشمزاده سره ښه وکړي روح دې یې ښاد وي .