د کليو د بيارغونى او پراختيا وزارت د ملى پيوستون پروگرام يوولس پروژى پدى وروستيو کى دبلخ په ولايت کى گټى اخستنى ته چمتو شوى .
د دى ولايت دملى پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخى پدى پروژو کى دڅښاک داوبو د(١٢) څآگآنو کيندنه او په هغو باندى دلاسى بمبو نصبول ، دڅښاک داوبو د (١٦) ډنډونو جوړول، د (١١٠٠٠) مترو په اوږدوالى د سرک ترميم او شگي اچول ، او د(١٤) پل گوټيو جوړول شامل دى .
يادى شوى پروژى دبلخ ولايت د زارى په ولسوالى کي د( ١٠٥٥٤٠٠٠) افغانيو په لگښت دملى پيوستون پروگرام له بودجى او په سلو کى لس دکليوالو دونډى په شمول بشپړى چى ترينه (١٤٨) کورنى برخمنى شوى .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه