نوي ځوانان مو لار ورکي سوه
دهغه څښتن تعالى په سپېڅلي نامه چي دتيارې شپې څخه دسپين سباوون سپينې ځلاوي برسېره کوي ، هغه سباوون چي لوى څښتن پکښي دماتمونو او سکاليو کوربتوب له ازله ايښى دئ . همدا سباوون دئ چي له شپې سره سيالي کوي ، ځيني زړونه پکښي خاندي ، ځيني ناڅي ؛ خو ځيني بيا دماتم پر تور ټغر دومره بې حاله وي چي په بېله نړۍ کي ګرځي . دا دشپو او ورځو يواځنۍ دنده نه ده بلکي په همدې پړاو کي دواړه راشکيل دي ، منځنى ټکى په دواړو کي بريښي . همدا شپه او ورځ دي چي دهغه کهکشان څېره دعقېدې سترګو ته ښيي چي بيا تل خلاصون ترې نسته ، ريښتيني نيکمرغۍ او بد مرغۍ هم هلته دي . کله شپه او کله ورځ په لالهانده نړۍ کي انساني غړو ته دريښتيني نيکمرغۍ دلاسته راوړلو جوګه توب ورکوي . کله بيا فکر په دې نړۍ کي تم کړي هغه شېبې ور پرزړه کوي کومي چي دودانۍ او ورانۍ دي . انسان دخپل مريي په څېر کله هسکو غرونو ته خېږوي کله يې بيا دژور څاهانو په تل کي بې هوښه غورځوي .
هوکي ! دايوازي دڅښتن تعالى Y دوه استاذي دي . که يې ټولو بېشمېره استاذي انساني فکر خپلي څېړنيزي ګټګورۍ ته راولي نو فنا به په ډېره چابکۍ سره انساني فکر په خپلو موټو ووهي او روح به يې له بدن بېل کړي ؛ تش کالبوت به پاته سي .
دڅښتن تعالىY ګلورين رحمت دي پر وياړمن بشر وي چي ټوله بشريت يې په دې نړۍ کي دروهي دوزخ او په راتلونکي عالَمْ کي يې دعملي دوزخ څخه وژغورل ، نه يوازي چي نړيوال يې دتوري او تجربې په مټ قانع کړه بلکي انسان ته يې په فکر ، روح ،چاپېريال اوداسي نورو ډګرونو کي ريښتيني ډاډ ورپه برخه کړئ . ددې وياړ څخه تش هغه کسان بې برخي سوه چي دزړونو پلازونه يې رخې او کيني ډک کړي وه ، ازادي يې نه درلوده ؛ چي دځان په اړه پرېکړه وکړئ ، بلکي دفکري استعمار لاندي راغلي وه .
هوکي ! همدا دڅښتن تعالىY پر بشريت باندي دخپلي لوروني له درياب څخه ديو څوڅاڅکو اورول وو .
اوس که دمعاصري نړۍ بشپړه بشپړتيا له آنده تېره کړو دشک پرته دې پايلي ته رسيږو چي دعقېدې ريشتينولي دخلګو په منځو کي ديوې معما بڼه ځانته غوره کړې ده دا ځکه چي دريشتنى عقېدې څښتنان لاس تر زني ناست دي په هره څانګه کي چي مادي شته تر سترګو کړي دمين په څېر وردانګي مقابل لوري مو په دې توانېدلى دئ چي زموږ په علم ، کلتور ، دود ، ازادي او داسي نورو کي په دلاوره زړه لاس وهنه وکړي ، په ورته ډول ددې جوګه سوى دئ چي پر فکرونو مو داسي توره پرده وغوړوي چي حق راته باطل او باطل راته حق ښکاره کړي په پايله کي زموږ ډېر ځوانان دلوديځ والو دمفکورو تر اغيز لاندي راغلل او دنړۍ دزيب اوښکلا په نشه مست سول او په دې فکردي چي دملايانو سره لاهغه دحجرو اومسجدو خبري ملې دي،دومري دتمدن څخه ليري دي چي لا هغه دپخوانيو پيړيو خبري يې په دماغ کي دي ،ته دا متمدنه نړۍ وګوره ! ، نړيواله کمپيوټرايزډ اداره وګوره !، ددنيا پرمختللې ټيکنالوجي وګوره !؛چي ددنيا هره زاويه دمتمدنو خلګو تر ګورت لاندي ده او ته دملايانو دا درواغ وګوره چي ياجوج اوماجوج راځي ؛ټول خلګ خوري، له اسمانه پيغمبر راځي او داسي نور ، داکله کېداى سي او نه دمنلو وړ دي ځکه انسانانو ټولي سياري تر خپل قابو لاندي راوستې ، هيچري يې اسمان پيدا نه کړ دوئ لا په هغه فکر دي چي يوخت به نړۍ بل لوري ته ځي او دا متمدنه دنيا به په يوه بله بڼه نړيوالو ته ښکاره کيږي . اخر په خپلو کي سره ووايي چي ياره ! دا خبري خو دمنلو وړ نه دي او نه ددې خداى مه کړه بلا وهلو ملايانو څخه چاره سته بس دومره واياست چي ولا دا خو اسلامي شيان دي احترام ورته لرو خو صرف دمولوي صاحب څخه په ډير درنښت هيله کوو چي دى پوه سه منبر يې پوه موږ کار نه په لرو خو دومري دي وکړي چي په سياست دي کار نه لري ځکه اوس دملايانو وخت نه دئ ملايان په دې شيانو نه پوهيږي په دې شيانو يوازي موږ پوهيږي
دپورتنيو پوښتنو او ددغه مستعمرو افکار په ځواب کي زما له آنده که يوازي دومري وويل سي بسنه کوي چي تاسو معاصره ټيکنالوجي دزبات تر بريده رسولې ده چي په فضا کي په ميلياردونه سيارې شتون لري ځيني يې سياره دي ، دومره غټي دي چي آن ځيني يې دمځکي څو برابره دي ټولي يو له بله سره تيريږي او هيڅ ټکر نه رامنځته کيږي او په مځکه کي دپورتنيو سيارو په پرتله ډير لږ شيان شتون لري او هره ورځ په زرهاوو ټکرونه رامنځته کيږي دا نو ولي ؟ که پورتنۍ سيارې يو له بله سره ټکر وکړي دا متمدنه نړۍ چي څو برابره ترې کوچنۍ ده ــ ورانه به يې نه کړي ؟ هلته به هم معاصري ټيکنالوجۍ دمخ نيوي لپاره يو څه وکړي ؟
بله خبره لا داده چي دا داوس زمانې نوي دادب دعوه کونکي ،ږير خريلي ، بريت خريلي ، دا دپلرونو دشملو بدلونکي او ورونکي ، دا هغه کسان چي دپلار په شمله اوږيره شرميږي ورته بدنسبت کوي او دپرديو په ناروا بڼو وياړي ، دا پلرونو دشکلونو خرڅونکي ، دا دادب غله ، دا زموږ دپلرونو دغلامانو غلامان ، دهغوى پېښې کونکي دا داسلام او افغاني دود څخه ناخبره تل دا خبره کوي چي ولا موږ پر افغاني کلتور سر ورکوو ، دپښتو ژبي دساتني لپاره خو به هر څه کوو ، دا افغاني دوداو فرهنګ به دبدن په وينه ساتو . زه ددغه جنابانو څخه پوښتم چي تادافغاني کلتور لپاره څه کړي دي ؟
ايا تا دبابا لويه لنګوټه اوشمله پر سر کړې ده ؟ يا ،
ايا تا توره پر انګرېزانو چلولې ده ؟ يا ، ځکه ته خو دې ته ترهګري وايي .
ايا تا پردي له هيواده شړلي او که دهيواده دباندي پسي وروتلى يې ؟ يا ، ځکه ته خو بهرني دځان او خاوري دوستان بولي دالله( امر خو تاته دمنلو وړ نه دئ چي هغه ستاسو دوستان نه دي پلرونو چي مو توره پر چلول هغوى هم په تاسو کي اغيز نه کوي .
ايا تا تر اوسه خپل هيواد له فقره ژغورلي دي ؟ اوته پمټي خپله فقر وکړي ، دمجلو ، ورځپاڼو او دځوانانو دمجلسو په نوم دبهرنيانو څخه پيسې تر لاسه کړې ؟
ايا تا خپل ملي نواميس ساتلي دي ؟ که ته نه يې خلاص دهندي فلمي ادا کارانو څخه؟ چي دهغو شکلونو لومړې پر ځان وتپې او بيايې انځورونه نورو ساده افغانو ته دمجلو او ورځ پاڼو پر مخونو وړاندي کړي .
نو تاته وايم چي تادي خداى سړى کړي ته اوس داحمدشاه بابااو ميرويس خان په شکل شرميږي؟ او که دعلامه رشاد په شکل شرميږي ؟ او که ته وايي چي ولا زه دبينوا صاحب په څېر ځان جوړوم يا دعلامه حبيبي په څېر ځان جوړم په دې صورت کي نو زه تاته وايم چي ښاغلې ! هغه خو ستر علماء وه دادب ستوري وه تا څه کړي دي ؟ ته خو ولاکه يوه کيسه لا لري ؟
که قلم پلاس درسي دافغاني دودونو پر ارزښت خو ولاکه هيڅ لا وليکي ته پمټي دزردشت دوخت کفري دودونه چي افغانيت نفرت ځني کوي لکه نوروز ، موسيقي او داسي نور پر هغه يو څه وليکي او يا ديوه سياسي روڼ آندي ګوډاګيتوب وکړي جناب اديب صاحب ته خو دټولني ترجمان يې ته ولي په سياست والو پسي ځغلې ؟ او ددوى دلاس آله جوړيږي ؟ ولي سياست وال په تا پسي نه ځغلي .ښاغلي ! يو خو دا کار کوي اوبل داچي دخپل بادار دخوشاله کولو پر يوه بل سياست مدار په داسي الفاظو نيوکي کوې چي په کتلو او ويلو يې ريړى والا لا شرميږي جنابه ته خو اديب يې تا څنګه ليکل ؟ که ته وايي : ولا زه خو دمنطق څخه کار اخلم مګر که تنګسه راغله نو ښکنځل هم زموږ دولسي ادب يوه برخه ده ددې څخه هم کار اخلم . ستا ددغه خبري په جواب کي بايد زه ووايم چي کاشکي تا مشوره کړې واى ددې ولسي ادب څخه به دې کار نه اخستلاى ځکه ټول ښار په خبريږي بې سواده خلګ په دې نه پوهيږي چي دا ولسي ادب دئ هغه بيا وايي چي ګورئ اديبان هم لوچګان سوه ښکنځل يې پيل کړه ، بل لا داچي لکه مخکي چي مي درته وويل چي ته لکه شيطان زموږ په ادب کي ګرځي هغه ټکي را راخلې چي مذهب سخت ټکر ورسره ولري ، ښاغلې ! ددې کار پر ځاى چي ټول ښار دي پرځان وخنداوئ يو بل پټ کار به دي کړى واى چي يوازي دګوتو په شمار خلګ در خبر واى او زموږ ولسي ادب به هم واى هغه داچي يو لوى سپى به دي يوځو ورځي ددفتر مخته تړى واى څو ځلي به دي جنګ ته هم بيولى واى چي ښه تکړه سوى واى بيا به دي خپل حريف په داړلى واى دا هم ستا پر چم دولسي ادب يوه برخه وه ستا تر کا ر خو نو ولا ښه وو ؟!
دخداى پار دئ داسي يو چا کړي دي ؟ ولي دنيا وال راباندي خندوې لږ خو ګريوان ته سر کښته او دا متل درياد کړه : څه دي کول چي پلار او نيکه دي کول .
خلګ به خود راته وايي چي ولي دي په دومره عاميانه الفاظو ليکنه کړې ده ؟ اوولي دي يوازي محسوسي او عقلي دليلو ته مخه کړې ده ؟ تا خو به يا قرآني آيت دليل ويلاى ، يابه دي نبوي حديث دليل ويلاى او يا به دي دمخورو اسلافو ويناوي دليل ويلاى ؟ زه به دوى ته ووايم چي دغه دليلونه خو خورا ډير ارزښت دئ او موږ زښت ډير باور پر لرو خو يوازي خبره دومره ده چي دا داوس ځيني دادب ټيکداران دغه دليلو ته پام نه کوي او دې ته دپوهي په ډګر کي دکلاسيزم نوم ورکوي او پرحقيقت نه ولاړ يو رومان يې بولي او دتمدن لپاره يې دانارشيزم ځاله بولي نو ځکه زه داسي په ډانګ پيلي خبري کوم چي هر سړى ته يې په مشاهدوي ډول وښيم په وروستيو کي يوه بيلګه دفکري انارشيو لپاره لا وړاندي کوم هغه داچي موږ دنړۍ تمدن يوازي ددې لپاره کاروو چي داسلام څخه ور ووځو او دا مو په فکر کي راځي چي دا اسلام دئ چي زموږ دودي مخه يې ډب کړې ده که موږ مسلمانان نه واى نو موږ به هم دعيسويانو او اهل هندو په څېر په وده کي دلمر په څېر پر نړۍ را څرګند سوي واى او حال داچي حقيقت داسي نه دئ دا يوازي ستا په همت پوري اړه لري اسلام ستا دودي مانع نه دئ ته کولاى هغه ټيکنالوجۍ داسلامي دين سره مل لاسته راوړې کوم چي کافرانو راوړې دي که ته دومره بې غيرته يې چي لنګوټه دي پر پيکي ورکړه ، ږيره دي پر کليم شيپ ورکړه ، او ډپټه دي پر نيکټايي ورکړه ، ښائسته دعزت جامې دي پر پتلون ورکړې او په ټيکنالوجي زده کولو کي نو بلا وهلى يې ، کمال ددوى نه سي کولاى او پېښې کولاى سي . خو بيا هم اسلام چي دکوم څه وعده ستاسره کړې ده هغسي به کيږي اخر به بريا ستاوي که داسلامه نه ووتې او که ته وايي دا خوبيا دملايانو خبري سوې چي مهدي به راځي ، اسلامي خلافت به راځي دالله( پغمبر به داسمانه راځي ، دا نه سي کېداى نو زه دمثال په ډول درته وايم چي که د څونامي تر طوفان وړاندي ملايانو تاسو ته ويلي واى چي يوخت به دغه څو هيوادونه يوه ډېره لويه سمندري زلزله ځپي او په سلهاوو زره خلګ به ووژني يوازي به دګوتو په شمار خلګ او مسجدونه پاته سي ، بيا به هم تاسو ويلاى چي دا متمدنه نړۍ وګوره ! دملايانو پخوانۍ خبري وګوره . که مولوى صاحب تاسو ته ويلي واى چي يوخت به د نړۍ ستر ځواکمنان دامريکا دلوي وچي ځنګليان بېوزلي خلګ وي ؛چي داسلامي خلافت څخه پټ وه ــ ددرستي نړۍ ښکيلاک به غواړي ، تر ټولي نړۍ به يې اقتصاد پياوړي وي ، په جهاني سطحه به دښکلو ښارو لرونکى هيواد وي ، دومره پر مختللي ټيکنالوجي به يې وي چي يوه پاڼه به لاهم ددوئ هيواد ته په قاچاق څوک نه سي وړلاى ، دخپلي وچي څخه به دنورو وچو متمدن هيوادونه کنټرولوي ،دنړۍ امپراطور مسلمانان به دغلو په څېر په غرونو کي اوسيږي (نعوذبالله)، په يو هيواد کي به ازاد ژوند هم نسي کولاى ، خپل نظر به هم نسي څرګندولاى يوازي يوه لاره به لري هغه داچي ددوئ ګوډاکيان به جوړيږي خپلي مذهبي لارښووني به سانسوروي که يې ونه کړي په تور ليست کي به نيول کيږي. تاسو به ويلاى چي سړى دومري درواغ وايي چي تريوه بريده شونتيا ولري ، داکله کېداى سي ؟
دپورتنيو خبرو په نظر کي نيولو سره په ډاګه ويل کېداى سي چي پورته خبري يوه بيلګه وه بلکي نړۍ په لس هاوو ځلي داسي لورو ته ګرځېدلې ده چي انساني فکر به هيڅ نه منل ، ان شاء الله تعالى دا اوس روان بهير به ډير ژر يوه بله بڼه ځان ته غوره کړي.
اى دلوېديځ تر اغېز لاندي ځوانانو ! ديوه مسلمان ورور په توګه په درنښت هيله درڅخه کوم چي دنورو تقليد پريږدئ خپل استقلال دځان لپاره خوښ کړئ ، په ځان کي همت پيدا کړئ ، دخداى لپاره دومره همت خو وکړئ لکه ختيځ اولوېديځ چي يې لري که تاسو واياست چي موږ تر هغو په همت کي ټيټ نه يو نو زه درته وايم تاسو په خپلو ګريوانو کي وګورئ لږ وړاندي دانګريزانو ديرغل په وخت دميکناټن څېر وګورئ ! بيا دخپلو نيکونو څېرې وګورئ چي ددوئ سره جنګېدل ــ چي دميکناټن څېروي بڼي ته تاسو اوښتي ياست او که دميکناټن لمسيان ستاسو دنيکونو څېروي بڼي ته اوښتي دي . ستاسو نيکونو چي دخپل مذهب ريشتنى تقليد کاوه پردوئ بريالي وه ، دوئ په نظامي ډګر کي ستاسو تر نيکونو پاته وه کله چي يې تاسو دفکري جګړې په ډګر کي استعمار کړاست دخپل مذهب اونيکونو له تقليد څخه يې بېل کړاست اوس دوئ پرتاسو بريالي سوه .
تاسو دنړۍ شاليد مطالعه کړئ داسلام پرته چي هر څومره پر مختلي معايشوي لايحې نړۍ ته راغلي دي ټولي دناکامۍ پر لوري تللي دي خو داسلام لارښووني چي له پيل څخه پر کومه بڼه را رواني دي پر همغه ډول ثابتي پاته سوي دي هيڅ ډول ناکامي نه پکښي تر سترګو سوي بلکي دستر نړيوالو فيلسوفانو په شتون کي هيڅ څوک په دې نه دئ توانېدلئ چي يوه لږه نيمګړتيا هم په اسلام کي پيدا کړي .
دا ليکنه هغه معاصر تهذيب خوښه ځوانانو ته داپيغام ورکوي چي دامپراليزم مفکورې هغه خبره له مغزو وغورځوي چي وايي :محمد (صلي الله عليه و سلم)دخپلي زمانې يو فکري فيلسوف و خلګ يې په فکري ډول استعمار کړي وه او ديو لړ تکتيکونو پربنياد يې ځيني برياوي لاسته راوړي وي .
حقيقت دادئ چي محمد (صلي الله عليه و سلم)ددې نړۍ لپاره دخواخوږۍ پيغام راوړئ دئ ، هوساينه ، ازادي ، ستر اقتصاد اوداسي نوري برياوي دده دلارښوونو په تقليد کي نغښتي دي . دده کړني دمادياتو پربنسټ نه دي ولاړي بلکي دده په ټولو کړنو کي معنويت نغښتئ دئ .
ستاسي ورور
د اسلامي معلوماتو، لارښونو او خپلو پوښتنو د حل او فصل دپاره لاندي مراجعه وکړئ :
http://www.Larawbar.com/islamshood