د پردې یا حجاب په هکله حکمونه :
د قرآن مجید په هغو ایتونو کې چې په دې په هکله کوم احکام بیان شوي هغه د «نور » په سورة کې په لاندې ډول راغلي دي:
[قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم و ……….الایة، وقل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن و……. الایة «النور ۳۱-۳۰»]( ای پیغمبره ! مؤمنانو نارینه و ته ووایه چې خپل نظر تر کنترول لاندې و ساتي او دخپلو شرمځایونو ساتنه وکړي ،، دا د هغو له پاره ډیره پاکه کړنلاره ده ، هغوی چې څه کوي الله پرې خبریږي . او ای پیغمبره ! مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګی تر کنترول لاندې و ساتي ، او دخپلو شرمځایونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سینګار دې نه ښکاره کوي پرته له هغه چې په خپله څرګند شي ، او پر خپلو سینو دې د خپلوټیکریو پلونه را خواره کړي ، هغوې دې خپله ځان جوړونه او سینګار نه ښکاره کوي مګر ددې خلکو په وړاندې: «میړونه ، پلرونه ، د میړو پلرونه ، خپل زامن ، د میړو زامن (بنزیان )، ورونه ، وریرونه ، خوریونه ، د خپلې طبعې ښځې ، خپل مملوک(غلام) ، خپل هغه لاس لاندې نارینه چې څه بل شان غرض و نه لري ، او هغه کوچنیان چې لا تر اوسه پورې دښځو له پټو خبرو سره اشنا نه دي . (همدارز) هغوې دې پر ځمکه باندې په زوره پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه کوی چې دهغوی پټ کړي سنیګار خلکو ته را څرګند شي .
اې مؤمنانو ! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ ، هیله ده چې برې به در په برخه شي .)
همدا راز د «الاحزاب » په سورة کې دا ډول حکم راغلې دې :
[ینساء النبي لستن کأحد من ……..الایة، وقرن في بیوتکن ولاتبرجن ……الایة «الاحزاب ۳۳-۳۲»](اې د نبې بیبیانو ! تاسې خو د عامو ښځو په څیر نه یاست ، که چیرې تاسې پر هیزګاري کوئ نو (دنامحرومو سره ) په خوږه لهجه خبرې مه کوئ ، تر څو دهغوې څخه د چا په زړه کې چې کومه خرابي یا ناروغتیا وي له تاسې پورې خپلې (ناولې) ارزوګانې و نه تړي . خبرې نیغې او په ساده توګه سره وکړئ اوپه خپلو کورونو کې اوسئ او د جاهلیت د زمانې په څیر په ښایست او سنګار کولو سره مه ګرځئ را ګراځئ.)
[یأیها النبي قل لازواجک و بناتک ………..الایة «الاحزاب ۵۹»](اې نبې ! خپلو میرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پر خپل ځان دې د خپلو ټیکریو پلوونه راخپاره کړي. دا ډیر مناسب کړنچار دې تر څو چې هغوې و پیژندلې شي او ونه ځورول شي ، الله غفور او رحیم دې .)
په دغو آیتونو غور وکړئ ، سړیو ته خو یوازې دومره تأکید شوې چې خپل نظر ټیټ و ساتي او د فواحشو څخه د خپلو اخلاقو ساتنه وکړی خو ښځو ته د سړیو په څیر د هغه دوه شیانو حکم هم ورکړل شوې او بیا د معاشرې او راکړې ورکړې په هکله څو نور هدایات او لارښوونې هم ورته شوي . ددې څخه دا په ډاګه څرګندیږي چې د اخلاقو د ساتنې له پاره د نظر د ټیټوالي او د فروجو ( شرم ځایو ) د ساتنې کوشش کافي نه دې بلکه د څه نورور ظوابطو له پاره هم اړتیا شته . اوس مونږ باید فکر وکړو چې دغه مجملي لارښوونې نبې اکرم صلې الله علیه وسلم او دهغې صحابه کرامو رضې الله عنهم څنګه او په څه ډول په اسلامي ټولنه کې نافذ کړي او دهغوی د وینا او کړنو څخه ددغه لار ښونو په عملي او معنوی تفصیلاتو څه رڼا پریوځي .
۱:-د نظر ټیټول یا لاندې کتل «غض بصر» :
تر ټولو لمړۍ حکم چې نارینه و او ښځو ته شوې هغه دادې چې خپل نظرونه ټیټ و ساتي خو ددې څخه پوره مفهوم نه را څرګندیږي . د الهي حکم اصلي مقصد دا نه دې چې خلک دې تل لاندې ګوري او هیڅکله دې هم خپلې سترګې نه پورته کوي ، دلته په اصل کې هدف داې چې دهغه څه څخه ځان و ژغوري چې په حدیث کې ورته د سترګو زنا ویل کیږی . د پردو ښځو ښایست او دهغوې د زینت دلیدلو څخه خوند اخیستل ، سړیو له پاره او دښځو له پاره پردی خلک په نظر کی اخیستل د فتنې سبب ګرځې د فسا د پیلامه له همدغه ځایه پیلیږی .په دې خاطر یې تر هر څه د مخه د همدغې دروازې د بندیدو حکم کړې دې او د لاندې کتلو څخه یې همدغه هدف دې. په پښتو ژبه کې ددغه لفظ مفهوم « د نظر د اړولو » په معنې اخستل کیږي .
ښکاره ده چې انسان د سترګو د پرانستلو سره سم په نړۍ کې هستوګن کیږي ، نو په ټولو شیانو یې نظر پریوځې. دا خو شونې نه ده چې کوم سړې ، ښځه او یا کومه ښځه کوم سړې کله و نه ویني . په دې اساس شارع فرمایې چې که نا څاپه نظر ولویږي نو هغه معاف دې. البته کوم څه چې منه دی هغه دادې چې په یوه نظر هلته چې تا ته حسن او ښایست محسوس شی نو هلته دوېم ځل وګورې او د هغې د ژورې کتنې او لیدنې هڅه وکړې .
[عن جریر قال سألت رسول الله صلې الله علیه وسلم عن النظر الفجاة فقال اصرف بصرک « ابوداود باب ما یؤمر به من غض البصر »]( سیدنا جریر رضې الله عنه د رسول الله صلې الله علیه وسلم څخه د ناڅاپې نظر په اړه وپوښتل : هغه ورته وفرمایل چې مخ ترې واړه وه .)
[عن بریدة قال قال رسول الله صلې الله علیه وسلم لعلي یا علي لا تتبع النظرة النظرة فان لک الاولی و لیس لک لاخرة « ابوداود»](بریدة رضې الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلې الله علیه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته و فرمایل چې ای علي ! دیوه نظر نه وروسته بل ځل نظر مه کوه ، لومړۍ نظر تاته معاف دې خو د بل ځل نظر اجازه درته نه شته . )
[ عن النبي صلې الله علیه وسلم قال من نظر الې محاسن امراة اجنبیة عن شهوة صب في عینیه الانک یو القیمة « فتح القدیر» ]( نبې اکرم صلې الله علیه وسلم فرمایي چې څوک چې د پردۍ ښځې په ښایست باندې د شهوت په خاطر نظر ور واچوي نو د قیامت په ورځ به د هغه په سترګو کې ویلې کړل شوې قلعي ورواچول شی .)
خو ځینې وخت داسې حالات منځته راځې چې دهغې له مخې د اجنبي یا پردۍ ښځې کتلو ته اړتیا پیښیږي، دنمونې په توګه کومه ناروغه ښځه د طبیب یا ډاکتر تر علاج لاندې وي یا کومه ښځه په کومې محکمی کې د قاضي تر مخه د ګواه یا مدعي به حیث ولاړه وی یا په کوم سوزیدلې ځاې کې ښځه بنده پاته شوې وي یا په اوبو کې ډوبه شوي وی یا دهغې ځان او ابرو په خطر کې لویدلې وی ، په داسې حالاتو کې څهر ه او مخ خو پریږده چې ستر هم لیدل کیداې شی ، لاس پرې هم لګول کیږی بلکه سوزیدلې یا ډوبه شوې ښځه په غیږ کې اخیستل اوخوندې ځاې ته رسول نه یوازې جایز دی بلکه فرض هم دی .
د نبی کریم صلې الله علیه وسلم حکم دادې چې په داسې حالاتو کې ترهغې پورې چې شوني وي خپل نیت پاک و ساتئ خو د بشریت د غوښتنو په اساس که په جذباتو کې لږ تحریک هم را پیدا شي بیا هم کومه ګناه نه ده ، ځکه چې داسې نظر او داسې لمس د فطرت د غوښتنو څخه دې چي بلکل له منځه وړل یې د انسان په واک کې نه دی ۱
[۱:- ددې مسئلې د تفصیل له پاره د امام رازی په تفسیر کې « قل للمؤمین یغضو من ابصارهم » وګورئ او همدا راز احکام القران للجصاص او المبسوط مطالعه کړئ ]په همدې تر تیب د نکاح په خاطر د یوې اجنبي ښځې کتل او په تفصیلې توګه دهغې لیدنه نه یوازې جائز دي بلکه په احادیثو کې په دې هکله حکم راغلې او په خپله نبې کریم صلې الله علیه وسلم ددې هدف له پاره ښځه کتلې ده .
[عن المغیرة ابن شعبة انه خطب امراة فقال النبي صلې الله علیه وسلم النظر الیها فانه امر ان یودم بینکما «ترمذي باب ماجاء في النظر الې المخطویة»]( دمغیره بن شعبه څخه روایت دې چې هغه یوې ښځې دته د نکاح پیغام ولیږه . نبې اکرم صلې الله علیه وسلم هغه ته وویل چې هغه ووینه ، ځکه چې دغه کار ستاسې ددواړو تر منځ د محبت او اتفاق دپیداکولو له پاره ډیر مناسب دې .)
[عن سهیل بن اسعد ان امراة جاءت الې رسول الله صلې الله علیه وسلم فقالت یارسول الله!جئت لاهب لک نفسي فنظر الیها رسول الله صلې الله علیه وسلم فصعد النظر الیها «بخاري باب النظر الې المرآة قبل التزوج»] ( د سهیل بن سعد څخه روایت دې چې یوه ښځه د رسول الله صلې الله علیه وسلم دربار ته راغله او ویې ویل چې زه خپل ځان د رسول الله صلې الله علیه وسلم په نکاح کې ورکولو ته راغلي یم ، په دې خبره رسول الله صلې الله علیه وسلم خپلې سترګې را پورته کړې او هغه یې و لیده )عن ابې هریرة رضې الله عنه قال کنت عند النبي صلې الله علیه وسلم فاتاه رجل فاخبرة تزوج امراة من الانصار فقال له رسول الله صلې الله علیه وسلم انظر الیها ، قال لا قال فاذهب فانظر الیها فان في اعین الانصار شیئا« مسلم باب من اراد نکاح امراة الې ان ینظر الې وجهها»]
( سید ابو هریره رضی الله عنه فرمایی چې زه د نبی کریم صلې الله علیه وسلم سره ناست وم چې یو سړې حاضر شو او ویې ویل چې ما د انصارو څخه د یوې ښځې سره د نکاح کولو اراده کړې ، رسول الله صلې الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چې ایا تا هغه لیدلې ده ؟ هغه ځواب ورکړ نه ! نبې اکرم صلې الله علیه وسلم ورته وفرمایل ولاړ شه او هغه ووینه ، ځکه چې ډیر وخت دانصارو سترګې عیبجنی وي )
[عن جابر بن عبدالله رضی الله عنه قال قال رسول الله صلې الله علیه وسلم اذا خطب احدکم المراة بان استطاع ان ینظر الې مایدعوه الې نکاحها فلیفعل « ابوداود با ب فې الرجل ینظر الې المراة وهو یرید تزویجها»]( د جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلې الله علیه وسلم وفرمایل چې کله هم له تاسې څخه کوم یو کومې ښځې ته د نکاح پیام ور وړي نو د امکان تر حده دې هغه وویني چې ایا په هغې کې داسې کوم څه شته چې هغه د هغې ښځې سره په نکاح کې رغبت ورکونکې اوسي.)
په دغه استثناآتو باندې د غورکولو نه دا څرګندیږي چې د شارع هدف د لیدلو څخه په مکمله توګه مخنیوی نه دې بلکه په اصل کې د فتنې مخنیوې یې ترې مقصود دې او ددې غرض په خاطر یې یوازې دغسې لیدل منه کړي چې کومه اړتیا ورته هم نه وی ، تمدني ګټې ترې هم متصورې نه وي بلکه ددا ډول کتلو په واسطه د شهواني جذباتو د تحریکیدو له پاره لاره برابریږی . دغه حکم له څنګه چې د نارینه و له پاره دې په همدې توګه د ښځو له پاره هم دې لکه چې په حدیث شریف کې د سیدة ام سلمه رضې الله عنها څخه روایت دې چې یو ځل هغې او سیدې میمونې رضی الله عنهما او په یو بل روایت کې د سیدې عایشې رضی الله عنها یادونه شوي چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم تر څنګ ناست وو په دغه وخت کې سیدنا ابن مکتوم رضي الله عنه ، چې په دواړه سترګو ړوند و ، راغې . نبې صلې الله علیه وسلم وفرمایل د هغې نه پرده وکړه . سیدة ام سلمه رضي الله عنها وایې چې ما پوښتنه وکړه چې ایا دا ړوند نه دې ؟ نه مونږ کتلاې شي او نه مونږ پیژندلاې شی ؟ رسول الله صلې الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې ایا تاسې دواړه هم ړندې یاست ؟ ایا تاسې هغه نه وینئ ؟ «ترمذي»]
خو ښخو ته د سړیو او سړیو ته د ښځو د لیدلو په رواني اړخ کې هم ډیر نازک توپیر موجود دی . ځکه د سړي په فطرت کې اقدام وي ، د یوه شی د خوښولو نه وروسته دهغې د تر لاسه کولو له پاره هڅه کوي او په هغې لورې قدم پورته کوي .خو د ښځې په فطرت کې ویره او تیښته ده. تر هغویې چې فطرت په مکمله توګه نه وي مسخه شوې تر هغې پورې هیڅکله هم دومره با جرأته او بې باکه کیږي نه ، چې د یو چا د خوښولو سره سم د هغې په لور وړاندې تګ وکړي . شارع ددغه توپیر دپه نظر کې نیولو په اساس په ښځو، د پردیو سړیو د لیدلو په وخت کې هومره سختي نه ده کړې څومره یې چې د نارینه و له پاره دپردیو ښځو دکتلو په معامله کې کړې ده . لکه چې په احادیثو کې سیدة بې بي عایشې رضي الله عنها څخه روایت کیږی چې رسول الله صلې الله علیه وسلم به د اختر په ورځو کې په هغې باندې د حبشو د لوبو د میلې ننداره کوله ۱
[۱:-دا روایت په بخاري ، مسلم او نسائي کې به مختلفو طریقو سره راغلي دي. د حبشې خلکو د هغې تو جیه داسې کړې چې، ګمان کیږي چې دا پیښه دهغې وخت وي چې د سیدي عایشې رضی الله عنها عمر کم و، او د حجاب احکام (لا تردې وخته ) نه و نازل شوي. خو ابن حیان کې تصریح شوې چې دا پیښه دهغه وخت وه چې د حبشو یوه هیئت مدینې ته را غلې و او تاریخ ددغې هیئت را تګ اووم هجري ښوولې دې ، په دې اساس د سیدې عایشې رضي الله عنها عمر په دغه وخت کې ۱۵ یا ۱۶ کاله و ، همدا راز په بخاري کې روایت دې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به بې بې عایشة رضی الله عنها په څادر کې را نعاړله او تلل به ، ددې نه دا په ډاګه ده چې د حجاب احکام په هغه وخت کې نازل شوی و .]ددې څخه دا څرګندیږي چې ښځو ته د سړیو کتل له یوه سره ممنوع نه دی بلکه په یوه غونډه کې ګډه ناسته او یو په بل نظر ښخول مکروه کار دې، همدا راز داسې نظرکول هم روا نه دي چې د فتنې احتمال ترې را پیداکیږی . هماغه ړوند صحابي ابن مکتوم رضې الله عنه د چا څخه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم سیدې ام سلمه رضی الله عنها ته د پردې کولو حکم کړې و په یوه بل وخت کې رسول الله صلي الله علیه وسلم د همغې (صحابي) په کور کې د قیس لور فاطمي ته د عدت دتیرولو حکم وکړ.
قاضي ابوبکر ابن العربي په خپل کتاب احکام القرآن کې دا پیښه داسې بیانوی :
[ دقیس لور فاطمي د ام شریک په کور کې خپل عدت پوره کول او تیرول غوښتل ، رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دې کور ته خلک ځي راځي ، ته د ابن مکتوم په کور کې اوسه ، ځکه چې هغه یو ړوند سړې دې او هلته ته د پردې پرته هم اوسیدې شې] .ددې نه دا په ډاګه کیږی چې د پردې څخه اصل مقصد د فتنې د احتمالاتو کمښت دې هلته چې د فتنې د راپیداکیدو احتمال زیات دې نو هلته یې د اوسیدانې څخه منه کړې او هلته چې احتمال یې کم دي نو هلته یې ورته د اوسیدلو اجازه ورکړه ، ځکه چې دا ښځه په هر حال باید یو چیرته اوسیدلاې وای . هلته چې رښتوني اړتیا ورته نه وي هلته دښځو د یو پردي سړ ي سره یو ځاې په یوې غونډه کې راټولیدل او مخ پر مخ د لیدلو څخه منه راغلې ده .
دغه ټول مراتب د یوه حکمت په اساس جوړ شوي دي او څوک چې د شریعت تر روح پورې د رسیدو توان ولري په اسانۍ سره پوهیداې شي چې د نظر د ټیټوالي (غض بصر) احکام دکومو ښیګڼو درلودونکې دي او دهمدغه ښیګنو په اساس په دې احکامو کې د سختوالي او نرمۍ مدار په کومو امورو باندې ولاړ دې .
د شارع اصل موخه د نظر جنګولو څخه ستاسې منه کول دي او که نه هغه ستاسې د سترګو سره کومه دښمني نه لري. دغه سترګې په اوله کې په ډیرو معصومو کتلو سره خپله پیلامه کوی د نفس شیطان دهغې د تائید له پاره ډیر ستر اود فریب نه ډک دلایل وړاندې کوي . ورته ویل کیږي چې دا د ښایست ذوق دې چې فطرت تاته درکړې دې. د فطرت د جمال نور تجلیات چې کله ته وګوری نو روحاني لطف اوخوند به ترې واخلي خو دننه شیطان ددغه خوند اخیستنې شوق نور هم زیاتوي ان تردې چې دښایست شوق ته پرمختګ ورکړي او د وصال یا یو ځاې کیدو تر شوق پورې یې ورسوي ، هیڅوک هم ددې حقیقت څخه د انکار کولو جرئت کولې نه شی چې په نړۍ کې چې څومره بدکاري تر اوسه پورې شوې او یا همدا اوس کیږي دهغې تر ټولو لومړۍ او ستر محرک همدغه د سترګو فتنه ده ؟ څوک دا دعوه کولې شی چې د خپل مقابل صنف دکوم ښایسته او ځوان وګړي په لیدلو ورته هماغه کیفیت پیدا کیږي چې دیوه ښایسته ګل په لیدلو ورته پیدا کیږی ؟ که چیرې ددواړو ډولو په کیفیاتو کې څه توپیر موجود وي او د یوه پر خلاف د بل کیفیت لږ یا ډیر شهواني کیفیت ولري نو بیا تاسې څنګه ویلای شئ چې د جمال د ذوق له پاره هم هماغسې ازادۍ ته اړتیا ده چې د نورو ښکلاو د ذوق له پاره شته دې .
شارع ستاسې د جمال ذوق له منځه وړل نه غواړی ، بلکه هغه وایې چې تاسې په خپله خوښه د ځان له پاره یوه جوړه او د ژوند ملګری /ملګرې غوره کړئ او چې په تاسې کې د جمال او ښکلا څومره شعور دې دهغې مرکز یوازې همدغه یو وګرځوئ بیا چې څومره مو خوښه وي همغومره خوند ترې واخلئ خوکه ددې مرکز نه اخوا د نظر لوبې کوئ نو په فواحشو کې به ککړ شئ . که چیرې د نفس د ضبط یا نورو خنډونو په اساس دخپل سرۍ په عمل کې و نه غورځیږئ خو بیا به هم د فکر او خیال د خپل سرۍ څخه خوندي و نه اوسئ ، ستاسې ډیر زیات ځواک به د سترګو له لارې له منځه ولاړ شي او د ډیرو نه کړیو ګناهونو ارزو به ستاسې زړونه ناپاکه کړي . په وار وار به د محبت په فریب کې را ګیریږئ او ډیرې شپې به د بیدارۍ په خوب لیدو کې ضایع کوئ ، د ډیرو ښایسته مارانو اوماریو په واسطه به چیچل کیږئ ، ستاسې د زړونو ډیر توان به د زړه د ډوبیدو او د ویني د هیجان په واسطه له منځه ځی ، ایا دا څه کم زیان دې ؟ او دا ټول هر څه د خپل مرکز نه د نظر د بل خوا اړولو زبیښه ده . په دې خاطر خپلې سترګې په خپله ولکه کې و ساتۍ. پرته له اړتیا لیدل او داسې لیدل چې د فتنې سبب کیږی د عذر وړدې . که چیرې د لیدلو له پاره رښتیا هم اړتیاوی یا ترې کومه تمدنې ګټه متصوره وي ، نو د احتمالي فتنې باوجود هم دهغې لیدل روا دی . خو که چیرې دلیدلو حاجت هم نه وی او د فتنې احتما ل هم شتون ونه لري نو د ښځې له پاره دسړی لیدل روا دی خو د سړي له پاره دښځې لیدل روا نه دي مګر دا چې په ناڅاپي توګه یې پرې نظر ولویږي.
دښایست دښکاره کولو څخه ممانعت او دهغې حدود:
د سترګو ټیټولو یا نظر د ټیټولو(غض بصر) حکم د ښځو او نارینه و دواړو له پاره و ، خو دهغې څو احکام یوازې د ښځو له پاره دي ، دهغې لومړې حکم دادې چې ښځې دې د یوې محدودې دایرې څخه بیرون دخپل زینت دښکاره کولو څخه ډډه وکړی . ددې حکم په مقصد او دهغې په تفصیلاتود غور کولو نه د مخه هغه احاکم یو ځل بیا په ذهن کې راتازه کړئ چې ددې تر مخه د لبا س او ستر په هکله بیان شوې دې .
د مخ او لاسونو پرته دښځې ټول جسم ستر دې او دپلار ، کاکا ، ورور او ان دخپل زوې تر مخه یې هم ښکاره کول روا نه دې ، ان تر دې چې ښځې ته هم دښځې عورت ښکاره کول مکروه دی ۱
[۱:- دښځې له پاره بلې ښځې ته د نامه د غوټۍ نه لاندې د زنګانه د سترګې پورې د برخې لیدل هم دغسې حرام دي لکه د سړې له پاره چې د بل سړي دغه برخه لیدل حرام دي ، د جسم پاته برخه لیدل ورته مکروه دي خو قطعي حرام نه دي ]
ښځې ته اجازه ورکړل شوې چې خپل زینت ددغې لاندې خپلوانو تر مخ ښکاره کولاې شي ، میړه ، پلار ، خسر ، زوې ، دبنې زوې ، ورور ، وراره او دخور زوې .
هغه دداسې وګړو تر مخ هم خپل زینت را څرګندولې شي چې تابع یا تر لاس لاندې خلک وي او دښځو په لور میلان کونکو سړیو څه نه وی ۲
[۲-:…. ددې حکم په تفسیر کې حافظ ابن کثیر لیکي چې ددې څخه هدف مزدور ، ملازم تابعدار سړي دي چې دښځو په لور میلان لرونکې نه وي ، چالاکه او تیز ډوله خلک نه وی بلکه نیک او ساده خلک وي « ابن کثیر» .
شهوانی میلان نه درلودل په دوو حالاتو کې شوني دي، یو دا چې په هغې کې بلکل شهوت له منځه تللې وي ، لکه ډیر زاړه خلک ، د ناقص عقل خاوندان ، ابله یا پیدایشی شنډ. بل داچې په هغوی کې شهوانی قوت اود ښځو په لور میلان خو موجود وی مګر د خپلې ماتحتۍ او لاس لاندی توب په اساس هغه د هغه سړي دښځو سره کوم ډول شهوانی اړیکي نه شی پیداکولاې چیرته چې هغه د ملازم ،نوکر او یا مزدور په څیر کار کوي ، او یا د چاپه کور کې چې هغه د مسکین او فقیر په څیر د خیرات د غوښتلو له پاره ورځې .
د «أوالتبعین غیر اولې الاربة من الرجال… » اطلاق په همدغه ډول دواړو طبقو باندې کیږی . خو دا فکر به ساتئ چې ددغه ډول خلکو تر مخه چې ښځې ته د زینت سره د راتګ اجازه ورکړې شوې په هغوې کې ددغه دواړه ډولو صفتونو موجودیت حتمی دې ، لمړۍ د اچې هغه دهغې کور تابع وي او بل دا چې هغه ددې کور د ښځو سره د شهوانی اړیکو د ټینګولو تصور او فکر هم نه شی کولاې او دا دهرې کورنۍ د مشر مسؤلیت دې چې دغه ډول خلکو ته چې هغه ورته کورته د راتللو اجازه ورکوي په هغوې باندې د (غیر الاولي اربه) کیدو کوم ګومان چې هغه په لمړیو کې کړې و هغه سهي ثابیتږي او که نه ، که چیرې د لمړنی اجازت وروسته کله هم ددې شک ځاې پیدا شي نو دغه اجازه منسوخولاې شی په دې هکله بهترینه نمونه دهغې مخنث ده چې نبې کریم صلي الله علیه و سلم هغه ته کورته د ننوتلو اجازه ورکړې وه او بیا د یوې پوښتنې وروسته نه یوازې دا چې هغه یې کور ته د ننوتلو څخه بندکړ بلکه د مدیني څخه یې هم وویست ، دهغه قصه داسې ده چې: [ په مدینه کې یو مخنث چې د پاکو بیبیانو کوروته به یې تګ راتګ کاوه ، یوځل هغه دسیدې ام سلمې رضي الله عنها په کور کې ناست و او دهغې د ورور عبدالله رضي الله عنه سره یې خبرې اترې کولې په دغه وخت کې نبې اکرم صلي الله علیه و سلم تشریف راوړ او دکور په دروازه کې یې د قدم د ایښودلو سره سم دا واوریدل چې هغه عبدالله رضي الله عنه ته ویل : که چیرې سبا طائف فتح شی نو زه به د غیلان ثقفي لور تاته درو ښیم او په یوې ډیرې شرمناکې توګه یې د هغې ستاینه وکړه ، کله چې نبې کریم صلي الله علیه و سلم د هغې دغه خبرې واوریدې نو ویې فرمایل :
[لقد غلغلت النظر الیها یا عدو الله « اې د الله دښمنه ! تا په هغې کې خپلې سترګې ښې ورننویستې وې »]بیا یې پاکو بیبیانو ته وفرمایل : زه وینم چې دا د ښځو د احوال څخه باخبره دې ، په دې اساس باید دا ستاسې کورونو ته پس له دې را نه شي ، بیا هغه په دې هم بسنه ونه کړه ، هغه یې له مدینې څخه وویست او په بیدیا کې یې ورته د اوسیدو حکم وکړ . ځکه چې هغه چې د غیلان د ستر کومه نقشه ویستلې وه دهغه څخه نبې کریم صلي الله علیه و سلم دا اندازه وکړه چې ددې شخص د ښځیتوب په اساس ښځې ددې سره دومره بې تکلفي کوي لکه څومره یې چې د نورو ښځو سره کوي او په دې توګه هغه د هغوې دداخلي حالاتو څخه په خبریدو سره د هغوی ستاسینه دنارینه و تر مخ کوي چې ورڅخه لویې او سترې فتنې را ولاړیږي [ بذل الجهود کتاب اللباس باب ماجاء في قوله تعالې « غیر الولې الاربة من الرجال» ]
ښځې دداسې کوچنیانو تر مخه هم زینت ښکاره کولاې شی په کومو کې چې تر اوسه پورې جنسی احساسات نه وي راپیدا شوي ، قرآن مجید کې فرمایې چې :
[أو الطفل الذین لم یظهروا علې عورت النساء…..الایة ( «النور ۳۱»]
( او داسې کوچنیان چې تر اوسه د ښځو په پټو خبرو باندې پوه شوي نه وي یعنې هغه ما شومان چې لا تر اوسه پورې دښځو له پټو خبرو سره اشنانه وی )
د خپلو ناستو پاستو ښخو تر مخ هم د ښځې زینت ښکاره کول روا دې په قران مجید کې د« النساء» (ښځو ) الفاظ نه دې استعمال شوي بلکه د «نسائهن » (خپلو ښځو ) الفاظ را غلي دی. ددې نه را په ډاګه کیږی چې ددې څخه نیکي ښځې یا دخپل کور ،یا خپلوانې یا د خپلې طبقې ښځې هدف دې دهغې نه اخوا پردۍ ښځې چې هر ډول مجهول الحال او د شکمنو کړو وړو خاوندانې او خپل سری او بدنامې ټولې ښځې شاملې دي ، ددې اجازې څخه وتلې دي ځکه چې هغوې هم د فتنې سبب ګرځې . په همدې اساس کله چې د شام (سوریي ) لورې ته مسلمانان ولاړل او د هغوې ښځې هلته د یهودي او نصراني ښځو سره بې تکلفه ورګډی شوې نو سیدنا عمر رضی الله عنه د شام امیر ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه ته ولیکل چې مسلمانې ښځې د اهل کتابو دښځو سره یو ځاې حمامونو ته د تللو څخه منه کړئ «ابن جریر ».
سیدنا عباس رضی الله عنه په صراحت سره وایې چې مسلمانې ښځې دکفارو او اهل ذمو دښځو تر منځ خپل ستر د هغه نه زیات نه شي ښکاره کولې لکه څومره چې دپردیو سړیو تر مخ يې ښکاره کولې شی « تفسیر کبیر».
ددې څخه کوم مذهبی امتیاز هدف نه و بلکه مسلمانې ښځې دداسې ښځو د اغیز څخه خوندي ساتل و چې دهغوی د تهذیب او اخلاقو سهي حال معلوم نه و یا ترکومه حده پورې چې معلوم هم و نو هغه داسلام له آنده د نیوکې وړ و ، پاته شوې هغه غیر مسلمانې ښځې چې نیکې ،حیادارې او د نیک خوې خاوندانې وې نو هغوې په «نسائهن » کې شاملې دي .
په دغه حدودو باندې د غورکولو وروسته دوه خبرې مخته راځی :
لمړې:- دا چې دکوم زینت ښکاره کول چې په دغه محدوده کې راځې هغه د عورت د ستر څخه نور شیان دی لکه د زیواراتو اچول ، بهترین کالي اولباس اغوستل ، ځان ښایسته کول ، رانجه کول ، د نکریزو پورې کول، د ویښتانو ږومنځول ، او نور ارایش دې چې ښځې یې دخپل اونثیت په غوښتنې په خپلوکورنو کې په کولو عادی وی .
دوېم:- دا چې ددغه ډول ارایشونو دښکاره کولو اجازه یا خو دهغه نارینه و تر مخ ورکړل شوې چې دهغې ابدي حرمت هغوې ددغه ښځو له پاره حرام کړې دې ، یا دهغه وګړو ترمخه چې جنسي میلانات و نه لري او یا د هغوې تر مخ چې د فتنې د راولاړیدو سبب نه شي ګرځیداې . په همدې خاطر یې دښځو له پاره د « نسائهن » قید ایښې دي د تابیعینو له پاره یې د « غیر اولي الاربة:» او دکوچنیانو له پاره یې د« لم یظهروا علې عورات النساء» . ددې نه دا را په ډاګه کیږی چې د شارع هدف د ښځو د زینت څرګندول په داسې یوې حلقی کې محدودول دی چې په هغې کې د هغوې د حسن او ارایش څخه کوم ناروا جذبات را پیدا نه شي او د جنسي شکمنې انتشار د راپیداکیدو مخنیوی وشي .
ددې حلقي نه بیرون چې څومره سړي دي دهغوې په هکله یې فرمایلي دي چې دهغوې تر مخه به خپل زینت نه ښکاره کوي ، ان تردې چې فرمایي د تګ په وخت کې به خپلې پښې په ځمکه دومره په زور نه ږدۍ چې دهغې په واسطه ستاسې د پټ زینت حال « د اواز په واسطه » را څرګند شی او د خلکو توجه ستاسي لورې ته معطوف شی . په دغې فرمان کې یې چې دپردیو څخه د کوم زینت دپټولو حکم کړې نو د ا هماغه زینت دې چې درا څرګندیدو په هکله یې یوې محدودې حلقې ته چې یادونه یې وشوه اجازه ورکړل شوې . هدف بلکل څرګند دې ، که چیرې ښځې ځان سنګار او دداسې خلکو مخته را ووځی چې جنسی غوښتنې لری نو پرته له شکه به دهغوې اغیزې هماغسې وی لکه څنګه چې د بشریت غوښتنه ده ، دا هیڅوک نه وایې چې د زینت دداسې را څرګندیدو سره به هره ښځه فاحشه وی او هر نارینه به یو بدکاره انسان وي ،خو ددې څخه هم څوک نه شی منکریداې چې د زینت او ارایش سره دښځوښکاره ګرځیدل راګرځیدل او په محفلونو او غونډو کې د ګډون کولو څخه بې شمیره پټ او ښکاره رواني او مادی زیانونه را ټوککیږی ، نن د اروپا او امریکاښځې دخپلو او دخپلو میړونو د ګټو ډیره برخه په ارایش باندې مصرفوي او ورځ په ورځ دهغوې دغه مصرف دومره زیاتیږي چې دهغو اقتصادي وسایل دهغې د بار دپورته کولو څخه عاجز دی ۱.
[۱-: همدا اوس اوس د کیمیاوی وسایلو د جوړونکو لخوا یو نمایش جوړ شوی و چې په کې د مختلفو پوهانو د بیانونو څخه څرګنده شوه چې د انګلستان ښځې په خپل ښایست او ارایش باندې د کال دوه کروړه (شل میلیونه ) پونډه ، او امریکایې ښځې( ۱۲ ) نیم کروړه پونډه مصرفوي ، د شمیرنو او احصائیو له مخې نژدې نوې په سلو کې ښځې د سینګار (Makeup) سره عادت دی .]
ایا په هغوې کې دغه لیونتوب د شوقي نظر د خاوندانو د لیدلو په واسطه نه دې را پیدا شوې چې تل په بازارونو ، دفترونو او د ټولنې په نورو ځایوکې سنګار شوو ښځو د استقبال اوښه راغلاست له پاره ولاړې وی ؟ بیا لږ څه دقت وکړئ چئ اخر دښځو د ارایش ددومره شوق دپیدا کیدو او د طوفان په څیر دهغې د پرمختګ عوامل څه دي ؟ همدا دې که نه چې هغوې د نارینه و په واسطه استقبال او تحسین شي او دهغوې په سترګو کې د ورننوتلو هڅه او هاند وکړي ۱
[۱:-د ښایسټ لیونتوب په ښځو کې دومره ډیر شوې دې چې د دغه هدف په خاطر دخپلو ځانو ورکولو ته هم تیارې دي ، دهغوې اخري هاند داوي چې د یوې ښکلې نانځکې په څیر و اوسي او دهغوې په وجود د یو پوټي په اندازه غوښه هم زیادت و نه مومي ،د ښایست له پاره چې د پنډیو ، ورنونو ، او تیونو کومه اندازه ددغې کار پوهانو ټاکلې نو هره ښځه خپل ځان په همدغه تول تلي ، یعنې دا چې دهغو بدبختو دژوندانه بل هیڅ هدف ددې پرته چې د نورو په سترګو کې مرغوبي او محبوبی و ګرځي نور څه نه دي . دهمدې مقصد په خاطر هغوې لوږې تیروي ، جسم ته وده ورکونکې غذاګانی په ځان بندوي د لیمو په جوس ، ترخې قهوی او داسې نورو سپکو غذاو باندې ګذاره کوي بلکه دهغې پر خلاف داسې ادویات استعمالوي چې هغې وچې کلکې کړي . دهمدغې لیونتوب په خاطر ډیرو ښځو خپل ځانونه له لاسه ورکړل او تر اوسه یې لا له لاسه ورکوي . په «۱۹۳۷» ز کال کې د بوډاپسټ یوې مشهورې لوبغاړې « جوسي لاباس» د زړه دحرکت د بندیدو په اساس ژوند له لاسه ورکړ ، وروسته له څیړنو څخه را څرګنده شوه چې هغې دڅوکالو را هیسی قصدا د نیمې لوږې ژوند تیراوو او دخپل وزن دکمښت له پاره یې درمل استعمالول، بالاخره د هغې ځواکونو ځواب ورکړ. ددې وروسته نورې پیښې هم په همدغې توګه را منځته شوې ، «ماګدابرمیلې » چې دخپل ښایست له پاره په ټوله هنګری کې مشهوره وه دهمدغې (وجود سپکوالي ) په شوق له منځه ولاړه ، بیا یوه سندرغاړی «لوئیسازابو» چې سندرو یې ټول بازارونه نیولې و د ستیج ترمخه دکینسر ت ورکولو په حالت کې د زرګونو لیدونکې په وړاندې پرځمکه راپریوته او بې هوشه شوه هغه ددې لامله غمجنه وه چې دهغې جسم د اوسني وخت دمعیار سره برابر نه دې ، دهمدې مصیبت د لرې کولو له پاره یې د مصنوعي لارو خپلولو پریکړه وکړه اوپه دوه میاشتو کې یې (۶۰ ) پونډه وزن له لاسه ورکړ . پایلې یې داشوې چې زړه یې بلکل کمزورې شو او یوه ورځ یې د حسن د رانیونکو تر مخ خپل ځان د تل له پاره و پلوره ، ددې وروسته «ایمولا » په نامه د یوې لوبغاړې نوبت راغې . او هغې هم د مصنوعي لارو څخه خپل ځان دومره نرې کړ چې په یوه تل پاتې ذهني ناروغۍ ککړه شوه او د سټیج په ځاې د لیونیانو په خونه کې ور واچول شوه .د همدې ډول مشهورو شخصیتونو پیښې خو په ورځپاڼو کې هره ورځ خپریږی خو څوک پو هیږی چې ددغه حسن او عشق لیونتوب چې په کور کور کې خپور شوې دې هره ورځ څومره صحتونه او څومره ژوندونونه له منځه وړي ؟ څوک ویلې شی چې ایا دا د ښځو ازادی ده او که غلامی ؟
ښځو ته ددغه تش په نامه ازادۍ پر هغوې د نارینه و د غوښتنو استبداد او تسلط نور هم زیات کړ ، دې کار خو هغوې د غلامۍ په داسې زنځیر کې راونغاړلې چې هغوې د خوراک څښاک او ښه صحت څخه هم بې برخې شوې. د هغوې مسکینانو مرګ او ژوند یوازې د نارینه و په خاطر دې ؟]
دا ټول د څه له پاره ؟ ایا دا یوه معصومه اوپاکه جذبه ده ؟ ایا دهغې تر شا هغه جنسي غوښتنې قرار نه لری چې د خپلې فطري دایرې څخه د راوتلو هڅه او د خپریدو هاند کوی ؟ او دکومو د غوښتنو د ځواب ورکولو له پاره چې په بل اړخ « نارینه و » کې هم هماغسې جذبات او غوښتنې موجودې دي؟ که چیرې تاسې ددې څخه انکار وکړئ نو امکان لري چې تاسې په دې دعوه کولو کې هم درنګ و نه کړئ چې دهغه غره په سر چې کوم دود تر سترګو کیږی د هغې په تل کې پرته «لاوا» دبیرون راوتلو له پاره ناقراره نه ده . تاسې د خپل عمل په هکله واک لرئ هر څه چې غواړئ ویې کړئ خو دحقایقو څخه انکار نه شئ کولاې . دا حقیقت څه پټ هم نه دې او زمونږ تر مخه دې او د لمر څخه ډیر روښانه دخپلو نتیجو سره یو ځاې را څرګند شوې او تاسې دغه نتایج د پوهې اویا ناپوهۍ دواړو حالاتو کې قبلوئ خو اسلام دا په هماغه خپل ځاې کې منه کول غواړي ، له کومه ځایه چې پیل کیږي ځکه چې د اسلام نظر د زینت او ښکلا په هغه معصومې پیلامې باندې نه دې بلکه دهغې په ډیر بد نامعصومه او نا پاکه انجام باندې دې چې په ټوله ټولنه د قیامت د تورې تیارې په څیر را خپریږي . لکه چې فرمایې :
[مثل الوافله في لاذینه في غیر اهلها کمثل ظلمة یو القیمة لا نور لها ] ( د زیب او زینت سره د پردو خلکو تر مخ په ناز اونخرو ګرزیدو نکې ښځې داسې مثال لري لکه دقیامت د ورځې تیاره چې هیڅ ډول نور په کې نه وي «ترمذي»].چیرې چې په قران کې د پردیو تر مخې د زینت د راڅرګندولو څخه منه شوې هلته د «الا ماظهر منها » یوه استثنا هم شته چې مطلب یی دادې چې دهغې زینت په ښکاره کیدلو کې هیڅ مضایقه او باک نه شته چې په خپله را ښکاره شي. خو خلکو ددغه استثناء څخه د ډیروګټو د پورته کولو هڅه کړې ، مګر ستونزه داده چې په دغه الفاظو کې د ډیرې فایدې د پورته کولو ځاې نه شته ، شارع یوازې همدومره وایې چې تاسې په خپله اراده او خوښه د پردیو تر مخ خپل زینت مه ښکار کوئ ، خو هغه زینت چې پخپله را ښکاره شی یا په غیرې عادي حالاتو کې را څرګند شی نو د هغې په هکله تاسې مسؤل نه یاست ، مطلب په ډاګه دې ستاسې نیت باید د زینت د ښکاره کولو نه وي ، همدا راز په تاسې کې داسې جذبه اواراده باید وجود ونه لری چې خپل ارایش او ښایست نورو ته و ښایاست او یا که نور څه نه وي نو دخپلو ګاڼو په شرنګولو د پردیو سړیو توجه خپلې لوری ته را وګرځوئ . تاسې باید له خپله اړخه د ښکلا او زینت د پټولو هڅه وکړئ بیا کله چې کوم شې په غیر عادي حالاتوکې څرګندیږي نو الله تعالې تاسې د هغې په هکله نه مواخذه کوی ، تاسې چې په کومو کالیو کې خپل زینت پټوئ نو هغه خو به په هر حال را څرګندیږي ، ستاسې قد او قامت ، جسماني تناسب ، غټوالي او وچوالې ، به په هغې کې محسوسیږي ، د اړتیاو او ضرورتونو له پاره د لاس یا د مخ کومه برخه خو باید را ښکاره کړل شي . نو که چیرې داسې وشول په هغې کې هیڅ حرج نه شته ، ځکه چې ستاسې په نیت کې د هغې را څرګندول نه و. تاسې دهغې په را څرګندولو مجبور شوي یاست . اوس نوکه ددغه شیانو څخه کوم ذلیل انسان خوند اخلي نو اخلي دي یې ، ، هغه به د خپلې بد نیتۍ سزا په خپله ګالي ، د اخلاقو او تمدن له اړخه چې تاسې څومره مسؤلیت په غاړه درلود هغه تاسې تر خپلې وسې پورې پوره کړې . دا د هغې آیت سهي مفهوم دې . د مفسیرینو تر منځ چې دهغې په هکله څومره توپیر شته که چیرې تاسې په هغې ټولو غور وکړئ نو په ډاګه به شې چې د ټولو اختلافاتو تر څنګ دهغوې د ویناو هدف هماغه دې چې پورته بیان کړل شو.
د ابن مسعود، ابراهیم نخعي اوحسن بصري له آنده د ښکاره زینت څخه هدف هغه لباس او کالی دي چې دهغې یه واسطه پټ زینت پټیږی لکه برقه او څادر . ابن عباس ، مجاهد ، عطاء، ابن عمر ، انس ، ضحاک ، سعید بن جبیر او زاعي رحمة الله علیهم اجمعین ، او د نورو حنفي علماؤ له «ماظهر منها » څخه مراد مخ او لاسونه دي او د ښایست او ښکلا هغه وسایل هم په کې شامل دي چې په مخ او لاسونو کې په عادي توګه موجود دي لکه د لاسو نکریزي ، ګوتې او دسترګو رانجه او ….. د سعید بن المسیب له آند مخ ترې مستثنا دې او دحسن بصري یوه وینا هم دهغه تائید کوي . سیدة عایشه رضي الله عنها د مخ پټولو په لور میلان لری د هغې له نظره د ښکاره زینت څخه مقصد لاس ، د لاس بنګړي ، او د لاس ګوتې هم دې . مسور بن محزمه او قتاده لاسونه د خپل ټول زینت سره دښکاره پریښولو اجازه ورکوی خو دمخ په هکله دهغې له وینا څخه داسې څرګندیږي چې د ټول مخ د ښکاره کولو پر ځاې یوازې د سترګو ښکاره کول جایز بولي .
ددې توپیر په اهدافو غور وکړئ ، دغه ټولو مفسیرنیو د « الا ماظهر منها» څخه دا مقصد اخیستې دې چې الله تعالې دداسې زینت د ښکاره کولو اجازه ورکړې چې په غیر عادی (اضطرارې ) حالاتو کې را څرګند شی یا د کوم چې د راښکاره کولو له پاره اړتیا پیدا شي ، دمخ او لاسونو را ښکاره کول او یا هغه د خلکو د نظر د جذباتو په خاطر استعمالول د هیڅ چا هدف هم نه دې ، هر یو د خپلې پوهې او د ښځې د اړتیاو په نظر کې نیولو په اساس ددې هڅه کړې څو و پوهیږی چې ترکومه ځایه اړتیا دکوم ځاې د ښکاره کولو ایجاب کوي یا کوم ځاې په اضطراری حلاتو کې ښکاره کیداې شی او یا عادتا خلاص پاته شی ، مونږ وایو چې تاسې « الا ماظهر منها » دهغوې څخه د هیڅ یوه سره مه تړئ ، یوه مؤمنه ښځه چې د الله تعالې او دهغې د رسول صلي الله عیله وسلم د احکامو د زړه له خلاصه پابندی کوي ، او فتنې کې د ککړیدو هیڅ ډول اراده و نه لري هغه دخپلو اړتیاو او حالاتو به اساس پریکړه کولی شي چې مخ یا لاسونه ښکاره کړي او که نه ؟ کله یې را ښکاره کړي او کله یې را ښکاره نه کړی .؟ او تر کومه حده پورې یې را ښکاره کړي ؟ په دې هکله قطعي احکام نه د شارع لخوا صادر شوي او نه په دې کې څه حکمت شته چې قطعي احکام وضع کړل شي ، کومه ښځه چې دخپلو اړتیاو په خاطر بهر ته د تللو او د کار په کولو محبوریت ولري نو هغې ته کله د لاس د ښکاره کولواو کله د مخه د ښکاره کولو اړتیا پیدا کیږی ، دغسې ښځې ته د ضرورت په لحاظ اجازه شته او دکومې ښځې حال چې دغسې نه دې نو دهغې له پاره پرته له اړتیاو قصداٌ ښکاره کول نه دی په کار . نو د شارع مقصد دادې چې د خپل ښایست د راښکاره کولو په خاطر که چیرې کوم څیز قصدا بې حجابه کړي نو دا ګناه ده که پخپله له ارادې پرته کوم څه را ښکاره شول نو ګناه یې نه شته . که چیرې واقعي اړتیاوې او د کوم ځاې په ښکاره کولو سره هغوې مجبوره کړی نو دهغې ښکاره کول روا دی اوس پاته شوه داپوښتنه چې د حالاتو او اضطرار له مخې د مخ د ښکاره کولو حکم څه دې ؟ ایا شارع دهغې ښکاره کول غوره ګڼي یا نه ښکاره کول ؟ دهغې دښکاره کولو اجازه یوازې د اړتیاو او اشد ضرورت پر محال ورکړل شوې او یا دهغوې په وړاندې د پردیو خلکو څخه دمخ پټول د اهمیت وړ شې نه دې؟ ددغې پوښتنو دحل له پاره داحزاب د سورې (۵۹م) آیت داسې رڼا اچوي:
د مخ په هکله حکم :
هغه حواله چې د احزاب د سورې په هکله پورته ورکړل شوې دهغې الفاظ دادي:
[یأ یها النبي قل لازواجک و بناتک …….الایة «الاحزاب ۵۹»] .( اې نبې ! خپلو بیبیانو او خپلو لوڼو ته او همدا راز د مسلمانانو ښځو ته ووایاست چې په ځان د پاسه د خپلو څادرونو پلوونه را ځوړند کړی دا د دوی له پاره ډیره موزونه لاره ده تر څو هغوې و پیژندلې شي او تنګې نه کړل شي ).
دا ایت یوازې د مخ د پټولو په اړه دی ، «جلابیب» د «جلباب » جمع ده چې معنا یې څادر دې ، د «ادنی » معنا«ارخاء» یعنې را خپرول او د را ځوړندلو ده. د «یدنین علیهن من جلبیبهن » لفظي ژباړه داسې کیږي ، (دخپلو ځانونو دپاسه دخپلو څادرونو یوه برخه را ځوړنده او را خپره کړئ )، او د څادر د پلو څخه هم همدغه مفهوم اخستل کیږي ، خو اصل مقصد ترې هغه ځانګړې حالت نه دې چې په عامه توګه د پلو ( څادر د څنډی ) څخه تعبیر یږي ، بلکه هدف یې د مخ پټول دي ، دا که د څادر دڅنډو په واسطه وشي او یا د نقاب په واسطه وي او یا دبلې کومې طریقي څخه. ددې ګټي دا ښوول شوي دي چې کله هم مسلمانې ښځې په پوره ستر سره بیرون ووځي نو خلکو ته به معلومه شي چې دا ښځې نیکې ښځې دي ، بې حیا نه دي. په دې خاطر څوک پرې غرض نه شي کولې ، د قران کریم ټولو مفسیرینو ددې آیت همدغه مفهوم بیان کړې، حضرت ابن عباس رضي الله عنه ددې آیت په تفسیر کې وایې چې :
( الله تعالې مسلمانو ښځو ته ددې حکم کړې چې کله هم هغوې د خپلو اړتیاو په خاطر دکورو څخه بهر وځي نو د سر د پاسه دې د خپلو څادرونو دپلوونو په را ځوړندولو خپل مخونه پټ کړي. «تفسیر ابن جریر»].
امام محمد بن سیرین دعبیده بن سفیان بن الحارث الحضري څخه و پوښتل چې په دې حکم څرنګه عمل کیداې شی ؟ هغه خپل څادر په ځان را واچاوه او خپل تندې ، پوزه او یوه سترګه یې پټه کړه او یوه یې ښکاره پریښوده .«تفسیر ابن جریر ۲۲م ټوک ۲۹م مخ »
علامه ابن جریر طبري ددې آیت په تفسیر کې لیکي چې :
[اې نبې! خپلو بیبیانو ، لوڼو او دمسلمانانو ښځو ته ووایه چې کله هم دکوم ضرورت له مخې د خپلو کورونو څخه وځي نو د وینځو په څیر لباس دې نه اغوندي چې سر او مخ یې ترې ښکاره کیږي بلکه هغوې دې په خپلو ځانونو د پاسه د خپلو څادرونو څنډې را واچوی تر څو کوم فاسق هغوې ته تکلیف ور و نه رسوي ، او ټول په دې و پوهیږي چې دغه نیکې ښځې دي «تفسیر ابن جریر»].علامه ابو بکر جصاص لیکي چې:
[ دا آیت په دې خبرې دلالت کوي چې ځوانو ښځو، ته د پردیو څخه د مخ د پټولو حکم شوې دې او هغوې ته د کورونو څخه د وتلو په وخت کې د خپل عفت او عصمت فکر کول په کار دي تر څو چې خلک دهغوې په هکله طمع و نه کړي « احکام القرآن دریم ټوک ۴۵۸م مخ»].علامه نشاپورې په خپل تفسیر غرایب القرآن کې لیکي چې:
[ داسلام په لومړیو وختونو کې به ښځې دجاهلیت د زمانې په څیر په کمیس او ټیکري کې بهر ګرځیدلې او دنیکو ښځواو نورو ښځو په کالیوکې به کوم ځانګړې توپیر نه تر سترګو کیده ، بیا حکم وشو چې څادرونه دې په ځانونو راوا چوي او خپل سر او مخ دې پرې پټ کړي تر څو خلکو ته په ډاګه شی چې دا نیکې ښځې دي فاحشې نه دي « تفسیر غرایب القران د ابن جریر په حاشیه ۲۲م ټوک ۳۲م مخ »].امام رازي لیکي چې :
[د جاهلیت په وختونو کې د اشرافو ښځې او وینځي به په یوه شان ازادې ګرځیدې او بدکاره خلکو به هغوې تعقیبولې. الله تعالې شریفو او نیکو ښځو ته حکم وکړ چې هغوې دې د خپلوځانو د پاسه څادرونه را واچوي اوورته یې وفرمایل چې «ذلک أدنې أن یعرفن فلایؤذین » .نو ددې څخه دوه ډوله پوهه تر لاسه کیږی ، یو داچې د هغوې د لباس له مخې به هغوې و پیژندل شي چې دا نیکې او شریفې ښځې دي نو(ذلیل وګړي به ) دوې تعقیب نه کړاې شي . بل دا چې ددې نه به دا را په ډاګه شي چې دا بد کاره ښځې نه دي ، ځکه کومې ښځې چې مخ پټ کړي په داسې حال کې چې مخ عورت نه دې ۱
[۱:- عورت په اصطلاح کې د جسم هغې برخې ته وایې چې د ښځې یا میړه پرته د بل هر چا څخه یې د پټ پاته کیدو حکم شوې ، د سړي د جسم هغه برخې ته چې د نامه د غوټۍ او زنګون د سترګو تر منځ ده ، عورت ویل کیږي ] چې پټول یې فرض دي . نو هیڅوک به د هغې څخه دا هیله نه کوي چې داسې شریفې ښځې به هم د عورت د رابرسیره کولو له پاره اماده او تیارې کړل شي نو ددغه ډول کالیود اغوستن څخه دا په ډاګه کیږی چې دا یوه پرده کوونکې ښځه ده او دبدکارۍ امید ترې نه شې کیداې «تفسیر کبیر ۶م ټوک ۵۹۱م مخ».قاضی بیضاوی لیکي چې «یدنین علیهن من جلبیبهن » یعنې کله چې هغوې د خپلو اړتیاو په خاطر بیرون وځي نود خپلو څادرونو په واسطه دې خپل مخونه او جسمونه را ونغاړي ، دلته د «`Îg» لفظ د بیلتون له پاره دې یعنې د څادرونو یوه برخه دې پر مخ را واچوی او په بله برخه کې دې یې خپل جسم را ونغاړی« ذلک أدنې أن یعرفن فلایؤذین» یعنې په دغه ډول به د هغوې او د وینځو او سندرغا ړو تر منځ تمیز پیدا شي . « فلایؤذین t » او د شکمنو اعمالو خاوندان به د دوې په لورې د لاس اوږودونې جرئت ونه شی کړاې « تفسیر بیضاوي ۴م ټوک ۱۶۸م مخ »].
ددې ویناو څخه را په ډاګه کیږی چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د مبارک وخت نه تر اتمې پیړۍ پوې په هر وخت کې ددې آیت څخه همدغسې مفهوم اخیستل شوې دې او دا هماغه مفهوم دې چې مونږ هم ددې الفاظو څخه را اخستې دې . ددې نه وروسته د احادیثو په لور رجوع وکړئ نو هلته هم دا را په ډاګه کیږی چې ددې آیت د نازلیدو وروسته په نبوي دور کې به مسلمانو ښځو په خپلو مخونو نقاب اغوست او د ښکاره مخونو دګرځیدلو رواج بند شوې و .
په ابوداود، تر مذي او د احایثو په نورو کتابونو کې راغلي چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم د احرام په وخت کې ښځې د نقاب اچولو او لاسونو پټولو څخه منه کړې وې.
[المحرمه لا تنتقب و لاتلبس القفازین و نهی النساء فې احرامهن عن القفازین و النقاب ] . ددې نه دا په ډاګه کیږی چې په دغه مبارک دوران کې د مخونو د پټولو له پاره نقاب او د لاسونو د پټولو له پاره ددستانو رواج عام شوې و ، یوازې د احرام په حالت کې دهغې څخه منه شوې وه خو ددې نه هم دا هدف نه و چې په حج کې دې ښځې خپل مخونه په عام محضر کې خلکو ته ښکاره کړي ، بلکه هدف ترې دا و چې د احرام په فقیرانه حالت کې نقاب د ښځې د لباس برخه و نه ګرځي . لکه چې په عامه توګه ده ، همدا اراز په ځینو نورو احادیثو کې په دې تصریح شوې چې د احرام په حالت کې هم پاکو بیبیانې او عامو مسلمانو ښځو د نقاب اچولو پرته خپل مخونه د پردو سړو څخه پټول . په سنن ابوداود کې راغلي دي : [عن عایشة رضي الله عنها قالت کان الرکبان یمرون بنا و نحن مع رسول الله صلي الله علیه وسلم محرمات فاذا حاز وا بنا سللت احدانا جلبابها من راسها علی وجهها فاذا جاوزونا کشفناه «باب في المحرمة نعطي وجهها»] سیدة عایشة رضې الله عنها فرمایی چې سپاره به زمونږ تر څنګ نژدې تیریدل او مونږ ښځې به د رسول الله صلي الله علیه وسلم سره د احرام په حالت کې وو کله به چې هغه خلک مونږ ته مخامخ شول نو مونږ به خپل څادرونه دخپلو سرونو دپاسه په خپلو مخونو را اچول او کله به چې هغوې تیر شول نو مخونه به موښکاره کړل.)په موطا امام مام مالک کې راغلي دي:
[ عن فاطمة بنت المنذر قالت کنا نغمرو جوهنا ونحن محرمات و نحن مع اسماء بن ابوبکر الصدیق فال تنکره علینا ].( دسیدې فاطمې بنت منذر وینا ده چې مونږ به د احرام په حالت کې په خپلو مخونو باندې پلو اچولې و ، زمونږ سره دابي بکر صدیق لور اسماء هم وه هغې مونږ له دغې کار څخه منه نکړو. یعنې هغې دا ونه ویل چې د احرام په حالت کې د نقاب د استعمالولو چې کوم ممانعت شوې د هغې اطلاق زمونږپه دغه فعل باندې هم کیږی )
په فتح الباري کتاب الحج کې د عایشې رضي الله عنها څخه روایت دې چې:
[ تستدل المراة جلبابهامن فوق راسها علی وجهها](ښځې دې داحرام په حالت کې خپل څادرونه دخپلو سرونو له لورې په خپلو مخونو را خپاره کړي .)
پاته په دوه ویشتمه برخه کې ولولئ…