کور / تازه خبرونه / ګرانت کيپن : څه باندي ۲۰۰ شکايته راجستر سوي دي

ګرانت کيپن : څه باندي ۲۰۰ شکايته راجستر سوي دي

دانتخاباتي شکايتونو د کمېسيون مشر ګرانت کيپن نن په کابل کښي په يوخبري کنفرانس کي رسنيو ته ددوی د کمېسيون له خوا د پنجشنبې ورځي د ولسمشرۍ او ولاياتي شوراګانو د انتخاباتو اړوندو يو لړ شکايتونو د ثبت او راجستر کولو خبر ور کړ .

نوموړي وويل چي دوی ته د مستقيمو او غير مستقيمو درغليو په اړه ۲۲۵ شکاياتونه رسېدلي دي چي په اړه به يې ضرور پاملرنه او اجراء ات ترسره کيږي چي پدې سره به د درغلۍ اړوند صندوقونه او رايي وروسته لغوه اعلان کړل سي .

دانتخاباتي خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر داؤد نجفي پرون د شنبې يه ورځ په يوه خبري ناسته کښي رسنيو ته وويل چي د انتخاباتو اولي رسمي پايلي به د سپټمبر پر ۳ مه نېټه رسماً اعلان کړل سي او وروستۍهغه به دانتخاباتو د شکايتونو د کمېسيون تر کتني او تائيد وروسته په ډاګه سي .