ستا په راتلو هر مسلمان تقوا تقوا شي ښکلې
لاسونه لپه کړي الله (ج) ته په دعا شي ښکلې
د روژي مياشتی بختوره مبارکه دې شي
دسفر شپې مو شي اسانې چې ته راشي ښکلې
ټولې اسلامي نړۍ او په خاص ډول په هيواد کښي دننه او بهر د سولې او ارامې د راتلو په انتظار ستړي شويو افغانانو ته د روژې د مبارکې مياشتي د رارسيدو مبارکۍ د زړه له کومې وايم.او په دي هيله چي د افغانانو دغه زوروونکې انتظار نور په خير سر ته ورسيږې.
امين ثم امين
په ټوله اسلامي مينه او درنښت