د يونان په مرکز آتن کښي د ونو اورونه بل سوي چي له امله یې دوې ودانۍ وراني سوي او دښار څخه وتلي کلي په خطر کښي دي . ویل کيږي چي توند باد د اور په لا پراخولو کښي غټ رول لوبوي او د آتن د ښار پر سر یو نابوده دود ګرځي .
حکومتي چارواکي وايي چي د ۳ هغو کلیو اوسېدونکي دي خپل کورونه پرېږدي چي پراخه اور ته نژدې پراته دي . خبرونه زیاتوي چي پرون په ټوله يونان کښي تر ۱۰۰ ځایه زیات اورونه بل سوي وه چي له دې جملې څخه یې ۵ ترټولو پراخترین وه او د باد د توندوالي د کمېدو سره سم د اطفائیو لخوا په ډېرو ځايونو کښي اورونه ووژل سول .
د پراخه اورونو د وژلو لپاره ۶ الوتکي، ۳۵ اطفائیې او تر ۱۵۰ زیات د اطفائیې کارکوونکي په کار سره ګمارل سوي دي .
په یونان کښي د وچکالۍ له امله هر کال ورته اورونه بليږي چي د ۲۰۰۷ زېږدیز کال اورونه یې ترټولو خطرناکه وه ولي چي د هغو اورونو له امله تر ۷۰ زیات کسان له منځه ولاړل .