کور / تازه خبرونه / په انتخاباتو کښي د درغليو يوه بېلګه

په انتخاباتو کښي د درغليو يوه بېلګه

نن په درې بجو ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد میرویس یاسیني رسنیو ته په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه وړاندې کړل. نوموړي دا ثبوتونه په کابل کې په يو خبري کنفرانس کې رسنيو ته وښودل.

ياسيني رسنيو ته وویل چې د کندهار په ولایت کې د نوموړي په زرګونو رايي سوځول شوي او په زرګونو نورې څيرې شوي دي.

ياسيني رسنيو ته په سلګونو هغه رایې وښودلې چې په کندهار کې د یاسیني د كمپاين ناظرینو لاسته ورغلي دي. د رایو دا فورمې په زرګونو دي چې په سلګونو نمونې یې کابل ته انتقال شوي دي او پاتې نورې په کندهار کې په محفوظ ځای کې ساتل شوي دي. د یاسیني ناظرین وايي چې د یاسیني په زرګونو رايي سوځول شوي دي او چېرته چې یې دا نمونې پيدا کړي دي هلته یې د سوځول شوو رایو نښې هم پيدا کړي دي.

نن یاسیني رسینو ته وویل چې په ټاکنو کې د حاکم نظام درغلیو ټاکنې ناکامه کړي او د درغلیو یوه نومونه يي تاسو په خپلو سترګو ګورﺉ.

یاسیني د درغلیو بیلګه نن په کابل کې د اروپايی ټولنې استازي ته هم وړاندې کړي، اروپايي استازو په ټاکنو کې د درغلیو په ثبوتونو ډیر خفګان او اندیښنه ښودلې ده.

همدارنګه یاسیني د شکایتونو کمیسون ته د درغلیو ثوبوتونه په خپله ېوړل او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسون مسؤلینو ډیر افسوس او خفګان ښکاره کړئ او ویلي دي چې دا ثبوتونه روښانه ثبوتونه دي او په ټاکنو کې درغلي ثابتوي.

یاسینې رسنیو ته وویل چې په ټول هیواد کې داسې درغلۍ شوي او دا يي یوه بیلګه ده چې زما په زرګونو رايي د صندوقو څخه لرې شوي او په ځای يي د کرزي په ګټه په صندوقونو کې رايي اچول شوي دي.

په انتخاباتو کښي د درغليو بېلګي ښايي وروسته زياتوب و مومي خو نن د اروپايي ټولني ناظرينو په کابل کي د يو خبري کنفرانس په ترڅ کښي د خپل لوري څخه د پنجشنبې ورځي انتخابات په عمومي ډول عادلانه ، کامياب خوازادانه ونه بلل او ددوی په وينا د شمال په پرتله د افغانستان په جنوب کښي ډېر لږ خلګو خپلي رايي کارولي دي .

د راپورنو له مخي۹ تنه افغان ملکيانو او ۱۴ تنه امنيتي کسانو د انتخاباتو په ورځ خپل ژوند د لاسه ورکړئ او د دوو تنو په اړه ويل کيږي چي په جنوب کښي ګوتي ترې غوڅي سوي دي چي پړه يې پر وسلوالو طالبانو اچول سوې خو د طالبانو وياند قاري يوسف دا تور رد کړئ دئ .

د اروپايي ناظرينو د خبري کنفرانس يوه برخه :