د کاناډا د اونټاریو په ولایت کښي د توپان له امله یوه ۱۱ کلن ماشوم خپل ژوند د لاسه ورکړئ دئ .
د خپاره سویو راپورونو له مخي موټرانو او کورونو ته مالي زیان اوښتئ دئ او د درختو د چپه کېدو او نورو رامنځته سویو مشکلاتو له امله يوه لویه لاره د موقت وخت لپاره د ترافیکو پر مخ بنده وه .
حکومتي چارواکي وايي چي تقریبا د ۱۲۰ کورونو اوسېدونکو خپل کورونه پرې ايښي دي .
خبرونه زیاتوي چي د خرابي هوا له امله بعضي الوتکي هم ځنډېدلي دي .