د پرتګال د البفایرا په ولایت کښي د ماریا لایزا نومي په ساحل کښي د یوې غټي غونډی د یوې جګي څنډي د رانړېدو له امله دوه تنه نور لادرکه، څلور تنه زخمیان او پنځه تنه له منځه تللي دي .
د پرتګال حکومتي چارواکي وايي چي ددې غونډی د نړېدلي څنډي په اړه يې مخکي له مخکي د اخطار لوحې درولي وي . يوه عیني شاهد د پرتګال د لوزا خبري آژانس ته ویلي چي د ماپښین په شاوخوا کښي د یوې غټي غونډی جګه څنډه د سمندر پر غاړه راونړېده چي له امله یې په خلګو کي ناآرمي رامنځته سوه . .
ویل کيږي چي د ماریا لایزه ساحل په پرتګال کښي يو د مشهورو ساحلونو څخه دئ چي پکښي زیاتره وخت زیات شمېر ګرځندویان او د پرتګال اوسېدونکي په منظره راوځي .تراوسه پوري لا دا نه ده معلومه چي قربانیان به ګرځندویان او که پرتګالیان وي .
ویل کيږي چي د پرتګال ولسمشر انایبل کاواکو سیلوا په نوموړي ساحل کښي دخلګو سره کتلي دي .