په شنه ابي جوړه کې مه راته په مخه راځه
انقلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
ګلابي رنګ مې کمزوري ده ، نه چې و دې بخښم
په ګلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
ګوره ! روژه رالنډه شوې ده، کافر به مې کړې
سره ،شرابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
سپينه جوړه دې مبارک ؛خو په عذاب اوړمه
دې ثوابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
د چاپې دار کميس مېرمنې ! زړه مې شل رنګه شي
اظطرابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
تانده ځوانۍ کې خو مې غوښې په انګار مه نيسه
جلۍ ! اودي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه