افغان ولسمشر حامد کرزي نن سهار د کابل په اماني ليسه کښي د خپلي رايي د استعمال پر وخت پر ټول افغان ولس باندي يو وار بيا ږغ وکړ چي د ولسمشرۍ او ولاياتي شوراګانو د کانديدانو د انتخاب دپاره دي د رايي اچوني حوزو ته ولاړ سي اود يو ثبات افغانستان دپاره دي خپلي رايي وکاروي .
مېرمن ډاکتر زينت کرزي هم د کابل په استقلال لېسه کښي د خپلي رايي اچوني پر مهال د هيواد پر ټولو ښځينه وګړو باندي ږغ وکړ چي د انتخاباتو پدې تاريخي پروسه کښي دي ګډون وکړي او د خپل هيواد راتلونکي پخپله وټاکي .
د ولسمشرۍ نورو کانديدانو هم په بېلابيلو انتخاباتي حوزو کښي خپلي رايي کارولي خو رمضان بشردوست دخپلي رايي د اچوني پر مهال د ګوتي د رنګ د بې کيفايتۍ څخه شکايت کړئ دئ .
د انتخاباتو نننۍ پروسه چي د سهار پر ۷ بجو او ځينو سيمو کښي څه ناوخته پېل سوې د ماځيګر تر ۴ بجو پوري دوام کوي چي د اړتيا پر مهال به يې وخت تمديد هم کړل سي .
د يادوني وړ ده چي په ځينو سيمو کښي د ځينو مشهورو کانديدانو په پلوۍ د ښکاره درغلۍ راپورونه هم ورکړل سوي دي .