طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږدل سوي خبرپاڼه کښي ادعا کړې چي برايي يې د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په سياه بندي کلي کښي د بهرنيو ځواکونو يوه الوتکه راغورځولې ده .
احمدي وايي چي تېره شپه څه کم ۱۲ بجې په کجکي ولسوالۍ کښي د بهرنيو سرتيرو له خوا پر يو کور د چاپي وهلو پر مهال ددوی ملګرو د بهرنيو ځواکو يوه غټه الوتکه د ناستي پر مهال په راکټ ويشتلې چي دده په وينا وروسته پرې د هوا څخه د جيټ الوتکو بمباري هم سوې ده او پکښي ناست ۴۱ تنه خارجي پوځيان ټول وژل سوي دي .
ايساف ځواکونو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ويلي .