د ښاغلي ليکوال پوهندوی محمد اسماعيل يون ليکنه (مقابله که مفاهمه؟ مناظره که محاسبه؟) د بحث له پاره په زړه پورې ده. ما چې ولوسته نو غټې خبرې مې په کې دا وموندلې :
يو: د انتخاب له پاره کرزی ښه بديل نه دی. خو محاسبه ورباندې ځکه کېږي چې د ګټې په کور کې دی. پر دې سربېره، تريخی نه لري- د هر چا ورسره ګوزاره کېږي!
دوه: د انتخاب له پاره ښه بديل شته. په لوړه کچه وړتيا او کفايت لري. خو محاسبه ورباندې نه شي کېدی. ځکه چې ګټلی يې نه شي. اشاره يې ښاغلي غني ته ده چې د ده په اند يو غصه ناک بنيادم دی او سياسي او ټولنيز کرکټر يې د ده نه دی خوښ!
درې: او ډاکټر عبد الله عبد الله هم يو بديل دی چې ښايي ټاکنې وګټي. خو هغه د هېواد د سلامتۍ له پاره لوی خطر دی.
ښاغلي ليکوال غوښتي، لوستونکيو ته دا خبره تلقين کړي چې د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د مقابلې پر ځای مفاهمه په کار ده او د مناظرې پر ځای محاسبه. مګر دې ته يې نه دي کتلي چې که د يوې مسألې او هغه هم بيا د ټاکنو په شان د يوې ملي مسألې په باره کې د اړوندو اړخونو تر منځ اصولي مقابله او مناظره ونه شي نو سمه مفاهمه او دقيقه محاسبه يې په اړه ناشونې ده. ليکوال د ((مقابلې)) او ((مناظرې)) کلمې په ډېرې برسېرنې معنا کارولې دي. ده فکر کړی چې دا ګنې شخړې او جګړې ته وايي. البته، له شخړو او جګړو نه د ځان ساتلو احساس د ښه فکر اساس دی چې بايد قدر يې وشي.
ښاغلی ليکوال وايي، د ولسمشر کرزي د قانع کولو هڅه يې ډېره وکړه چې د ولسمشرۍ راتلونکي پېر ته د کانديديدا له پاره دې مارشال فهيم (چې ليکوال يې د ښاغلي کرزي په اقتفاء فهيم خان بولي) د خپل مرستيال په توګه نه غوره کوي. خو له بده مرغه چې هڅې يې بريالۍ نه شوې.
ليکوال يوه بله د کار خبره هم د ولسمشر کرزي له غوږه تېره کړې ده. ورته ويلي يې دي چې که د کندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو په لسګونو ولسوالۍ يې له واکه وتي نو له دغه يوه بل ولايت څخه دې هم لاسونه ومينځي چې د ولسوالۍ هومره نفوس نه لري- پنجشېر ورته يادوي. ځکه چې په تېرو ټاکنو کې يې هم فقط څو شپېته رأيې ځنې اخيستې وې! خو درېغه چې ولسمشر يې خبرو باندې غوږ هم نه ګروي.
د حيرانتيا خبره ده! ښاغلی ليکوال ښه پوهېږي چې هڅه يې د ښاغلي کرزي تګلوری نه شي بدلولی. خو بيا هم لګيا دی، کمپاين ورته کوي. تر دې چې د هغه د کاميابۍ له پاره د نورو پر سياسي او ټولنيز کرکټر د بطلان کرښه هم کاږي. ښاغلی ليکوال وايي چې د پښتنو په وړاندې د ولسمشر کرزي له دا ټولې بې پروايۍ سره سره هغوی بله کومه اسره نه لري- مجبور دي، همده ته رأيه ورکړي. که داسې ونه کړي نو وايي چې بېړۍ يې ډوبه ده. ځکه چې که ډاکټر عبد الله ټاکنې وګټي نو له هغه سره بيا په شړک اوړي او دا به نو بيا يو ډېر خطرناک حالت وي. دی ليکي چې پښتانه به يا له ناکامه، يا په خپله خوښه او يا هم په ناخبرۍ کې کرزي ته رأيه ورکوي!
زه له ښاغلي ليکوال سره موافق يم چې ښاغلی عبد الله د هېواد له پاره خطر ناک دی؟ ولې؟ ځکه چې ښاغلي کرزي په هېواد کې اساسي قانون پلی نه کړی شو. لنډه غريو ته يې واک ورکړ او دغو لنډه غريو اوس دی په هوده کې اخيستی او د ده ملګري يې هم ښه پېژندلي چې هوبهو د هغوی غوندې له څېرمې فقط د ډالرو، مځکو، موټرو او څوکيو د جنون تر حده شوقيان دي- نه کوم متعالی ارمان لري او نه کوم مرام.
نه پوهېږم چې ښاغلی ليکوال به سياسي او ټولنيز کرکټر څه ته وايي؟ زما په فکر خو چې څوک په لوړه کچه وړتيا او کفايت لري او په ټولنه کې د سمون او اصلاح له پاره هلې ځلې کوي، همدغه بايد د يوه چا د سياسي او ټولنيز کرکټر تر ټولو مهم شاخص وي. هه، د ډاکټر غني سياسي کرکټر د ښاغلي ليکوال ښايي ځګه نه وي خوښ چې د ښاغلي کرزي او ښاغلي عبد الله خلاف د معامله ګريو پر ځای د اصولو پر رعايت او د ارزښتونو پر خونديتوب تأکيد کوي. د هغه ټولنيز کرکټر يې ښايي له دې امله نه وي خوښ چې د بډو، رشوتونو، فساد او انحراف مخالف دی. او غصه ناک به يې ځکه ګڼي چې که د دولت واګي په لاس ورغلل نو د غلو، شوکمارو، قاچاقچيانو او داړه مارو به ورسره ګوزاره ګرانه شي.
څه موده پخوا مې يوه ښاغلي کانديد ته وويل چې د ښاغلي کرزي مزه يې کتلې- دا ځل دې له ښاغلي غني سره ملګری شي. هدف مې دا وو چې په دې توګه به هم خپله ډله ټپله روغه رمټه وساتي او هم به خپل سياسي پرستيژ په ملي کچه جوت کړي. هغه راته وويل چې دا کار خو انعطاف غواړي. ما ورته وويل چې ودې شي- څه ګناه خو نه ده! هغه وويل چې انعطاف به نو څوک کوي؟ ما ورته وويل چې څوک ځان ته لوی وايي هغه به يې کوي. هغه غوڅ راته وويل چې له ډاکټر غني سره په ټيم کې کار نه کېږي- له هغه سره ګوزاره ګرانه ده. دغه وخت مې سر خلاص شو چې له ښاغلي کرزي سره د هغه ښاغلي کانديد ملګرتيا د هغه داسې کومه مجبوري ده چې ښايي څرګندولی يې نه شي.
خو هغه کسان، په تېره بيا پښتانه چې له بدې ورځې او مجبوريت نه ښاغلي کرزي ته رأيه ورکوي، هغوی به دی څنګه کاميابوي؟ ځکه، دا ډېر کم شمېر کسان دي چې د ښاغلي ولسمشر شا و خوا يې شپول اچولی او له ولس سره يې د هغه فاصله پيدا کړې ده. او په خپله خوښه به هغه ته څنګه څوک رأيه ورکوي؟ ولې هېر يې شول چې ښځې او ماشومان يې ورته د امريکايانو په سپيو وداړل او سبا بېګا يې ورته پر کورونو بمونه اوروي؟
د ليکوال په وينا، د نظار شورا او نورې افغان دښمنه ډلې تر ښاغلي کرزي زيات له ښاغلي غني نه کرکه کوي. خو دا چې اوس يې د بري احتمال کم دی نو خپل سيال يې نه ګڼي- ټوله توجه يې د ښاغلي کرزي کږلو ته وراړولې ده. د ليکوال خبره په ګل بدله! خو دا خبره راته نه کوي چې دغه افغان دښمنه ډلې د کرزي په پرتله له غني نه ولې زياته کرکه کوي؟ خبره روښانه ده. افغان دښمنه ډلې پوهېږي چې که د غني پلان او پروګرام پلی شو نو د دوی لنګې غواګانې به ورسره وچې شي. دغه راز، د ښاغلي غني د پروګرام له پلي کېدا سره د هغو ناعاقبت اندېشه پښتنو بازار هم سړېږي چې ځانونه په اصطلاح پراګماټيک ګڼي- نسيه يې نه خوښېږي- نغده سودا کوي!! او د ((ښه)) پر ځای د ((ګټونکي)) بديل په لټه کې دي.
نه پوهېږم چې ښاغلی ليکوال د کوم انصاف له مخې ښاغلی غني د هغه چا په ګټه له کانديديدا څخه تېرول غواړي چې د ده په وينا، افغان دښمنو ډلو ټپلو ته يې غټ غټ امتيازونه ورکړي او پښتانه يې له خوږې ګوتې نيولي دي. پر دې سربېره، د اوسني دولت نيمايي برخه يې له جمعيت او نظار شورا سره ده او پاتې نيمايي کې ورسره نور لږه کي او د ښاغلي ليکوال غوندې ګټيالي پښتانه شريک دي.
ليکوال وايي چې ښاغلی غني ښه بديل دی- لياقت او کفايت دواړه لري- مګر ((ګټونکی)) نه دی. ځګه چې په دولت کې برخه نه لري- اقتصادي حالت يې کمزوری دی- او د نفوذ ساحه يا قوم کې يې د ښاغلي کرزي د ناکامو پاليسيو له کبله ناکرارۍ او ستونزې دي- لهذا د بري چانس يې کم دی. مګر ښاغلی کرزی که ((ښه بديل)) نه دی، نه دې وي- ځينې نورې ښېګڼې خو لري کنه: دولت ورسره دی- اقتصادي حالت يې ښه دی- د نفوذ ساحه يا قوم کې يې که ناکرارۍ او ستونزې دي نو وي دې کنه. د ليکوال په وينا، دی دا مهارت لري چې دغه تشه له لږه کيو سره په معامله ګريو او هغوی ته په امتياز ورکولو ډکه کړي!!
واه، واه!! دې ته وايي روحي عدالت او دغې ته وايي د ضمير او وجدان عالي محکمه!! رحمان بابا په حقه فرمايلي دي چې:
که څوک تله د انصاف درته په لاس کا
خپل ټټو د بل له آسه به برابر کړې
که دې خپله ګناه لويه لکه غر وي
په حيله حيله دا غر د مچ وزر کړې
تو لعنت دې پر دا هسې منصفۍ شه
چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې
په دنيا پسې دې نمري دي رنګ کړي
ځان و خلکو ته دروېش او قلندر کړې
دغه باغ به دې خلاص نه شي له خزانه
که چاپېر ورځنې سد د سکندر کړې
و بدخواه و ته څوک نېک نصيحت نه کا
رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې.
ليکوال چې د ښاغلي کرزي د بيا بري کوم دليلونه وايي، له بده مرغه، يو يې هم سياسي، اخلاقي يا ملي ماهيت نه لري. پخپله د همده د جمع و خرڅ له مخې چې ورته وکتل شي نو کرزی د باطلو رأيو په نتيجه کې بريالی کېږي. بلې؛ کومه رأيه چې د چا د ضمير آواز نه وي او اراده يې څرګنده نه کا، هغه باطله رأيه ده. او د باطلو رأيو په نتيجه کې چې څوک واک ترلاسه کوي، د هغه به ټول دار و مدار له باطلو قوتونو سره وي. او افغانان، په تېره بيا پښتانه له باطلو قوتونو څخه امان غواړي.
ليکوال وايي چې که ښاغلی کرزی ټاکنې وګټي نو کېدی شي چې حالت ورسره لږ څه ښه شي. مګر د ليکنې په يوه بله برخه کې بيا وايي چې د ښه کېدا چانس نشته- يا به همدا اوسنی حالت ساتو او يا به تر دې هم خرابېږو. ليکوال ته اوسنی حالت، که لږ څه خراب هم شي، د قناعت وړ دی. خو د روانو چارو شننونکي بيا د ښاغلي کرزي راتلونکې ډلې ټپلې ته په کتو سره فکر کوي چې بهبود خو لا څه چې دغه اوسنی حالت هم خوندي نه شي پاتې کېدلی. وايي چې د نوي کال اټکل د هغه د پسرلي له مخه کېږي. مارشال فهيم تر احمد ضياء مسعود فضيلت نه لري- او چې نه يې لري نو په حالت کې به څه بهبود راشي. دغه راز، د اوسني حالت د خونديتوب تضمين هم ځکه نه شي کېدلی چې ښاغلی فهيم تر مسعود په مراتبو زيات د شخړو او جګړو مېړنی دی او د توطئو جوړولو پخه تجربه لري.
ليکوال وايي چې که مقابله د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني تر منځ وای نو د ده شخصي دريځ به بيا بل ډول وای. د شخصي دريځ معنا يې ښايي دا وي چې بيا به يې د دا اوسنيو مجبورو پښتنو غوندې له ناکامه ښاغلي غني ته رأيه ورکولی. خو کمپاين به يې ورته نه کاوه- ځکه چې د هغه سياسي او ټولنيز کرکټر يې نه دی خوښ- ځکه چې له هغه سره ګوزاره ګرانه ده!!
ليکوال وړانديز کوي چې ښاغلی غني دې د ښاغلي کرزي په ګټه تېر شي- د هغه کرزي په ګټه چې دولت او حکومت يې د ښاغلي ليکوال په وينا، نيمايي له جمعيت او نظار شورا سره دی او نيمايي نور يې له ځينو بېوفا ملګريو او هغو لږه کيو سره چې په غټو غټو امتيازونو او بډو رشوتونو يې له ځان سره ساتلي دي او ښاغلی غني يې لا پخوا د هغه له درست لياقت او کفايت سره سره د جمعيت او نظار شورا د خوشالۍ له پاره ولس ته له کار او خدمت څخه ګوښه کړی وو.
ليکوال وايي چې که ښاغلی کرزی ښاغلي غني ته تېر هم شي نو ګټه يې غني ته نه، بلکې عبد الله ته رسېږي. ځکه چې د ښاغلي کرزي ډله ټپله د خپلو امتيازونو او څوکيو د ساتلو له پاره له واره له ښاغلي عبد الله سره يوځای کېږي.
ليکوال رښتيا وايي! ولسمشر کرزی وفادار او مخلص ملګري نه لري. که لري يې نو چې مشر يې د چا په ګټه تېر شي، په کار دي چې ملګري يې هم د هغه ننګه وکا. خو دا چې د هغوی مينه د ښاغلي کرزي پر ځای له ډالرو، مځکو او څوکيو سره ده او ښاغلی غني د دغو شيانو په وېش کې د ښاغلي کرزي غوندې ارت ورغوی نه لري نو د ښاغلي کرزي دغه بېوفا ملګري به ضرور له عبد الله عبد الله سره يوځای کېږي- ځکه چې هغوی د ښاغلي غني له قاطع کرکټر سره جوړ جاړی نه شي کولی.
لنډه خبره دا ده چې ليکوال هڅه کړې افغانانو، په تېره بيا پښتنو روڼانديو ته دا خبره له غوږه تېره کړي چې که په راتلونکيو ټاکنو کې ښاغلي کرزي ته رأيه ورنه کړي نو ډاکټر عبد الله به يې لواړ، لکاړ له کومي تېر کا. ليکوال د ښاغلی غني پر وړتيا او کفايت د اعتراف تر څنګ، د ماليې د وزير په توګه د هغه د اصلاحاتو او ريفورمونو ننګه هم کړې ده. خو د دې له پاره چې د لوستونکيو پام ځنې ښاغلي کرزي ته ورواړوي نو هغه يې يو غصه ناک بنيادم بللی دی!
زما په فکر، د ښاغلي يون هغه ليکنه چې پاس ورباندې بحث وشو، فقط او فقط د متضادو او متناقضو مقولو يوه بېلګه ده او بس!