کور / شعر / زه ازادافغانستان يم

زه ازادافغانستان يم

دغره په لوې لمن کې دچينۍ په لورې تلمه
ومه تندې ايسار کړاې داوبو خواته ورتلمه
داد پاس غرونو ځنګله کې يوه ځاله دمرغې وه
دګرګرو په خاښو کې ناسته غلې خواره کې وه
اخوا ديخوا يي کتلې دا دونيا يي ټول څارله
زه دوني لاندې تيرشوم په ښايستو سترګو کتله
هسکه غاړه په خندا شوه ويل ګلې ستړې مه شې
په ځواب مې ورته وويل ګلې ته هم خواره مه شې
په سندرو په نڅا شوه ډير ښايسته وه لکه زاڼه
هسکه غاړه وه نيولې جګ غرور کې د هرچا نه
زرين وړانګه ځليدله زما سترګو ته ښکلا شوه
په ورورو نژدی کيدمه خوحيرانه وارخطا شوه
په پښتنو باندې پيل کړه ويل ووايه چې څوک يي؟
يوپوښتنه لرم تانه زما پښتنو ته که هو کړی
***
ماويل غلې مرغکيه! بې وطنه مسافر يم
د جنګونه تښتيدلې فرارې دخپل وطن يم
***
دا په لپه مې چې ګوري داد سولې يو سوغات دی
ما دانه درته راوړی ستا د هيلو کرامات دی
افسانه درته راوړی په ځولې کې مې سوغات دی
ستادبدو ورځو شپو ته زړه په وينو کې غرقاب دی
زما دمينې ملغرو نه اوس جوړ درته کتاب دی
ويل نه په دام مې نيسی دې چلو سره اشنا يم
په انسان کې رحم نشته ټوپکو سره اشنايم
زه هم باز يمه مرغې يم زما سينی لاندې هګي دي
ما سينې لاندې نيولې په هګو کې مې مرغې دي
پسرلو ته انتظار يم زما د زړه يو څوقطری دي
چې ښايسته بهاران راشي خوږ نسيم ځان سره راوړي
زما د مينې ګلان وا شي يو بدلون ځان سره راوړي
وچکالويمه ځپلې خوږ ژوندون ځان سره راوړي
زه دسولې انتظار يم که سمون ځان سره راوړي
د باروت په لوګو وسم په ويالو که باران راشي
زه هرات هم انتظار يم که هري په خندان راشي
کرکه ورکه شي له مانه سوله بيا په ښه شان راشي
زه سوچو نو کې شوم ډوبه ما ويل ووايه چې څوک يي؟
— ————————-
داسی نه ښکاری مرغيه!
—————————-
چې په دغه لوې ځنګل کې ته يواځې به اوسيږی
دزمری زړه درسره ده چې ته دومره ښه غږيږی
*****
ويئل زه يوازاد باز يم تر فلکه پوری ځمه
خپل وزرو په پرواز کې تراټکه پوری ځمه
درته وايم قهرمان يم داسيا زړه کې پر وازکړم
دحفيظ دزړه ارمان يم زه ازاد افغانستان يم
زه ازاد افغانستان يم
زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم

****
خيرکه نن مې بيوسي دی رنګ سپيره دغريبي ده
يا بچي مې بی هنردي د اخو ټوله نا پوهي ده
يا خزان را باندې سم دی بدل پاڼه دځواني ده
يا نفاق په ما کې ګډ ده ياراګډه ځانځاني ده
****
د انګور په شان به ځوان شم پسرلوسره روان يم
خپل بچولره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم

****
اې بچيانو، يتيمانو، پښتنو، پيغلو، ځوانانو
دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو
پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده
ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو

****
پاڼه واړوئ تاريخ نه زه همزولی د جاپان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم

****
مټۍ ونغاړئ پر هار ته زخمي شوې په ټټر يم
نظر وکړئ ننګرهار ته زه ښايسته کابل کنډر يم
نن پردي راغلي ننګ ته چا ويشتلې په ځيګر يم
پيغورنوکې راګيريم دپردو دجنګ سنګريم

****
داحمد دننګ کوډله زه خوتاج دخوشحال خان يم
خپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم
****
پښتنۍ مې سياه پوشې هره لويشت مې هديرۍ شوې
نور حساب يي راته نشته څومره کونډۍ ښاپيرۍ شوې
د اختر ورځو کې ګوره ماتم ځاې مې مقبرۍ شوې
تور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې

****
نورمې مه پريږدې وارنۍ ته د ازمښت يوامتحان يم
خپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم
****
که بدن مې سورې شوې که جومات مې شهيد شوې
يا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د يزيد شوې
که مې کونډۍ بورې شوې که يتيم مې فقير شوې
لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې
****
زرين کرښي دتاريخ کې دغازي ادې داستان يم
خپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم

****
پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شي
د غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شي
لوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼې
هره خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي
****
سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم