کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ځانمرګي لپاره کمپاين – محمديار-يار

د ځانمرګي لپاره کمپاين – محمديار-يار

د ځانمرګي لپاره کمپاين
                            د آزمايښت دا عرصات 
                                                      کوم ګز، کوم ميدان


يادونه :

دا ليکنه زما لپاره د ډېر لوی ذهني فشار سبب وه او ده، ځکه زموږ د کلتور په چوکاټ کې ممکن دا زما د استاد محمد اسماعيل يون په وړاندې بې ادبي وګڼل شي، خو د هغې ملي تربيې پر بنسټ چې استاد يون موږ ته راکړې، د وطن او ملت په لار کې هر ذهني عذاب منو. له درانه استاد يون او نورو خواخوږو څخه بيا هم مخکې له مخکې لا بخښنه غواړم.


د (١٣٨٨) کال ټاکنې به د خورا عجايبو هر اړخيزو پايلو لرونکې وي، زما لپاره به يې دا نتيجه ډېره په زړه پورې وي، چې د (حق و باطل) صفونه به پکښې بېل او مشخص شي.

طبعاً، د حق پر کرښه به د عقل، فکر، ايمان، ضمير، وجدان، تقدس، تقوا، وطنپرستۍ، ملتپالنې، فرهنګدوستۍ او صفا افغانيت ايديال معنوي عناصر راټول شي او د باطل پر ليکه به د نفس، شيطانت، سوداوو، معاملو، درغليو، غلا، ناولتيا، رشوت، فساد، قتل، قساوت او ملي ضد ټيټ ماده پرست توکي راجمع شي، دلته به څېرې او شخصيتونه وپېژندل شي، دا به د آزمايښت خورا رښتيني عرصات وي.

رښتيا خبره دا ده چې د حق او باطل دغو دوو اړخونو نور به بېلېدو پيل کړى دى. ما کله هم دا تصور نه شواى کولاى چې د خپل ډېر ګران ليکوال استاد محمداسماعيل يون ننداره به په باطل قلمرو کې کوم، او د ځان په اړه مې هم ذره سوچ نه و کړى، چې د ده د دغسې کيفيت د تشرېح لپاره دې قلم اخلم، زه به ډېر کوښښ وکړم چې ځان ډېر له استاد يون سره مخامخ نه کړم، بلکې هڅه به وکړم، چې نږدې د دوو نيمو مياشتو مخکې يون له اوسني يون سره مقابل کړم.

مخکېنى يون د (لکه ونه مستقيم پر خپل مکان يم) ليکوال او اوسنى د (مقابله که مفاهمه؟ مناظره که محاسبه؟) ليکنې ليکوال دى، دا دوه يونه د ځمکې او آسمان توپير لري. پرتله به يې کړو.

اوسنى يون وايي: (هره سياسي او ټولنيزه ليکنه د خپل زمان او مکان او شرايطو محصول ده، اوس چې کومه ليکنه کوم، تر ټاکنو وروسته خپل دا اوسني ارزښت له لاسه ورکوي.) د دې تيوري معنا دا ده چې مخکېنى يون له اوسني هغه سره په ټکر کې راځي، ځکه يې نو د خپل شعور په لاس چليپا پر راکش کړه او له سباني يون سره به د ننني حساب و کتاب نه کوئ.

ښايي ابن الوقت به همدې ته وايي، که نه نو يوازې سياسي-ټولنيزه ليکنه نه، بلکې په هره موضوع پورې اړونده ليکنه، هره پېښه او پديده د خپل زمان او مکان محصول ده، چې ډېر ځله د خپل زمان او مکان تر بريد وروسته يې ارزښت لا زياتېږي. اوسني يون ته به مخکېني يون ارزښت بايللى وي، خو موږ او راتلونکو نسلونو ته يې فوق العاده اهميت پيدا کړى دى، ځکه دا د هغه د منطق، استدلال، وړاندوينو، سياسي-ټولنيز او رياضيکي فورمولونو، محاسبو، ايډيالونو، دريځونو او عملونو خورا زبردسته بيانوونکې ده. پر دې اساس به زما دغه ليکنه سبانيو ته هم بې اهميته نه وي.

مخکې يون ليکلي وو: (تر اوسه پورې يوازې له ډاکټر اشرف غني پرته، چې د شمال ټلوالې په تېره بيا د نظار شورا لمن يې نه ده نيولې، نور نو د حامد کرزي په ګډون ټول کانديدان د نظار شورا او د پنجشېر سيمې تر زورواکانو ترحم ته منتظر دي، چې د کوم يوه سوال به قبول شي، له دې سره به د افغان ولس هيلې د يوه منفور ايتلاف قرباني شي!ۤ … له ولسمشر حامد کرزي نه په دې ډېر خپه يم، چې زموږ د ولس هيلې يې د څو جنګسالارانو پښو ته وغورځولې. دا خبرې چې اوس يې دلته ليکم، دا مې ډېرې پخوا ولسمشر ته مخامخ کړې … چې رئيس صيب، څه ګناه مو کړې ده، هم مو رايه درکړې، هم محکوم يو، هم ټکول کېږو، هم له حکومته ايستل کېږو، هم بمبارېږو، هم بدنامېږو، طالبان مو ښوونځي سوځي، حکومت او خارجيان مو کلي ورانوي. …

دا مې هم ورته وويل: داسې پښتانه هم شته، چې مېرمن يې د نسايي-ولادي تکليف له امله مري خو ډاکټر ته يې نه بيايي، خو په انتخاباتو کې مې داسې پښتنه مېرمن هم وليده، چې دوه ورځنى ماشوم يې په غېږ کې و او تا ته يې رايه درکړه. آيا اوس د هغې رايې غچ همدا دى چې ماشوم يې وژل کېږي، کورونه يې بمبارېږي، په شلو نومونو له حکومته شړل کېږي. …

… د تخار پر پښتنو کېدونکى ظلم، د سرشمېرنې موضوع، سرپل کې د اسحاقزو موضوع، د ايران په ژبنۍ او فرهنګي حوزه کې د افغانستان داخلول، په پښتون مېشتو ولايتونو کې د طالب موضوع، د ډيورنډ کرښې د پرتو ولسواليو د اقتصادي کچې د اوچتولو مسئله او داسې نورې ګڼې موضوع ګانې په مستقيم او نامستقيم ډول د جمهور رئيس او نورو اجرائيه چارواکو تر غوږونو پورې په وار-وار وررسولې. په ځينو موضوع ګانو کې خو له دومره ستونزو سره مخامخ شوى يم، چې د خپل فزيکي ژوند د خطر تر پولې هم رسېدلى يم.

… تر کومه ځايه چې د ناسم ايتلاف خبره ده، په کانديدانو کې له ډاکټر اشرف غني پرته، چې د شمال ټلوالې د توطيې قربانې شوى، خپل لياقت او ظرفيت ورته بلا شوى او سخت ظلم پرې شوى، زه يې نه کمپاينر يم او نه کمپاين ورته کوم، خو حقيقت راباندې ګران دى، نور چې اکثر کانديدان ګورې، دوى له همدې شمال ټلوالې سره په شپه ورځ کې څو ځله ناستې پاستې لري.

… زه د کانديدانو له اصلي متن څخه خبر يم، په دې ورځو يا مياشتو په بهېر کې به نوي مشروع او نامشروع ايتلافونه او آن منفور هېوادضد ايتلافونه راڅرګند شي، داسې ايتلافونه به وګورې چې د حامد کرزي په ګډون له اکثرو کانديدانو څخه ملاتړ به (سړي) ته شرم ښکاره شي. …

زيات احتمال دى چې يو ظالم او منفور ايتلاف به بيا پر مظلوم ولس واکمن شي. يو احتمال دا دى چې ښاغلى حامد کرزى به ښاغلى محمد قسيم فهيم د خپل لومړي مرستيال په توګه غوره کړي… خو که چېرې حامد کرزى له هرې وجې چې وي، دا کار وکړي، نو دا حامد کرزي ته د ځانوژنې په معنا ده، حکومت د پاشنې او ملت ته د بدمرغۍ.

هغه وخت به فهيم خان ظاهراً او اصولاً په دويم موقف کې وي، خو عملاً به لومړى مقام او قدرت لري، د جمهور رئيس رول به ډېر سمبوليک وي، نو په دې برخه کې زما ځانګړى وړانديز دا دى، چې فهيم خان بايد سر له همدا اوسه د جمهور رئيس په توګه نوماند شي او ښاغلى کرزى د مرستيال په توګه…

دا چې دا احتمال به څه وخت پر واقعيت بدلېږي، لږ وخت پاتې دى، د اوسنيو ګڼ شمېر کانديدانو پټ سترګي کمپاينران او د هغو اړوند ليکوال دې ډېره ګرمه نه خوري، لږ صبر دې وکړي چې د ټولو کانديدانو وزرونه معلوم شي، تر هغه وروسته دې د خپلواکو شخصيتونو پر تېرو او اوسنيو کړنو قضاوت کوي.)

له خپلواک شخصيت څخه د استاد يون موخه ځان ته اشاره ده. ما وويل چې تر وسه-وسه له خپلې تبصرې ډډه کوم، پرېږدئ چې دا قضاوت خپله يون د ځان په اړه وکړي، اوسنى قضاوت کوي.

“(د مخکېني يون) موخه دا وه، له هرې ممکنې لارې چې وي، بايد ښاغلى کرزى په دې قانع کړو چې د مرستيال په توګه د ښاغلي فهيم خان غوراوي خپله ده او زموږ ټول ملت ته په تاوان دى، خو زموږ مخامخ خبرو، ليکنو او ويناوو، د هغه خطر مخه ونه شواى نيولاى او نږدې شل ورځې وروسته کرزي صيب له هرې وجې چې وه، خپله پرېکړه وکړه، ما د يوه افغان په توګه خپله وروستۍ وسه وکړه او خپل وجداني مسووليت مې رفع کړ او اوس روحاً ځکه آرام يم، څه چې مې په وس کې وه، هغه مې تر وروستي بريده استعمال کړل.”

که چېرې ښاغلي يون په دې باب خپل وروستى وس نه واى کړى، ښايي تر ډېر اعتراض لاندې نه واى راغلى، خو چې دا کار يې وکړ، نو له استاد يون غوندې مبارز څخه زما په شمول د ده د ډېرو سرسختو ملاتړو د همداسې يوې مبارزې هيله وه.

د (وروستي بريد) قيد يې د منلو نه دى، ځکه استاد لا ژوند دى، دى څنګه په ژوند د وروستي بريد خبره کوي، بل د روحي آرام دليل يې هم د قناعت وړ نه دى، په دې چې د روحي ناآرامۍ شېبو ته خو اوس ورداخل شو، ځکه چې د ده د تحليل او فورمول له مخې خو کرزي ځانوژنه وکړه، حکومت د پاشنې او ملت ته د بدمرغۍ ګواښ متوجه شو، په داسې حال کې د يوه ملتپال لپاره د روحي آرام دليل څه کېداى شي؟ يا عجب!! استاد يون خو د ده په وينا د هغه ټول نامشروع، ملي ضد او منفور ايتلاف حمايت اعلان کړ، هغه چې مخکې يې د کرزي ملاتړ (سړي) ته شرم ګڼلى و او چې (سړى) يې په لينديو کې نيولى، معنا يې دا ده چې خاص د ده لپاره به دا کار لا د ډېر شرم خبره وي ځکه دى وايي چې (سړى نو د کوم ځاى وي؟) دى وايي چې د کرزي مشروطه پلويتوب يې کړى، آخر کوم شرط؟ د ده خو يې ټول ارمانونه او ايډيالونه په اوبو کې غرق کړل، د ده ټول وس يې وروستي بريد ته ورساوه. کله چې کرزى ژوندى و، د ده يوه خبره يې د ده په وينا ونه منله، آن د فزيکي ګواښ بلا يې لا هم ورته درولې وه، اوس چې يې د فهيم خان په مرستيالۍ سره ځان وژلى دى، نو پر مړي څنګه شرط ږدي؟ او هغه به يې څنګه پوره کوي؟ ورته منطق ډاکټر انورالحق احدي هم کارولى و، هغه چې له ماليې وزارته استعفا ورکړه او ځان يې کانديد کړ، نو د کرزي اداره يې د خداى په ټولو لعنتونو ککړه وبلله، خو چې ورته تېر شو نو دليل يې دا راووړ، چې په شرط ورته تېر شو، بله لار نه وه ځکه کرزى به د بلې دورې لپاره هم د زور او زر له مخې ګټونکى وي. ما ويل چې آيا شرط يوازې د يوه پوسټ اخيستل دي، که څه نورې ملي خبرې هم شته؟ که چېرې ملي ارزښتونو ته عقيده موجوده وي، نو اول خو بايد دا شرط پر کښېښوول شي چې راتلونکې اداره بايد د فساد پر بنسټ ولاړه نه وي، مګر دلته دى هغه ته د تېرېدو دليل د راتلونکې ادارې فساد ګڼي، فلهذا شرط يوازې مقام ته رسېدل دي او دلته نو ښاغلى احدي او استاد يون دواړه خپله د ډاکټر احدي د سياست د تعريف له کړۍ څخه وځي او يو غيراخلاقي بار ته اوږه ورکوي، هلته چې د سياست تعريف کوي:

“سياست د ارزښتونو پر سر جګړه ده هغه سياست چې له ارزښتونو خالي وي او يوازې د واک نيولو لپاره وي، ښکاره خبره ده چې اخلاقي اړخ نه لري.”

استاد يون د مړه جسد نه يوازې د ملاتړ، بلکې د کمپاين شرم پر غاړه اخلي، د ده د وړاندوينې له مخې په اصل کې د فهيم خان کمپاين ته سر ټيټوي، په داسې حال کې چې دا هر څه مني هم:

“شمال ټلواله او د هغې اساسي زړې (د نظار شورا) چې د فهيم خان په وجود کې يې د جمهور رئيس د لومړي معاونيت پوسټ تضمين او له دې لارې يې خپل سياسي حيات خوندي کړ، تر دې لا د لوړ امتياز په لټه کې شوه، د ښاغلي عبدالله عبدالله په وجود کې يې يو نوى ترکيب جوړ او د جمهوري رياست لپاره يې کانديد کړ، د اسلامي جمعيت، نظار شورا، ټول ماهيت او محتوا او همدارنګه د ستم او پرچم ډلې اساسي ارکان يې تر شا ودرېدل. … فهيم خان او نور هغه جمعيتيان چې په حکومت کې دي، دوى ټول په خپل منځ کې تفاهم لري، د دې زيات شواهد شته، چې اکثريت دولتي جمعيتيان همدا اوس په زغرده ډاکټر عبدالله ته کمپاين کوي. فهيم خان تر اوسه پورې يوه خبره هم د ډاکټر عبدالله پر ضد نه ده کړې، دوى فکر کوي چې که چېرې کرزى صيب بريالى شو، بيا به اکثريت جمعيتيان او نظار شورا والا د فهيم خان د زور له امله په حکومت کې خوندي پاتې شي او فهيم خان به هم په دې پلمه نور جمعيتيان او د خپلې سيمې خلک په حکومت کې ځاى پر ځاى کړي، چې ده خو ګنې کرزي صيب ته کمپاين کړى او ډاکټر عبدالله به د زياتو رايو په لرلو سره د اپوزيشن د مشر په توګه د مخالف د (حيثيت او محتوا) د ممثل په توګه خپل ځآن تثبيت کړي، په دې ډول به د تېرو پينځو کلونو په شان د حاکميت زياته برخه او هم څرګند سياسي اپوزيشن د دوى لاس ته ورشي او له دواړو امتيازونو څخه به برخمن شي، دا هغه حالت دى چې دوى به د (مبارزينو) په توګه څرګند او هېڅ ډول زيان به ورته نه رسېږي. يعنې په اصطلاح په ژوندوني به هم غازيان وي، هم به شهيدان او هم به ژوندي ګرځي، له ښو امتيازاتو به برخمن وي. که چېرې ډاکټر عبدالله بريالى شو، نو فهيم خان به ورسره د يوه ستر مشاور او يا هم د دفاع وزير په توګه په لوړ مقام کې ځاى ولري او ټول به په ګډه هغه پلانونه تطبيقوي چې په زړونو کې يې ګرځي. دوى ټول د دې وس لري چې له سهاره تر ماځيګره خپلې ټولې تاکتيکي خوابدۍ سره هېرې او تېرې کړي.”

د اوسني يون د پورته تحليل نتيجه ډېره واضح ده، هغه دا چې د ښاغلو کرزي او عبدالله دواړو په ګټلو کې ميدان جمعيت او نظار شورا وړى، کرزى خو هسې هم مړ دى، هغه په ژوند لا نه د يون او نه هم بل چا چيغې واورېدې، نو اوس به يې څه واوري، په داسې حال کې چې لا په تېر کې له خپل حکومت څخه د فهيم خان ايسته کول لويه اشتباه ګڼي، وايي چې اوس يې وپېژندى چې وطنپرست سړى دى، دا خبره يې د روان کال د زمري پر (٢٢مه) له بي بي سي راډيو سره په پښتو او دري دواړو مرکو کې په وضاحت سره وکړه:

“د فهيم خان يو ډېر دور و دراز داستان دى، دى په موقته او انتقالي دوره کې زما سره و، بيا موږ ته ځينې معلومات راغلل چې دى دې په انتخابي دوره کې نه وي، بيا ما ته معلومه شوه چې دا يوه ډېره لويه اشتباه وه، دا معلومات ټول غلط وو، دا ټول تبليغات کېږي، دا مه منئ، دا خارجيان کوي، دى يو وطندوست سړى دى، دى ننګرهار، غور او … ته تللى دى، دى د دې خاورې بچې دى، د افغانستان په خير دى، دا اووه کاله مې داسې شخصيتونه وليدل، چې ملګري مې بللي وو خو په مقابل کې مې ودرېدل، خپل ملګري راته معلوم شول، خو ځينې نور بيا چې متهم هم وو، خو دوى زما سره ودرېدل، نو ما له خليلي او فهيم خان سره کار وکړ او زما د تجربې له مخې مې فيصله وکړه چې دى مې بايد مرستيال وي.”

استاد يون دې يې نو اوس له کرزي سره نه، بلکې له هغه ملت سره ګزوي، چې دى يې د پالنې دعوه کوي. ولسمشر په تېره دوره کې لا د فهيم خان ليرې کېده لويه غلطي بولي، نو بيا به د استاد يون دا خبرې کوم ځاى نيولى واى يا به يې ونيسي، بلکې ښايي پر مخ يې ورووهي، لکه چې ويې هم واهه، چې په افسوس وايي:

“څو-څو ځله مې جمهور رئيس ته دا مفهوم د خبرو او ليکنو له لارې ورسوي، چې تېره تجربه بايد تکرار نه شي، د جمهوري رياست معاونيتونه بايد د قوميت د اصل له مخې ونه وېشل شي، لياقت بايد په پام کې ونيول شي او که احياناً قوميت په پام کې نيول کېږي، نو لياقت او کفايت دې هم ورسره مل شي او حتمي نه ده چې همدا قراردادي خبرې او سيمې چې کليشه شوې دي، همدا دې وي. دا داسې څېرې دي، چې هم يې تاسو او هم يې ستاسو پلويان دې ولس ته سپينولاى نه شي. … خو زما وړانديزونه د يو نظر او وړانديز په توګه پاتې شول.”

اوس به نو په داسې حال کې د سليم عقل فيصله څه وي، چې يوه خبره يې هم ونه منل شوه. او هم د کرزي او عبدالله دواړو په برياليتوب کې د ده د سرسختو غليمانو (نظار شورا ګټه ده؟ ښايي استاد هغه لار خپله کړې واى، چې تر واکمنۍ مخ کې پر روان و، چې هم ولس ورسره ولاړ و، هم يې خبرو وزن درلود، هم د باور تر ټولو معتبره مرجع وه، اوس دې يې نو په ناباوره شوو فورمولونو سر سره ورولي. دى وايي چې دى له هغو کسانو څخه نه دى چې يوه فرضيه له يوه اړخه مطالعه کوي او يوازې د يوه بديل په فکر کې وي، که هغه ونه شو نو بيا لاس تر زنه کښېني، توبه خدايه، هېڅ باور مې نه شي چې له استاده دې داسې غرايب اورم، ده ته لکه چې يوازې د کرزي کمپاين د فرضيې بل اړخ ايسېدلى او دا برحقه مبارزه بولي او له دې پرته نور هر څه ورته لاس تر زنه کښېناستل ايسي؟ ښايي دا اټکل مې بېځايه نه وي چې د استاد يون لپاره يوازې خپل اوسنى مقام مطرح دى، که نه نو نور ولاکه د ده د خپل تحليل له مخې يو د سترګو رپ هم د کرزي په څنګ کې استوګنه ورته جايزه برېښي. ښايي اوسنى يون راته ووايي چې دا هغه خبرې دي چې بايد مخکېني يون ته شوې واى. هغه يون د هغې بلې ليکنې د ارزښت له ختم سره ختم شو، دا خو د هغه بل خبره وه، چې ويل يې:

“د هر هغه نامشروع ايتلاف مخالف يم، چې د هېواد ملي ګټې زيانمنوي او په يوه نه يو ډول تېرو جګړه مارانو ته د واک د بياسپارلو سبب کېږي. که دا ايتلاف د کرزي له خوا وي، که د جلالي، احدي، احمدزي او يا نورو له خوا.

استاد يون پر ډاکټر اشرف غني جالب اعتراض کوي:

“نظار شورا د کرزي په وړاندې د اشرف غني له قوت قهر، لياقت او مهارت څخه خوند اخلي، ګواکې اشرف غني ملامت ګڼي چې ولې د کرزي په مقابل کې ولاړ دى. په داسې حال کې چې دى خپله په همدې ليکنه کې نوموړى څو-څو واره په دې ستايي چې هغه يوازېنى کانديد دى چې له شمالټلوالې سره يې معامله نه ده کړې، او په عين حال کې له کرزي څخه په دې خپه دى، چې ټول ملي ارزښتونه يې د دغې ټلوالې پښو ته وغورځول، نو بيا سړى په کوم عقل له اشرف غني څخه د کرزي په وړاندې د انعطاف هيله وکړي؟ عجيبه ده، خپله زياتوي چې: همدا نظار شورا او اسلامي جمعيت و چې پر کرزي د زيات ناقانونه فشار له امله له سياسي او دولتي ډګر څخه د ډاکټر اشرف غني د ګوښه کولو سبب شول، ځکه اشرف غني د دې عامل ګرځېدلى و چې په دولت کې د نظار شورا په خاص ډول د “مارشال” فهيم خان د ناقانونه مالي امتيازاتو او غوښتنو مخنيوى وکړي. هغه وخت ما خپل ږغ اوچت کړ چې ښاغلي اشرف غني “د خپل لياقت قرباني شو” او دى مې يو “ستر ريفورمسټ” وګاڼه. سره له دې چې نه هغه وخت زه د ډاکټر اشرف غني د سياسي او اجتماعي کرکټر پلوى وم او نه هم اوس يم، خو د ده د خپل لياقت او کفايت له مخې او په هېواد کې د اقتصادي سمون له امله ورته هر وخت درناوى لرم.”

هغه وخت خو استاد د ډاکټر غني د سياسي-اجتماعي کرکټر په وړاندې څه نه دي ويلي، البته اوس يې د مقام غوښتنه ده چې مخالفت ورسره وښيي. زه حيران يم، ډاکټر اشرف غني معامله ګر نه بولي، لايق، ماهر، باکفايته او ريفورمسټ يې بولي خو بيا يې د مارشال فهيم خان پښو ته د سجود هيله هم کوي.

بيا استاد لاس تر زنه کښېناستل نه خوښوي، د ده د (لاس تر زنې) اصطلاح په مفهوم خو پوه شوو، نو د ملي او شعوري مبارزې د بري څرک راښيي:

“زه خو فکر کوم چې رښتيني او شعوري مبارزين هماغه دي، چې په سختو حالاتو او ابهاماتو کې د سمې لارې څرک پيدا کړي، اوس هم حللارې شته چې که دقت ورته وکړو او په ټينګه مبارزه وکړو نو خپل ولس له دې بحرانه راايستلاى شو.”

استاد يون د حل ډېرې جالبې لارې ښيي، زه نه پوهېږم چې زموږ په استاد څه وشول چې دومره ضد و نقيض، بې ارتباطه او د خپل دريځ ضد مسايل يې سره قطار کړي دي. استاد اوسنى حالت بحران ګڼي او له دې بحرانه راايستل خپل مسووليت پېژني، خو کله چې په خپل علمي چال چلن لاس پورې کوي، نو تر اوسني د ښه حالت د وس هيله يې مړه راخيژي:

“يو ځل مې بيا د افغانستان ټولې لاسلرلې احصائيې، د تېرو انتخاباتو نتيجې، په هر ولايت کې د ووټرانو شمېر، د انتخاباتو کميسيون وروستۍ شمېرنې، ناامنه ولسوالۍ، له حکومته د ګڼ شمېر خلکو نارضايي، په انتخاباتو کې د حکومت د معادلې رول، په دې ټاکنو کې د افغان مهاجرينو نه ګډون اوسنۍ خپلپاله او پردي پاله مېډيا د کانديدانو اقتصادي او تخنيکي امکانات، له انتخاباتو سره د يو شمېر پښتنو بې تفاوتي، په پښتنو کې د يوه منظم سياسي سيسټم نشتوالى، پښتنو ته د ګاونډيو هېوادونو نيتونه، د کانديدانو اوسيله، منطق، د پښتنو کانديدانو د شمېر زياتون د حامد کرزي پر وړاندې د کورنۍ او بهرنۍ مېډيا چلند، د پردې پر مخه او د پردې تر شا د بهرنيو سياسي استازو نظرونه او نور ګڼ شمېر عوامل او دلايل مې يو-يو د رياضي او اجتماعي منطق او اوسني سياسي واقعيت په فورمولونو کې واچول، ښه مې چاڼ کړل، نتيجه همدا شوه چې اوس موږ د دې وس نه لرو چې يو ښه ايډيال حالت او يا لږ تر لږه تر دې اوسني حالت ښه حالت بري ته ورسوو، خو که لږ تر لږه همدا حالت هم وساتو، تر هغه بل لوى خطر به مو ولس بچ کړى وي، چې تر اوسه لا راغلى نه دى.”

دا لوى خطر د عبدالله کاميابي بولي، خو د استاد د څېړنې له مخې د کرزي او عبدالله دواړو کاميابي د نظار شورا، جمعيت او شمالټلوالې د بري په معنا ده، نه پوهېږم چې استاد د ملي او شعوري مبارزې رنګ په څه کې لټوي؟ او هغه څنګه په اوسني حالت راضي کېداى شي. دى فکر کوي چې د ارګ دننه د فرهنګي خدمت په نامه د ده څوکۍ خوندي ده، نو دا حالت ښه بولي او که عبدالله راشي، طبعاً به دى کډه باروي، خو ولس نن په هغسې يوه له زغمه وتې غميزه کې راښکېل دى، چې هره ورځ يې د قتل عام بېغمه مخه خلاصه ده. عزت، ناموس، اقتصاد، کار روزګار او ټول ژوند يې لتاړ-لتاړ دى، نو د ولس لپاره خو تر دې د زياتې بدبختۍ تصور نه شي کېداى، د ولس حالت بايد يوازې د ارګ د کلا دننه روحيه باندې ونه څېړل شي او يو څه د واقعيتونو پر اساس فورمولونه ورته وضع شي. د ملت لپاره نه اوسنۍ وضع ښه ده او نه هم د کرزي او عبدالله دواړو په وجود کې له يو-بل سره مساوي رانازلېدونکې ټکه. دا نظر استاد ته ما ورکړى دى، چې وايي:

“ځينې کسان کله-کله په خپلو خبرو کې وايي چې تر کرزي عبدالله ځکه ښه دى چې مخامخ دښمن دى چې څه کوي، مقابله به ورسره کوو، دى بيا زموږ حقوق نه شي خوړلاى، دا هغه ضعيفه منطق دى، چې بايد ژر يې علاج وشي. دې ښاغلو ته بايد وويل شي، هغه وخت چې دوى په واک کې وو، تاسې يې څه مخه ونيوله چې بيا به يې نيسي.”

دا ضعيف منطق د راقم الحروف دى او زه بيا هم ټينګار پر کوم، تاسې ګورئ کرزي د استاد له خوا د ټول خپګان، معاملو نامشروع ايتلافونو، د ده وړانديزونو ته د غوږ نه نيولو او ټولو ملي ارزښتونو خاورې کولو او سلګونو نورو ناخوالو سره-سره هغه دى راباندې تپل کېږي، يوازې په دې دليل چې پښتون دى، د کرزي پښتونوالي چې څومره تاوان دې ملت ته ورساوه، تاجک او بل چا تر هغه زيات نه دى رسولى، خو يون صاحب! ستا قربان شم، يو څه سترګې رڼې کړه، هغوى چې په واک کې وو، نو موږ هسې يا په سوړو ننويستل يا مو تر آمو ها خوا کولاب ته په منډه کړل چې تا ته يې هم له جوش او مستيه ځان څڼور طالب او پر جومات مين کلک مسلمان وايسېد او د الهام په ښاپېرۍ دې داسې بچې راووړ.”

د سره قهر غلامه بيا د چا غېږې ته درومې

د سپينو تورو وړانګې په کولاب کې راولم

نن بيا د غزا ډول د هندوکش پر سر ږغېږي

سپېرې طالبي څڼې مې په تاب کې راولم

دا سر ربه مات شوى دى ټيټ شوى چا ته نه دى

خو تا ته يې پينځه وخته محراب کې راولم

استاد محترم! دا وار هغه کسان چې هم يې غندې، هم سر ورته ټيټوې او هم نور ورته عمل ته رابولې، موږ يې دا وار ستا سره يوځاى ډېر اسانه ځغلولاى شو خو ته يې زموږ د لستوڼي د مار تر چپن لاندې په قانوني ماسک کې راباندې تپې، ته وايې چې:

“که کرزى صيب بريالى شو، نو يا به پښتانه په همدې حالت کې وي، يا به تر دې لږ ښه شي، يا به تر دې لږ نور هم خراب شي.”

نه پوهېږم چې استاد دا زوروره پېش بيني د کومې محاسبې پر بنسټ کړې، خو ما ته هغه ټوکه رايادېږي چې وايي يوه هلک ويل چې زما مور او پلار ډېر زبردسته پېش بيني کوونکي دي. ويل څنګه؟ ويل چې مور مې ووايي چې باران کېږي او پلار مې ووايي چې نه کېږي، نو خامخا د يوه پېش بيني رښتيا کېږي.

بيا استاد د دغو درېيو حالتونو په ښه حالت بدلېدو لپاره د کرزي او اشرف غني مفاهمه ضروري ګڼي. استاد مفاهمه يوازې دې ته وايي چې ډاکټر غني کرزي ته تېر شي او يو مهم اجرائيوي پوسټ ومني، بيا د هغه پوسټ څخه په استفاده فهيم خېل مهار کړى. دلته درې خبرې دي:

١- مخکې له شمالټلوالې سره د ډاکټر غني نه معامله استاد خورا ستايله، خو چې خبره له کرزي سره معاملې ته راغله چې په اصل کې له هماغې ټلوالې سره معامله ګڼلاى شي نو بيا يو ډول په لغاز وايي چې ګمان نه کوي اشرف غني دې د خپل توند مزاج له امله ورته تېر شي، خو وايي که دا کار وکړي مېوه به يې بده نه وي (معنا ښه به هم نه وي، ځکه دا ډېره مشکوکه فرضيه ده).

٢- اجرائيوي پوسټ هماغه د اساسي قانون خلاف څوکۍ ده، چې هم ډاکټر غني او هم کرزي په شدت رد کړې خو يون هم له کرزي سره په انډيوالي کې د قانون پايمالېده د مور شيدې ګڼي. (چې اوسې، په خوى به د هغو سې)

٣- استاد خو له کرزي څخه په دې خپه و، چې د هغه وروستى وس يې اوبه کړ خو پايله هېڅ! نو دلته د استاد د کوم سياسي-ټولنيز حساب له مخې دا تضمين کېداى شي چې ډاکټر غني دې يې په زور دا بلاوې کنټرول کړي. که دا کار بيا هم يوازې ډاکټر اشرف غني کولاى شي، نو د کرزي وجود ته څه اړتيا؟ دلته بيا د استاد ځواب دا دى چې په رايو کې کميت ته حساب کېږي، نه لياقت او کفايت ته. خو پوښتنه ده چې د رايو کميت بايد د کوم معيار له مخې اوچت کړو؟ آيا د زور او زر له نامشروع لارې که د اهليت او کفايت له لارې؟ استاد به وايي چې اوس خو واقعيت همداسې دى، زه وايم چې موږ د يوه ملت په توګه يوازې راتلونکي پينځه کلونه نه لرو، بلکې پېړيو ته به حساب کوو.

موږ د رښتينو ملتپالو مبارزينو په توګه مکلف نه يو، چې خامخا د ناروا کميت پلو ونيسو، مهمه خبره دا ده چې اصلاً بايد د نامشروع کميت د لوړېدو ذهنيت خپور نه کړو، فکر کوم دغسې يو طرز تفکر له آره د منلو نه دى.هغه تبليغ چې استاد يې د ناوړه لوړ کميت په ګټه کوي، که يې د صفا کيفيت د اوچتېدو په باب وکړي، باور لرم چې د کفايت کميت به لوړېږي.

د استاد دا قضاوت چې فهيم خان او حشمت غني په يوه تله کې تلي، هم سم نه دى، هغه ځکه چې فهيم خان پرون هم د کرزي په څنګ کې د ملت د ارزښتونو قاتل و او نن هم ستا په وينا هغه په اصل کې رئيس جمهور دى، خو حشمت غني د شخصيت په اړه زما باور دا دى چې د هغه تر وجود د لوړې بدرنګۍ تصور نه شم کولاى، مګر هغه، نه د ډاکټر غني د ماليې وزارت پر مهال د هغه له واکه د ناوړه استفادې مخه موندلې وه، نه اوس د کوم مهم پوسټ لپاره نومول شوى دى.

استاد وايي چې نه يوازې له کرزي صيب سره بايد د ډاکټر اشرف غني د خبرو او مفاهمې لار هواره شي، بلکې ښاغلى پروفيسور علي احمد جلالي او ډاکټر انورالحق احدي ته چارې وسپارل شي او نور مهم مؤثر شخصيتونه هم حکومت ته راوستل شي.

بيا هم تعجب! استاد څنګه خوشباوره شوى، دغه کسان خو مخکې هم د کرزي د ټيم مهمې مهرې وې خو کرزي ونه شواى ساتلاى، بيا به کومه معجزه ښکاره شي چې دا کار به کېږي. لا چې دا وار ښاغلى کرزى د فهيم خېلو په وړاندې تېر چلند خپله لويه اشتباه ګڼي او چې د دې غلطۍ جبران ته ځان ژمن بولي، څه فکر کوئ چې د څه قيامت طرحه يې جوړه کړې ده؟

ښايي نه زه او نه هم بل څوک پر استاد يون دا نيوکه وکړي چې ولې د کانديدانو د يووالي، همږغۍ او تفاهم لپاره هڅې او وړانديز کوي، خو ستونزه دا ده چې استاد يوازې په تيوري کې دا خبره کوي، خو په عمل کې يې د هغه چا کمپاين ته اوږه ورکړې چې مخامخ يې خپله ملي ضد بولي، کاشکې چې استاد يا بې پرې وای او يا هم د لياقت، اهليت، ظرفيت او کفايت له اړخه يې دا د همږغۍ هلې ځلې کولای، نو کلک باور دی چې د ملت لښکرې به په پسې شوې وای، په ځانګړې توګه د ملت ځوانانو خو به د سياسي اقتداء صفونه پسې تړلې وای، خو استاد له باطل اړخه لګيا دی، داسې باطل چې خپله يې د بطلان زر دليلونه لري، که سبا استاد په دې خوشحالېږي چې د ده محاسبه به رنګ راوړي او کرزی يا عبدالله به يې ګټي. ډاکټر اشرف غني به مايوس وي، ځکه ولس به ده ته د خپل لياقت په انډول کمې رايې ورکړې وي، خپلو پلويانو ته به په قهر وي چې ولې يې ده ته غوړه مالي کړې ده، واقعيت يې ورته نه دی ويلی او د ده تقاضا يې ولې بېځايه پورته کړې ده. د داسې يو سړي لپاره چې په لوړ کفايت او لوړو مقامونو کې يې کار کړی وي، د ناکامۍ زغمل د زړه د حملې تر بريده خطر لري، ښاغلي غني به له ډېرې مايوسۍ سره بېرته امريکا يا کوم بل بهرني هېواد ته ځي، دی به له ځان سره دا فکر کوي.

هغه ټولنه چې د باکفايته خلکو په ارزښت نه پوهېږي، هغوی ته کار کول څه ګټه نه لري.”

په زړه پورې ده، استاد لکه د اشرف غني د اروا غوندې ږغېږي، يا لکه چې د هغه ارواپوه وي. خو رښتيا خبره دا ده چې استاد اصلاً د خپلې اروا څرګندونه کوي، څو ټکو ته تم کېږو.

١- استاد يون هم لکه د وردک والي حليم فدايي غوندې ډېر ځلي ځينې اورېدل شوي دي چې پښتون خرکوس قوم دی، د خپل کفايت او لياقت په ارزښت نه پوهېږي، دوی فکر کوي چې ډاکټر غني چې د عملي ساحې انټروپالوجيسټ دی او د خپل وطن د کلي-کلي له اروا سره بلد دی، هغه به هم دوی غوندې له خپل قوم څخه بېځايه توقع لري، هغه هېڅکله د خپل لياقت وزن د ولس پر څټ نه دی بار کړی، يوازې استاد يون دی چې دغه لياقت په تيوري کې مني، خو په عمل کې يې پر ضد ولاړ دي.

٢- زه دا نه وايم چې پر ډاکټر غني به غوړه مالان راټول نه وي، خو دی به ځکه ډېر حساب نه پرې کوي چې يو خو دی خپله د خپل لياقت او کفايت له امله ډېر اړ نه دی چې د واقعيتونو پر ځای پر چاپلوسانه توقعاتو ډډه ولګوي، بل دا چې که څه هم زه د ډاکټر صاحب رسمي مامور او کمپاينر نه يم، بلکې په ډېر وياړ يې د هغه د بېساري لياقت پر اساس رضاکار يم، او زما په شمول سلګونو نورو د هغه رسمي او رضاکارو کمپاينرانو نه يوازې چې يو غيران يې نه دی ځنې اخيستی، بلکې ټولې هلې ځلې يې له خپل جېبه کړې چې دا په ٤١ کانديدانو کې د ريکارډ خبره ده.

موږ د افغانستان شعوري قشر له ډاکټر صاحب سره د يوه پاک ملي او شعوري ارمان پر اساس د سيالۍ ډګر ته راوتلي يو، موږ خپله کاميابي يوازې په واک کې نه وينو، بلکې خپل ارمان ته په وفادارۍ کې يې وينو، که ډاکټر اشرف غني ارګ او که کوم بل ځای ته لاړ شي، خو زموږ ارمان به زموږ سره وي. موږ خپلې هيلې په لنډو نتايجو پورې نه دي تړلې، موږ يوازې د افغانستان راتلونکو کلونو کې مسوول نه يو، بلکې راتلونکو نسلونو ته هم مسوول يو. د شهرت ننګيال خبره ده، که کرزی په رايو کامياب شي، بيا هم ناکام دی، ځکه هغه د دولتدارۍ وړتوب نه لري، هغه موږ ته تجربه شو، نو د يوه ناکام مشر په دغه ډول کاميابي بايد ونه هوسېږو، او نه هم بايد تر ناکامو مشرانو خپل ايډيالونه قربان کړو، زموږ لپاره بس دا بس ده چې يون صاحب وايي اشرف غني يو کفايت، اهليت، ظرفيت او لياقت دی.

نو خصوصاً ما او زما سره شاوخوا اتلسو تنو نورو ځوانانو پرله پسې په ليکلې او شفاهي توګه ډاکټر غني ته د واقعيتونو هغسې انځورونه ورته وايستل چې استاد يون غوندې کسان يې ښايي په خوب کې هم کرزي ته و نه شي ويلای.

که څه هم استاد ډاکټر صاحب ته د توند مزاج لغاز تېروي، موږ به له ډاکټر صاحب سره د واقعيتونو په بيان او څېړنو کې زياتره مهال د هغه په وړاندې د مشرتوب، علميت او موقف نزاکت هېر کړ، دومره به تېز او سپين ورسره لاړو، چې ښايي زموږ کلتور يې بې ادبي وبولي، خو ډاکټر صاحب به دا هر څه په کلکه خندا راسره څېړل او چې واقعيت به څومره روښانه کېده، ده به زياته مننه کوله او پر اساس به يې د بدلون او تصميمونو ژمنې کولې، داسې نه و، لکه کرزی چې استاد يون ته د محقق د جنايت په مقابل کې د غبرګون له امله د کريم خرم، فاروق وردک او داودزي په مخکې په قهر شوی و او د معذرت غوښتنې امر يې ورته کړی و، استاد يون چې پر ټولو د اصولو د پلي کېدو خبره کړې وه، او احمدضياء مسعود او اسماعيل خان يې هم د حکومت د لوړ پوړو مامورينو په توګه په مخالفه جبهه کې ناقانونه بللي وو، نو کرزی نور هم ورته په قهر شوی و. استاد يو ځل بيا استعفا ټيپ کړې وه او رئيس جمهور بيا څو مياشتې په خپل حضور نه و مشرف کړی، خو دا يې نه ده روښانه کړې چې څو ځلي استعفا يې د کوم جبر له مخې نه وه منل شوې او دا هر څه استاد په خپلو کمالاتو کې شمېري او احسان يې پر پښتنو ور اړوي، خو خپله يې بيا هم په ارګ کې د خپل شخصيت مرګ منلی او نور هم په ورته برخليک اخته کول غواړي.

٣- ډاکټر اشرف غني پرون هم کامياب و، نن او سبا به هم کامياب وي. د هغه زړه نه درېږي، هغه صفا سابقه لري، وياړلی حال لري او سرلوړې اينده به ولري، د هغه د زړه فعاليت که د رايو په کميت پورې تړلی وای، نو اول به هغه د ملګرو ملتونو څوکۍ ته په نه رسېدو سره وختي لا رخصت شوی وای، خو هغه نور هم فعال شو، دويم دا چې د ضدملي سړيو او کړيو سره به يې ناروا معاملو ته د وجدان سر ټيټ کړی وای، او ستا غوندې فرهنګيانو د مفاهمې (په اصل کې د معاملې) مشورو ته به يې غوږ نيولی وای، چې ته خپل درک او احساس د ده او کرزي په شمول تر ټولو کانديدانو اوچت هم ګڼې.

استاد بايد دې ټکي ته متوجه شي چې د ارمان، فکر، عقيدې او ايډيالوژۍ شکست پر زړه بريد کولای شي، او دلته نو ضعيف انسان هغه دی چې ژوندی پاتې شي. د ډاکټر اشرف غني سياست د واک نيولو لپاره جګړه نه ده، بلکې د ارزښتونو پر سر جنګ دی، ممکن هغه واک ته ونه رسېږي، خو د ارزښتونو د جنګ بايلنه به يې خپله يون صاحب هم ونه مني، له همدې ځايه ده چې ډاکټر صاحب له خپلو ټولو پلويانو سره يو ځای په هر صورت بريمن دی. پر زړه خو به د استاد حمله راځي چې په وينا يې د يوه کوچني فرهنګي پوسټ ساتلو قيمت، د شمالي ټلوالې پر ضد شل کلنه ملي-شعوري مبارزه ورکړه. دې ته وايې د ارمان او عقيدې قتل او د قلبي حملې خطر. لا بيا هم د فرهنګ د وياړلي امتياز حق ځان ته خوندي ګڼي، د ناکامۍ او موقف بايللو پر ځای يوازې د خاينانو زړونه دريدلای شي، خو يون صاحب اشرف غني هېڅکله هم خاين نه دی بللی، خو د کرزي په اړه د نيويارک ټايمز مجلې خبرياله اليزابيت روبين د اګسټ پر شپږمه ليکي:

“کله چې اوباما انتخابات وګټل او د حامد کرزي ستوری پر لوېدو شو، د هغه ذهني حالت لا خراب شو او د پاګل چمونه يې شروع کړل، هغه پر خپلو ټولو ملګرو باندې نهايت بې اعتماده شو، هغه په هر ګوټ کې دسيسه ليدله، کله چې په کابل کې د متحده ايالاتو سفير د مخکښو کانديدانو سره ملاقات وکړ، حامدکرزی تبې واخيست، يو ډيپلوماټ وايي: “کرزی د منځني ختيځ په مشرانو کې تر ټولو زيات پر دسيسو باور لري.” د دې سړي د زړه درېدو د خطر احتمال فوق العاده قوي دی، ځکه نه څرګند ارمان او ايډيالوژي لري، نه پر مشخصو ملي ارزښتونو په عمل کې باور لري، د ده جنګ يوازې واک نيول او ساتل دي، اليزابيت روبين په دې باب زياتوي:

“حامدکرزی يو تياتري او فلمي کريکټر لري، د هغه عقايد او نظريات معلوم نه دي، او يا يې بېخي نه لري، د هغه روغتيايي وضعه هم سمه نه ده، تل ستړی، کسل، بېحوصلې او خوشک وي، چاپلوسان او غوړه مالان يې خوښېږي، له حقيقت او ښو خلکو څخه کرکه لري، له خپلو دښمنانو څخه ډارېږي او له خپلو ملګرو سره بد چال-چلند کوي، هغوی وايي د حامدکرزي د سترګې رپېدل او سترګک وهل په غيرعادي توګه ورځ په ورځ ډېرېږي.”

استاد يون وايي اشرف غني به تر ماتې وروسته امريکا ته ځي، ته وا چې کرزی به نو کرز ته ځي؟

استاد يون يوه بله له عجايباتو څخه دا کوي:

“تر انتخاباتو وروسته که کرزی صاحب بريالی شو، طبعاً زما او زما په شان نورو افغانانو مبارزه به د هغه چا پر وړاندې وي چې هغه د افغانستان ملي ګټو ته زيان رسوي، د فساد سبب ګرځي او عدالت تر پښو لاندې کوي.”

استاد خو بېخاره دا مني چې د کرزي په وجود کې زموږ ملي ګټې خوندي نه دي او د نن ټوله غميزه د ده د مديريت نتيجه ده، نو دا بيا د څنګه عقل او منطق تقاضا کېدای شي چې يو وار معلوم الحال ملي ضد مدير د خپل حيثيت، کفايت، لياقت او اهليت په قيمت کاميابوي، بيا يې همدا اوس لا پر ضد د مبارزې اعلان کوي؟ ډېر عجيب!

استاد يون ليکوالو او د ده په وينا ناليکوالو ته د محطات ګام اخيستو توصيه هم کوي، ښايي (ناليکوال) هغه ګڼي چې د ده ملي ضد تيوريانې ردوي، دی زياتوي چې:

“د خپلو کانديدانو په پلوي د فرهنګيانو تر منځ زهر مه شيندئ، کانديدان موسمي دي…” مګر په دې جملې پسې استاد بل پاراګراف ته لا نه دی اوښتی ټيک په همدې يوه کې د فرهنګيانو تر منځ د زهرو سېلاب ته مخه ورکوي:

“تاسې بايد هغه خلک هم وپېژنئ چې چا سياست د فرهنګي خدمت لپاره استخدام کړی او څوک د (ليکوالو) او (ژورناليسټانو) د ټولنې په نوم خپل جېبونه ډکوي.”

صفا خبره به کوو، استاد په لومړۍ کټګوري کې ځان يادوي او په دويمه کې استاد لعل پاچا ازمون ته اشاره کوي، ځکه (د ليکوالو او ژورناليسټانو ټولنه) هغه جوړه کړې ده، اول خو دا بده خبره نه ده چې څوک د فرهنګي کار په ترڅ کې د ژوند مادي اړتياوې پوره کړي، تر هغه چې فرهنګ د ډوډۍ خوړلو جوګه نه شي، نو وده هم نه شي کولای، خو که استاد يون دا کار جېبونه ډکول او بد ګڼي نو بيا خو دا مهال تر هر چا زيات ده جېبونه ډېر ډک کړي دي، چې بيا هم زه اعتراض نه ورباندې لرم، بلکې په خوشحال يم، له بلې خوا د استاد ازمون پر فرهنګي خدمت سترګې پټول هم لويه بې انصافي ګڼل کېدای شي، هغه د ځوان فرهنګي نسل په هڅونه او پالنه کې تر هر چا زيات اساسي نقش لرلی دی، هغه د طالب واکمنۍ پر مهال د ننګرهار (په څيله کې ګلابونه) وروزل (لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي) ټولګه يې چاپ کړه، هغه مهال يې څو ځلي کندهار ته سفرونه وکړل، د کندهاري فرهنګيانو يوه تذکره (پر للمه اوري بارانونه) يې چاپ کړه او په کندهار کې يې د فرهنګي بعث بعدالموت دوره چټکه کړه، د کندهار عامه کتابتون ته يې بوجۍ-بوجۍ قلمي نسخې او کتابونه له پېښوره راوړل، لويې پکتيا ته يې فرهنګي سفرونه وکړل، او هلته يې ادبي خوځښت ته مخه خلاصه کړه، نن د استاد ازمون په پاملرنه روزل شوي سلګونه ليکوال او ژورناليسټان په ملي او نړيوالو رسنيو کې د اعتبار، حيثيت او رزق و روزۍ خاوندان دي، لسګونه سيمينارونه يې جوړ کړل، د ژونديو ارزښتونو د قدرونې دود يې د ارواښاد علامه رشاد بابا له لمانځلو سره رامنځته کړ، د سيمه ييز توپير نه منلو چغې موږ يوازې په خوله وهو، خو ده عملاً له منځه يووړ، د امريکا ږغ راډيو له لارې هم د خلکو ږغ تر دنيا رسوي، هم د عيال حلاله نفقه پيدا کوي، د دې تر څنګ په ننګرهار پوهنتون کې د هېواد بچيان روزي، په اوونۍ کې يو ځلي له ننګرهاره کابل پوهنتون ته منډه وهي، د هېواد په ګوټ-ګوټ کې علمي-ادبي غونډې ته ځان رسوي، همدا سږ کال هلمند ولايت چې زما په څنګ کې پروت دی، ما (د هلمند څپاند سيند) مشاعرې ته رسيدګي ونه شوای کړای، خو استاد ازمون له ننګرهاره د وينو او اورونو په منځ کې ورتېر شو، استاد يون که د ارګ په امکاناتو خپل دري دېرش اثار چاپوي، نو استاد ازمون بيا په ولسي بسپنه د نورو ليکوالو څو څلوېښت اثار چاپولای شي او د لر او بر لويې هستۍ لمانځلای شي، استاد يون د خپلو اثارو مخکتنه د کابل په سرينا هوټل کې جوړوي چې په دې غريب وطن کې فرهنګي بدمستي ورته ويلای شو، مګر استاد ازمون يې د ننګرهار په قومونو او قبايلو چارو رياست کې تر ده شاندار، کم مصرفه او مؤثر جوړولای شي.

دا د استاد ازمون کار ته لنډې اشارې وې چې د هر چا په وړاندې لمر غوندې ځلېږي، هغه د عملي خدمت يوازينۍ بېلګه ده، پر دې به کوم منکر اعتراض کوي؟ ځکه دا په ټول هېواد کې د ريکارډ خبره ده، دا نو بيا بېله خبره ده چې استاد يون د خپل کار او خدمت اشتهارات خپله خپروي او ازمون رياکار نه دی او د داسې يوې فلسفې پر کرښه روان دی چې:

ته خپله وينه ورنذرانه کړه

دا حتمي نه ده چې ته به بر شې

قرباني هسې د مينې کار دی

عوض يې نشته چې پرې خبر شې

خو داسې ايسې چې استاد يون په زړه کې صفا نه دی، ځکه خو يې مخکې له مخکې لا د ځان دفع دعوا ليکلې وي.

تور لګول اسانه خبره ده، خو ثابتول يې باانصافه محاکمه غواړي او د استاد يون د کرزي په سيوري کې به انصاف چېرې مومې؟ دعوه ډېره اسانه ده چې يون صاحب چېلنج ورکړي او آره موخه يې بيا هم استاد ازمون وي:

“(ليکوالو) او (ژورناليسټانو) ټولو ته مې دا چېلنج دی چې د دې هېواد په هره رسنۍ، هر علمي ډګر، هره محکمه او هر ځای کې چې د هر کورني او بهرني جنايتکار پر ضد، په خوله، په قلم، په لاس، په منطق او هرې وسيلې مبارزې ته حاضر وي، دا ګز او دا ميدان.”

له بده مرغه دا تبصره نوره هم اوږدېدای شي او په دربار کې د سندرو، نڅا او کمپوز او سرکښه جهادي قوماندانانو فرهنګي خدمت ته راماتول يې هم سپينېدای شي، خو ای کاش چې د همدومرې ليکنې ملي اړتيا هم نه وای پېښه شوې، ای کاش چې زموږ پُرکار استاد اسماعيل يون يو ځل بيا صراط المستقيم ته راواوړي چې تر هر چا يې مخکې زه د ملاتړ او لا زيات درنښت ږغ پورته کړم.

لوی خدای دې ټول وطن، ملت او فرهنګ ته خير کړي. آمين