د پوهنې دښمنانو د خپلو ورانكاريو په دوام سره، په پكتيا ولايت كې ۴۵۰ تنه نور ماشومان هم د زده كړې له نعمت څخه محروم كړل.
ورانكاره عناصرو تيره شپه ۱۲بجې د پكتيا ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كې د سنجيتك ښوونځي يرغل ور وړى او په ماينونو سره يې د دغې ښوونځي د ودانۍ په الوزولو سره درسي درسي ټولګي كاملاً تخريب همدارنګه ميزونه، چوكۍ اداري اسناد او يوه زياته اندازه ديني او درسي كتابونو هم سوځولي دي.
د سنجيتك ښوونځي چې ۴۵۰ تنه ماشومان پكې د علم پر زده كړې بوخت وو، ودانۍ يې په ۱۸ درسي خونو، او ټولو ملحقاتو په درلودلو سره په پاخه او اساسي ډول رغول شوې وه.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې پر ښوونكو، زده كونكو او د پوهنې پر تاْسيساتو باندې د هر ډول يرغل په وړاندې خپله كركه ښيي ، له ټولو امنيتي ارګانونو غوښتنه كوي چې د دا ډول كړنو مخه ونيسي او مجرمين د قانون منګلو ته وسپاري.
د پوهنې وزارت په ټول هيواد كي له قومي مخورو، علماءكرامو او روحانيونو څخه غواړي څو د ښوونځيو، ديني مدارسو او تعليمي مركزو په ساتنه كې ورسره مرسته وكړي او په دې برخه كې خپل ملي مكلفيت اوديني رسالت ادا كړي.