دميدآن وردګو دچک پرولسوالى بياربريد سوي او په سيداباد کي يوتانک الوزول شوئ دئ .
وسله والو طا لبانو دوردګو ولايت دسيدااباد ولسوالۍ داونخي دره کي تيره شپه دامريکايانو يوتانګ په ماين الوزولى دي او څلور بهرني عسکر يي په کي وژلي دي .
دسيمي خلک وايي چي چاودنه دبهرنيو په هغه څلورو تانګونو وشوه کوم چي دګزمي په خاطر اونخي ته راختلي وو .
کلوجان چي دسيمي اوسيدونکي دي وايي چي دوي په خپلو سترګو وليدل چي په تانګ چاودنه وشوه اوبيا هليکوپتر راغله او عسکر يي په کي پورته کړل .
نوموړي وويل چي دتانګ ټوټوي اوس هم په سيمه کي پرتي دي .
بلخوا دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرکند ځاي دتيليفون په کرښه لراوبر ته وويل چي دچک ولسوالۍ پرمرکز يي توغندي ويشتلي او شپږ داخلي عسکر يي وژلي دي .
دوردګو ولايت يوتن سيمه ايز امنيتي مقام دچک پرولسوالۍ دتوغندي بريدونه منلي دي خودتلفاتو په اړه يي بي خبري ښودله .
دغه راز په ميدان وردګو ولايت کي وسله والو طالبانو خلکو ته خبرداري ورکړي چي په ټاکنو کې ګډون ونه کړي .
دوسله والو طالبانو دغه خبرداري خلکوته په ليکني بڼه ددوکانونواودجوماتونو په په دروازو باندي لګول شوي دي .