په شمال كې پيژندل شوى قومندان اودافغانستان داسلامي دولت دمسلحوقواووداعلى سرقومندانۍ درستيزوال جنرال عبدالرشيددوستم تيره شپه شاوخواپه اتوبجوپه داسې حال كې كابل هوايي ډګرته دالوتكې څخه راكوزشوچې په سلوګونه مينه وال يې په ملاتړورغلي و،داپه داسې حال كې ده چې افغان دولت د زمري په پنځه ويشتمه اعلام وکړ چې هېواد ته د جنرال دوستم په بېرته راستنېدو کې هېڅ قانوني ممانعت نشته ، اود افغانستان داسلامي دولت د مسلحو قواوو د اعلى سرقوماندانۍ د درستيزوال جنرال دوستم په اړه خپرو شويو خبرونوداعلام كوي چې افغانستان ته د هغه په راستنېدو کې هيڅ ممانعت نشته .
دخبرپاڼې له مخې دوى يو ځل بيا په ډاګه کوي، چې دوستم د افغانستان له اساسي قانون سره سم، د خپل ښاري حقونو څخه په ګټې اخيستو بهر ته په تګ راتګ کې آزاد دى او د هغه د تګ راتګ او د اوسېدو د ځاى په ټاکلو کې هېڅ قانوني ممانعت نشته،له بلې خوا په دې وروستيو کې د هېواد د شمالي سيمو ځينو ازبک ميشتو په لاريونونو لاس پورې کړ او ګواښ يې وکړ چې که چيرې دوستم راستون نه شي نودوي به په ټولټاكنوبرخه وانه خلي .
د جنرال دوستم د دندې د تعليق حکم تېرکال د سلواغې په مياشت کې وروسته له هغه د لوى څارنوالۍ لخوا صادر شو، چې دوستم د خپلو وسلوالو سره د کابل د وزيراکبرخان په سيمه د ترک تبارانو د شورا د رييس اکبر باى پر کوربريدوكړاو هغه يې له څوساعتونواووهلوډبلوورسته برمته كړ،چې په غبرګون كې داكبرباى ددوستم دمحاكمې غوښتنه كړې وه ، خو وروسته د مشرانو جرګې د رييس صبغت الله مجددي په منځګړيتوب، له يو بل سره پخلا شول .
ياده دې وي چې په دوستم داتورهم شته چې ليلې په دښته كې زرګونه طالبانويې دبندوكانتينروپواسطې سره وژلي دي خودوستم په دې ا ړه ناخبري څرګندوي اووايي چې ده داكارنه دى كړى،همدارازدويلوده چې دامريكاولسمشرهم دليلې دډليزې وژنې په هكله دڅيړنوغوښتنه كړې ده.