کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب د جمهوري ریاست د وتلو کاندیدانو ترمنځ مناظرې او له انتخاباتو سره تړلو مسایلو ته ځانګړې کړي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه د طالبانو وروستې ګواښ راخستې او لیکلي دي، چې کوم کسان، چې راې ورکړي له محاکمې پرته به ووژلې شي.

ورځپاڼې په دوام کې د غزني د ګیلان ولسوالۍ د خلکو په حواله لیکلي دي، چې طظالبان کلي په کلي ګرځي او له خلکو نه د راې ورکولو کارتونه ټولوي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو په وړاندې امنیتي ستونزې راخستي او پدې ترڅ کې يې د انتخاباتو د مشروعیت بحران څیړلې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امریکا حضور ته کتنه کړې او هغه يې د پخواني شوروي اتحاد د تجربې تکرار بللې دې.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د جمهوري ریاست د دریو وتلو کاندیدانو ترمنځ مناظرې ته ځانګړې کړې، چېد ازادۍ راډیو او ملي ټلویزیون لخوا به ګډه جوړه شوې وه او هغه يې یو تاریخي نوښت بللې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې نن په افغانستان کې انتخاباتي منډی ترړې پاې ته رسیږي او د چوپتیا پړاو پیلیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو په ورځ باید په ټول هیواد کې اوربند اعلان شي څو خلک وکړاې شي په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د امنیت لپاره روانو تیاریو ته په اشاره ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت لپاره بشپړ همغږي لري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د وسلوالو مخالفینو وروستي ګواښ ته په اشارې لیکلي دي، چې وسلوال باید پرې نښودلې شي، چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

ورځپاڼې دا ځلې پخپل کارتون کې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې انځور کړي او پکې دا ښودل شوې، چې ځواکمن کاندیدان د وړو کاندیدانو د تسلیمولو هڅه کوي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولسمشر کرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر رمضان بشر دوست ترمنځ مناظرې ته ځانګړې کړې او پدې ترڅ کې ددوی د خبرو مهم ټکي يې راخستي دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ازادۍ راډیو او د افغانستان د ملي ټلویزیون پدې نوښت تبصره کړې او هغه يې په هیواد کې د دیموکراسۍ ریښتینې تمثیل بللې دې.

خو اصلاح بیا پخپل لومړي مخ کې د شوې مناظرې انځورونه خپاره کړې او پدې ترڅ کې د مناظرې محتویات راخستي دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه بحث کړې او لیکلي دي، چې کاندیدان به ددغو انتخاباتو نتایج مني.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د انتخاباتو په وړاندې امنیتي ستونزو اشاره کړې خو لیکلي دي، چې دا نا امنۍ د انتخاباتو مخه نشي نیولې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان ماشومانو روان حالت څیړلې او د بهرنیو چارو د وزیر په حواله يې لیکلي دي، چې ددوی ژوند لا هم د کړاوونو ښکار دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د جرمکني ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې امنیت او پراختیا په افغانستان کې د بري د سکې دوه مخه دي.