کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د زکات پانګه ( د ميرويس ياسيني ليکنه )

د زکات پانګه ( د ميرويس ياسيني ليکنه )

سريزه

افغانستان د سرچينو له اړخه غني خو بې وزله ساتل شوی هېواد دی. ولږه او فقر په افغانستان کې یو مزمن افت دی چې له منځه وړل یې زما د پروګرام په سر کې راځي.

زما په اند موږ په ډېر اسانه کولای شو په افغانستان کې د لسو کالو په موده کې فقر او ولږه له منځه یوسو او د خپلې ټولنې د يتيمانو، کونډو رنډو، معیوبينو او بې وزله خلکو د مرستې او هغوی ته د یو ښه ژوند د برابرولو لپاره یو دايمي ميکانيزم رامنځ ته کړو. دا حل د زکات پانګه جوړول دي.

زه هيله مند یم چې د زکات پانګه د لسو کالو په موده کې د ۱۵مليارده ډالرو څخه زياته پانګه راغونډه او يا لاس ته راوړي. دا پيسې کولای شي په لسو کالو کې د افغانستان د بې وزله خلکو بې وزلي تر ډېره بریده ختمه کړي او هغوی ته دوامداره مرستې برابرې کړي.

د زکات د پانګې نور تفصیل په لاندې توګه دی:

جوړښت:

افغانستان یو اسلامي هېواد دی او زکات ورکول په هر مسلمان لازمي دي. لکه څنګه چې د اسلام د مبارک پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د خلفای راشدينو او عمر بن عبدالعزیز په وخت کې زکات ورکول او غونډول لازمي و، په افغانستان کې هم بايد لازمي وي.

دولت بايد له بډایه خلکو زکات په لازمي توګه راغونډ کړي. د دې لپاره بايد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې د زکات د راغونډولو ادارې موجودي وي. دا اداره بايد بډای خلک وپېژني او هر کال ځان مطمين کړي چې بډايه خلک د زکات پانګې ته خپل زکات تحويلوي.

د دې لپاره چې زکات ورکونکي بډایه کسان او یا شرکتونه تشويق کړل شي، دولت کولای شي چې هغوی ته د مالياتو په برخه کې تخفیف ورکړي. د ماليزيا په اسلامي هېواد کې چې هر څوک زکات ورکړي د ماليزيا د مالیې وزارت ورته ۲.۵٪ (دوه نيم فیصده) په ټکس یا ماليه کې تخفیف ورکوي. موږ هم کولای شو همدا ميکانيزم پرمخ بوزو.

د زکات پانګه به خپلواکه اداره لري چې د حکومت د سياستونو څخه به جلا خپله تګلاره لري. حکومت به د دې پانګې په کارونو کې هيڅ کار نه لري. د زکات پانګه به د افغانستان ملي شورا ته حساب کتاب ورکوي او خپل کلنی راپور به ورته وړاندې کوي.

د زکات پانګه به دا لاندې څانګې لري:

۱. د زکات د پانګې بورډ. په دې بورډ کې به د ولسمشر او ملي شورا په مشوره ملي اشخاص ګمارل کېږي چې د زکات د پانګې مهمې پرېکړي وکړي او کارونه یې وڅاري. په دې کسانو کې به علما او په مالي چارو کې پوه خلک شامل وي.

۲. د زکات پانګې مديريت: د دې مدير به د زکات د پانګې د بورډ په مشوره ولسمشر له ملي شورا څخه مني. دا مديريت به دا ادارې ولري:

– د زکات راغونډولو اداره: دا اداره به پو ټولو ۳۴ ولايتونو کې څانګې لري.
– مالي او پانګونې اداره ، دا څانګه به لکه د یو بانک په څېر مستحقو اشخاصو او وړو کارونو څښتنانو ته د اسلام د اصولو سره سم وړې قرضې هم ورکوي.
– د زکات د ويشلو اداره ، دا څانګه به بې وزله او نور مستحق خلک معلوموي. هر کس به کولای شي چې فورمه ډکه کړي او مرسته وغواړي. دا څانګه به څېړنه کوي او پرېکړه به کوي چې عارض کس مستحق دی او که نه.

۳. د علماو شرعي هيئت. د علماو شرعي هيئت به د مالي او پانګونې او د زکات د راغونډولو او د زکات د ويشلو د څانګو کارونه څاري او په دې اړه به اړينې فتوې ورکوي.

د بې وزلۍ ورکول او په اقتصاد کې د زکات پانګې رول:

۱۵ مليارده ډالر څنګه لاس ته راوړلی شو:

اټکل کېږي چې دا مهال د افغانستان نفوس تر ۳۰ مليونه ډېر دی. که په دېرش مليونه کې موږ د ماشومانواو هغه وګړو چې زکات پرې نه لازمي کېږي ۲۵ مليونه ونيسو. نو موږ سره ۵ مليونه داسې کسان پاتې کېږي چې د زکات د ورکولو وړتيا لري. که نور هم احتیاط وکړو او ووایو چې یواځې ۳ مليونه خلک به داسې وي چې زکات پرې لازمېږي او هر يو په کال کې په اوسط ډول ۳۵۰ ډالر زکات ورکوي. (ځيني خلک په لکونو ډالر زکات بايد ورکړي او ځينې یې شايد تر سلو ډالرو هم کم ورکړي، خو موږ په اوسط ډول ۳۵۰ ډالر حساب کړل).

۳۵۰ په ۳ مليونه کې کې یو مليارد او پنځوس مليونه ډالر کېږي. له دې څخه ۵۲ زره ۵۰۰ مليونه افغانۍ جوړېږي.

که هر کال د دې پانګې ۷۵۰ مليونه ډالر موږ په هماغه کال کې د بې وزلۍ په له منځه وړلو وکاروو او ۲۵۰ یې په پانګه کې وساتو او پانګونه پرې وکړو، نو په لسو کالو کې موږ ۷ مليارده او ۵۰۰ مليونه ډالر د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې کارولی شو. که فرضا هر کال د ساتل شوو ۲۵۰ ملیونه ډالرو (چې په لسو کالو کې ۲ مليارده او ۵۰۰ مليونه ډالر کېږي) د پانګونې په نتيجه کې موږ ۲۰٪ (شل فيصده) ګټه وکړو، نو په لسو کالو کې که به ساتل شوې پانګه ۷ مليارده او ۸۰۰ مليونه ډالرو ته ورسېږي، چې ۳۹ مليارده ۹۰۰ مليونه افغانۍ ترې جوړېږي.

په مجموع کې په لسو کالو کې د زکات پانګه کولای شي چې کم تر کمه ۱۵ مليارده او ۳۰۰ مليونه ډالر لاس ته راوړي او په هېواد کې یې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې وکاروي.

زکات پانګه به بې وزلي څنګه له منځه یوسي:

د زکات پانګه به هر کال په بې وزله کورنيو ۷۰۰ مليونه ډالر مصرفوي چې په دې کې به ۱۰۰ مليونه ډالر د بې وزله کورونو محصلينو ته ځانګړي کوي.

زکات پانګه کولای شي په یو کال کې په یو بې وزله کور تر زرو ډالرو (پنځوس زره افغانیو) مصرف وکړي، چې په یو کال کې شپږ لکه کورونه کېږي. که په هر کور کې په اوسط ډول ۵ کسان اوسېږي، نو موږ هر کال کولای شو چې د درې مليونه افغانانو سره مرسته وکړو. د لسو کالو په موده کې دېرش مليونه وګړي شول.

د زکات پانګه به خلکو ته ډوډۍ، جامې، د اوسيدلو ځايونو د برابرولو تر څنګ بې وزله محصلينو ته بورسونه هم ورکوي.

زما تمه دا ده چې د زکات پانګه هر کال ۱۰۰ مليونه ډالر د بې وزله محصلينو په روزلو مصرف کړي. که په اوسط ډول په هر محصل د زکات پانګه د کال زر ډالر مصرف کړي نو د کال یو لک بې وزله محصلين کولای شي چې د علم له نعمته برخمن شي او په ډاډه زړه خپله زده کړه وکړي. په لسو کالو کې دا عدد یو مليون محصلينو ته رسېږي. که په هر کور کې د زکات پانګه د یو محصل سره مرسته وکړي نو موږ کولای شو چې د لسو کالو په موده کې د ۳ څخه تر ۷ مليونو کورونو لپاره د روزۍ پيدا کولو یو کس وروزو.

په اقتصاد کې د زکات د پانګې رول:

په اقتصاد کې د ۱۵ مليارده ډالرو اچول په خپله د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره یوه مهمه سرچينه ده. خو زما پلان دا دی چې هر کال د زکات د پانګې ۲۵ مليونه ډالر وساتل شي او هغه پانګونه وکړي. وړو شرکتونو ته اسلامي قرضې ورکړي، د اوبو بندونه جوړ کړي، د ابيارۍ سيستمونه جوړ او ورغوي او زراعتي ځمکې ابادې کړي، د زکات پانګه په دې پيسو خپل شرکتونه واخلي، خصوصي پوهنتون جوړ کړي، … او نورې پانګونې وکړي. زما د لومړني حساب په اساس دا ۲۵۰ مليونه ډالر په لسو کالو کې ۲ مليارده او پنځه سوه مليونه ډالر کېږي او که ۲۰٪ عاید ولري په لسو کالو کې ترېنه ۷ مليارده او ۳۰۰ مليون ډالر جوړېږي.

ما ژمنه کړې ده چې د خدای جل جلاله په فضل او کرم به زما تګلاره په هېواد کې تر ۲ مليونه کارونه او ټولو بې وزله خلکو ته ډوډۍ او سرپناه پيدا کوي. زه هیله مند یم چې د زکات پانګه به په سلګونو شرکتونو، زرګونو وړو کارونو څښتنانو، او د لکونو کارونو په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

ستاسو خادم
ولسمشرۍ ته نوماند – ۱۳۸۸