د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر اونیزه غونډه د شنبې به ورځ د زمری به ۲۴ چی برابره ده د اګست له ۱۵د ۲۰۰۹ کال د ګڼ شمیر خویندو په ګډون د پوهنې وزارت په شپږم پوړ کې جوړه شوه د غونډی ویانده سوله نیازی او دپاریسی خزان په ریاست مخ ته ولاړه د غونډې ځانګړی میلمه دهیواد نامتو لیکوال، کره کتونکی او ادبپوه ښاغلی استاداسدالله غضنفر صاحب وه .
غونډې دری برخی درلودلې چې لومړۍ برخه یې په کاري مسایلو خبرې وې چې د ځلا مجلې په اړه خبری وشوې دغه راز دمیرمن بهیر د ویبپاڼې په اړه هم خبرې وشوې آغلې توبا ندا ساپۍ د ویبپاڼې دمسوولې مدیرې په توګه وټاکل شوه، دغه راز په غونډه کې وپتییل شوه چې دراتلونکې شنبې په ورځ چې دروژې د مباکې میاشتې دلومړۍ ورځې له رخصتي سره سمون خوري دمیرمن بهیر اوونیزه غونډه جوړه نه شي او له هغه وروسته دوږي یا سنبلې له اوومې نیټې څخه دمیرمن بهیر غونډې دروژې په مبارکه میاشت کې دغرمې په یوه بجه پیل شي .
دغونډې دوهمه برخه د کره کتنې برخه وه ښاغلی استادغضنفر صاحب د کیسی او لیکوالی په اړه خبرې وکړې چې دغه لاندی توکي یې په لیکوالي کی مهم وبلل ښاغلی غضنفر وویل چی لیکوالی یو فن دی لیکوال باید د خاطراتو کتابچه ولري او ورځیني خاطرات پکې ولیکي دا لیکوال ته ډیره ګټه رسوی او ورځینی خاطرات لیکوال ته د خامو موادو په شان وي دوهم دا چې لیکنه کې باید اخلاق نمایی، علم نمایی، او یا دا چې پکې مبالغه ونه شي
دریم ـ په لیکوالي کې باید مجاز یعنی مترادفې کلمې استعمال نشی په جمله کې باید اوږدې جملې نه وي.
څلورم ـ دا چې په لیکوالې کې باید کلیشه نه وی کلیشه په دې معنی چې هر هغه کلمه چې په مود او په ډول برابره وی او خلګو ډیره تکرار کړې وي او زړه یې ورته وهلی وي هغې ته کلیشه وایي.
پنځم ـ لیکنه کې باید د فکر استدلال وی د انسان ستاینه باید په عملونو او فعلونو وشی نه په صفتونو.
شپږم ـ د مقالې لپاره باید له حسي کلمو څخه ګټه واخستل شي لنډه دا چې لیکوال باید په لیکنه کې صادق واوسی ښاغلی غضنفر د لیکوالي په برخه کې ډیرې په زړه پورې خبرې وکړې د غونډې دریمه برخه مشاعری ته ځانګړه شوی وه چی په کې سپوږمۍ نوري ،وږمې، نظيفه نيازي ، تورپیكي مومند ، اریا ، جميله كاكړ،شګوفې ،توبا ندا ساپۍ،ملالۍ،ګلالۍ امرخیلې،مرضیه امین، رابعه غرشين ،پاریسه خزان،پروین، ښكلا مومند ګن شمیر خویندو ونډه واخسته د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې راتلونکې اونۍ به بهیر وال نه راځي ځکه چې رخصتي ده وروسته له دی په غونډه کی یو یو ټوک کتابونه د دا ژوند او دا څیری په نوم ناول بهیروالوته ورکړل شول ، دغه راز میرمن ګلالۍ امرخیله داوونۍ دفعالې میرمنې په توګه وپیژندل شوه او د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو.
غونډه د مازیګر په څلور نیمو بجو د مازدیګرنۍ په خړلو سره پای ته ورسیده .