څو شېیې مخکي د کندهار ښار ته د۳ توغندۍ را وتوغول سوې چي له امله يې يوه ښځه وژل سوي او د دوو نورو ښځو په ګډون پنځه کسان ژوبل سوي دي ، د کندهار چارواکو پېښه تاييد کړه خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي ، تر اوسه کومي ډلي دتوغنديو ويشتلو مسوليت پر غاړه نه دی اخستی ، خوفکر کيږي چي ويشتل سوي توغندۍ به د طالبانو له خوا توغول سوي وي چي د کندهار ښار شاوخوا سيمو کي واکمن دي .
دا پېښه په داسي حال کي رامنځته سوه چي اوس هم د کندهار ښار په سټيډيوم کي د حامد کرزي په ملاتړ يوه لويه غونډه روانه ده .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه